روسیې لخوا اوکرایین کې دوه نیول شوي بریتانویان پر اعدام محکوم شول

د خپرېدو وخت

د روسي ځواکونو لخوا اوکرایین کې دوه نیول شوي بریتانیايي او یو مراکشی سړی په اعدام محکوم شول.

دوی ته دا سزا د اوکرایین ختیځ کې د ډونېڅک خلکو جمهوریت د یوې محکمې لخوا اورول شوې ده.

د رپوټونو له مخې ۲۸ کلن ایدېن اسلین بریتانیا کې د نوټینګهم شېر او ۴۸ شوان پینېر د بېډفورډ شېر اوسېدونکی دی.

درېیم کس سعدن براهیم نومېږي او مراکشی دی.

محکمې دا کسان کرايي کښ جنګیالي بللي خو د بریتانیايي سړیو کورنۍ وايي دوی د اوکرایین پوځ کې دندې درلودې.

د ډونېڅک خلکو جمهوریت محاکم د نړیوالو لخوا په رسمیت نه پېژندل کېږي.

بریتانیا ویلي دا اتباع یې جنګي بندیان دي او نښتو کې د ګډون له کبله باید محاکمه نه شي.

دغه بریتانیايي اتباع څوک دي؟

ایډېن اسلین، اصلآ د بریتانیا نوټینګهم شیر کې د نیوارک اوسېدونکی دی.

کورنۍ یې وايي هغه په ۲۰۱۸ کال کې د اوکرایین میکولایف ته ولاړ او د اوکرایین له سمندري ځواک سره یو ځای شو.

اسلین هلته له یوې اوکرایینۍ ښځې سره واده هم کړی.

د هغه په اړه ویل کېږي چې سوریه کې هم له کرد وسله والو سره د داعش خلاف جنګېدلی دی.

د شاون پاینېر کورنۍ بیا یې وايي چې هغه د بریتانیا د پوځ پخوانی غړی دی.

نوموړی څلور کاله وړاندې اوکرایین ته کوچېدلی او د اوکراییني پوځ روزنې لپاره یې له تجربو ګټه اخیستل کېده.

د اوکرایین د ختیځ برخلیک

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، د سیویرودونیڅک ښار جګړه به ښايي د هېواد ختیځو سیمو برخلیک په هکله پرېکړه وشي.

ښاغلي زېلینسکي د دې ښار په شاوخوا کې د جګړې له تودېدو سره هممهاله ویلي، د هېواد ځواکونو یې دښمن ته درانه زیانونه اړولي دي.

بل لور د اوکرایین یو سیمه ییز لوړپوړی چارواکی وايي، اوکراییني ځواکونه څنډې ته شوي دي. د لوهانڅک والي سیرهی هیدای وايي، له هغه وروسته چې روسي ځواکونو د هوايي بمبارۍ او توغندیزو بریدونو له لارې د سیمې هوارول پیل کړل، ځانګړي ځواکونه په شا شول.

نوموړي له ځايي رسنیو سره خبرو کې وویل، ''زموږ ځواکونه اوس یوازې د ښار څنډو کنټرول په لاس کې لري، خو جګړه لا هم روانه ده، او زموږ ځواکونه د سیویرودونیڅک دفاع کوي. ''

هغه وايي، ''اوس شونې نه ده، چې وویل شي، د ښار کنټرول د روسي ځواکونو په لاس کې دی. ''

نوموړي زیاته کړه، په سیویرودونیڅک او نژدې بل ښار لیسېچانڅک کې تر ۱۵۰۰۰ پورې ملکي کسان ایسار پاتې دي.