ایران کې د اوبو کړکېچ؛ د اوبو د کمښت لاملونه څه دي؟

    • Author, جک ګوډمن
    • دنده, بي بي سي حقیقت لټون
  • د خپرېدو وخت

په دې وروستیو کې له ایرانه د اوبو د جدي کمښت او د برېښنا د پرچاوۍ په ګډون د بېلابېلو ستونزو له کبله د اعتراضونو راپورونه ورکول کېږي.

دغو اعتراضونو په لویه کې ایران کې د اوبو د کمښت ستونزې ته پام اړولی دی.

کارپوهانو لا کلونه وړاندې له دا ډول وضعیت سره د ایران د مخامخېدو اندېښنه مطرح کړې وه.

اوس پوښتنه دا ده چې دغه هېواد کې د اوبو د کمښت لاملونه څه دي؟

سخته وچکالي

د ایران د هواپوهنې ادارې اپریل کې د "بې سارې وچکالۍ" خبرداری ورکړ. دې ادارې وویل چې ورښتونه به د تېرې ډېرې مودې له منځنۍ کچې خورا کم وي.

له تیلو بډایه ولایت خوزستان کې ان خلک د اوبو د سخت کمښت له کبله واټونو ته راوتل او نورو ښارونو کې بیا له اوبو د تولیدېدونکې برېښنا د پرچاوۍ خلاف اعتراضونه وشول.

د ایران حکومت له دې اړخه ډېرو زیانمنو شویو سیمو ته د بېړنیو مرستو پلان اعلان کړی.

ایران د تودوخې درجې له لوړېدو رانیولې د هوا تر ککړتیا، سیلابونو او د لویو ډنډونو (جهیلونو) تر وچېدو پورې له بېلابېلو چاپېریالي ننګونو سره مخامخ دی.

د ارومیه جهیل د بڼې بدلېدل

د ایران انرژۍ وزارت پر ویبپاڼه د خپرو شویو مالوماتو له مخې د ۲۰۲۰ کال له سپتمبر د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې د دغه هېواد د سیندونو په عمده حوزو کې د ورښتونو کچه د تېر کال د همدې مودې پرتله پاموړ ټیټه وه.

موږ ونه توانېدو چې په دې اړه د ایران دولتي ارقام ترلاسه کړو، خو امریکا کې څېړونکو د سپوږمکیو د تصویرونو په وسیله ځینې مالومات راټول کړي دي.

دغه مالومات د روان کال تر مارچ پورې ایران کې شوي ورښتونه له تېرو ۴۰ کلونو سره پرتله کوي.

د کلیفورنیا اروین پوهنتون کې د هائیدرومېترولوجۍ مرکز له مخې د ۲۰۲۱ کال لومړۍ درې میاشتې ایران کې ورښتونه تر منځنۍ کچې ډېر کم وو.

  • د ۲۰۲۱ کال جنوري له ۱۹۸۳ کال راهیسې تر ټولو وچه وه
  • مارچ هم ډېرو وچو میاشتو کې حسابېده
  • د ۲۰۲۰ کال نومبر کې ورښتونه ډېر وو، خو تر هغې وړاندې اکتوبر په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو وچه میاشت وه

د ملګرو ملتونو د خوراکتوکو او کرنې سازمان اټکل کړی چې د ایران د غنمو یو پر درېیمه برخه ارزښتمنې کروندې خړوبه شوې او ورښتونه پرې اغېز نه لري.

خوزستان کې څه پېښ شوي؟

د دغه ولایت ځايي اوسېدونکو سختې وچکالۍ او د اوبو جدي کمښت ته په کتو اعتراضونه پیل کړي چې ځینې پکې د "تږی/تږې یم!" شعارونه ورکوي.

یوه داسې سیمه چې پخوا یې ډېرې اوبه درلودې، اوس د کارون په نوم مهم سیند هم تر ډېره وچ شوی دی.

د شټوتګارټ پوهنتون د څېړونکو لخوا د راټولو شویو مالوماتو له مخې د سپوږمکیو په وسیله اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې د دغه سیند د اوبو کچه تېر کال په پرله پسې ډول مخ په ټیټېدو وه.

دا په داسې حال کې ده چې دا سیند ۲۰۱۹ کال د سختو سیلابونو له کبله تر غاړو ډک و.

د خوستان ولایت چارواکو ته په دې منسوبه نقشه کې د ۲۰۲۱ کال جولای د سیمې بندونو کې د اوبو کچه ښکاري.

دې نقشه کې ښکاري چې د سیمې ډېرو مهمو بندونو کې اوبه په خلاصېدو دي او له دې سره دا غوښتنه هم کېږي چې پاتې اوبه دې لاندې پرتو سیمو کې د شولو اوبخور او د څارویو فارمونو لپاره ورخوشې شي.

ګڼ پر دې باور دي چې د تیلو صنعت ځايي ایکوسیستمونه له ستونزو سره مخامخ کړي.

د دغه کړکېچ بل عمده لامل له دغو سیمو د ایران مرکزي دښتو او بېدیاو ته د اوبو اړول ګڼل کېږي.

د ایران د چاپیریال ساتنې ادارې پخوانی مرستیال 'کاوه مدني' چې اوس په یال پوهنتون کې دی، وايي: "د اقلیم بدلون او وچکالي یې یوه برخه ده."

خو د نوموړي په وینا "د ستونزې جرړه د څو لسیزو ناوړه مدیریت، کمزورې چاپېریالي تنظیم، راتلونکې ته په نه کتلو او دې کې نغښتې چې دا ډول وضعیت ته هېڅ چمتووالی نه دی نیول شوی."

د اوبو کړکېچ پراخېدونکی دی

ایران تر ډېره د اوبو په هغو سرچینو بسیا دی چې د وچېدو په حال کې دي.

دغه هېواد له پرله پسې وچکالیو کړېږي او د اقلیمي بدلون له کبله تر دې له لا ناوړه وضعیت سره مخامخېدونکی دی.

وچه او توده هوا به ایران کې له اوبو د برېښنا تولید ډېر اغېزمن کړي. دا کار وار له مخه هم شوی ځکه روان اوړی دغه هېواد کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې وي.

پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې د برېښنا د پرچاوۍ خلاف، چې پایله کې یې تلیفوني او انټرنیټې اړیکې پرې او ترافیکي سیستم له ستونزو سره مخ و، لاریونونه هم وشول.

بلخوا د هوا له تودېدو سره د ایرکنډېشنونو د لګولو اړتیا هم پر برېښنا کوټونو فشار ډېر کړی.

له دې سره دا نیوکې هم موجودې دي چې د انرژۍ برابرولو ډېرې سرچینې د کرېپتو کرنسۍ (ډیجیټلي پېسو) کاروبار ته ځانګړې شوې دي.

د اوبو مدیریت اوږدمهاله ستونزې

که څه هم وچکالۍ دمګړۍ ایران کې ننګونکی چاپیریال رامنځ ته کړی، خو د دغه هېواد د اوبو د کړکېچ عوامل تر دې ژور دي.

په ۲۰۱۵ کال د چاپېریال یوه متخصص خبرداری ورکړی و که ایران د اوبو کړکېچ ته لاره چاره ونه ګوري، میلیونونه کسان بې ځایه کېدای شي.

په ورته توګه د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشرې 'معصومې ابتکار' هم دې برخه کې د اغېزمنتیا لپاره کرنه کې د "انقلاب" غوښتنه کړې.

ایران کې د اوبو اساسي سرچینه ځمکنۍ اوبه دي. دا اوبه تر ځمکې لاندې ډنډونو څخه ترلاسه کېږي. خو د هند، امریکا، سعودي عربستان او چین ترڅنګ ایران کې هم د تر ځمکې لاندې اوبو د رایستلو کچه ډېره لوړه ده.

د خوراکي توکو له اړخه د ملي ځان بسیاینې اړتیا د دې لامل شوې چې کروندګر زیاته اندازه تر ځکمې لاندې اوبو وکاروي.

د بېرته ډکېدو پرتله په ډېره چټکۍ له تر ځمکې لاندې ډنډونو د اوبو رایستل د دې لامل ګرځېدای شي چې خاوره مالګینه شي او ډېره مالګه په خپل وار سره د ځمکې ښېرازوالی اغېزمنوي.

د علومو ملي اکاډمۍ کې د ترسره شویو څېړنو له مخې د ایران ګڼو سیمو کې اوبخور د تریوالي له لوړ خطر سره مخامخ دی.

تر ځمکې لاندې اوبو پسې د لا ژورو څاګانو کېندل د ځمکو د کیناستو خطر هم پېښوي او په دې توګه ښارونه کرار کرار ډوبېږي.

وچېدونکي جهیلونه

ایران کې د جبو او سیندونو د وچېدو اندېښنه هم موجوده ده چې د خطرناکو شګلنو توپانونو لامل ګرځېدای شي.

ارومیه جهیل چې یو وخت نړۍ کې د مالګینو اوبو تر ټولو سترو جهیلونو کې شمېرل کېده، د چاپیریالي ناورین یوه بېلګه ګرځېدلې.

دغه جهیل چې یو وخت یې ۱۹۳۰ مایل مربع ځمکه رانغاړله، تر ۲۰۱۵ کال پورې لس برابره کوچنی شوی و.

ایران کې کرنه په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او کروندګرو د ۱۹۹۰مې لسیزې د وچکالۍ پر مهال د خپلو کروندو د اوبخور او بې شمېره بندونو د ډکولو لپاره ترځمکې لاندې اوبو رایستلو ته مخه کړه.

تر عمومي نیوکو، د ولسمشر تر ژمنو او د اوبخور سیستم له سمون وروسته داسې ښکاري چې د اورمیه جهیل برخلیک بېرته راګرځېدونکی دی.

دغه جهیل که څه هم اوس د خپلې پخوانۍ تاریخي اندازې نږدې نیمايي برخې او بڼې ته ګرځېدلی، خو لا په پرېکنده ډول څرګنده نه ده چې لامل یې د اوبخور سیستمونو کې اصلاحات دي که سیمه کې ډېر ورښتونه.

په هره توګه اوږدمهاله وچکالي لا هم خپل پخواني برم ته د ارومیه جهیل ګرځېدل ګواښي.