د امریکا خبرداری: شمالي کوریا که"هر کله" وغواړي، اټومي ازمایښتونه کولای شي

د خپرېدو وخت

د امریکا یوه چارواکي خبرداری ورکړی، که شمالي کوریا وغواړي هر وخت خپل اووم اټومي ازمایښت کولای شي.

د شمالي کوریا لپاره د امریکا ځانګړي استازي سونګ کېم دا خبرداری څو ورځې وروسته له هغه ورکړ چې پیونګ یانګ د یکشنبې پر ورځ ۸ بالیستیک توغندي‌ وازمایل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن خبریالانو ته ویلي، د شمالي کوریا له لوري هر ډول اټومي ازمایښتونه به له "چټک" او ځواکمن" ځواب سره مخ شي.

پیونګ یانګ له ۵ کلونو راهیسې اټومي ازمایښت نه دی کړی. خو د کوریا ټاپو وزمه کې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

د شمالي‌کوریا ولسمشر کېم جونګ اون د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې د خبرو پر مهال ویلي،‌ شمالي‌کوریا سږ کال په بې ساري شمېر توغندي ازمویلي چې شمېر یې ۳۱ ته رسېږي او د ۲۰۱۹ کال ریکارډ یې مات کړی دی.

د بلومبورګ رسنۍ د رپوټونو له مخې، کله چې یو شمېر خبریالانو له ښاغلي کیم وپوښتل چې بل اټومي ازمایښت به یې کله وي؟ نوموړي په ځواب کې وویل:"هر کله چې وغواړو، آن شونې ده د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې."

په همدې وخت کې، مېرمن شرمن د سویلي کوریا او جاپاني چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، دا ډول ازمایښتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو په بشپړ ډول سرغړونه ده.

آغلې شرمن زیاته کړې: " باور لرم، په دې کار سره به نه یوازې جنوبي‌کوریا، امریکا او جاپان بلکه ټوله نړۍ شمالي کوریا ته په کلکه او څرګند ځواب ورکړي."

شمالي کوریا تر دې دمه د امریکا دغو اداعاوو ته په ځواب کې څه نه دي‌ ویلي.