برازیل کې باراني توپانونو نژدې ۱۰۰ کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د برازیل شمال ختیځ ښار ریسیف ته څېرمه سختو باراني توپانونو او ځمکې ښویېدو لږترلږه ۱۰۰ کسان وژلي دي.
بارانونو بې وزله سیمې او په ځانګړې ډول کچه کورنه زیان من کړي دي.
د یوې کورنۍ ۱۱ تنه په دې پېښه کې وژل شوي دي.
د دې کورنۍ یو غړی لوئیز استوائو اګوئیار وايي: خور مې، د خور مېړه مې د کورنۍ ۱۱ تنو په ګډون وژل شوي دي.
نوموړي په ژړا وویل: سخت حالت وو، مونږ اصلا د دې وضعیت تمه نه لرله.
فلاوی یو خوزه داسیلوا د خپل وران کور په کنډوالو کې ولاړ و او د خپل پلار په لټه کې و.
نوموړی وايي، د کور له نړیدو سره مې د پلار غږ واورید چې ویل یې زه دلته یم تر خاورو لاندې.
ښاغلی داسیلوا هیله لري پلار یې ژوندی پیدا کړي.
د برازیل د بېړنیو مرستو ډله زیانمنې سیمې ته رسیدلې او ژغورونکي د ورک شويو کسانو په لټه کې دي.

د عکس سرچینه، AFP
د برازیل ولسمشر جیر بولسونارو په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې چې ښکاري ځپل شوې سیمې ته په هلیکوپټر کې تللی دی.
ښاغلي بولسونارو وروسته وویل، ځمکه باندې د چورلکې ناسته له ګواښه ډکه وه ځکه خاورې خپل ټیکاو نه درلود او ده له هوا ځپل شوې ځمکه وڅارله.
د ناورین سیمې ته شاوخوا ۱۲۰۰ مرسته کوونکي د چورلکو او کښتیو په مرسته رسیدلې دي.
په وروستي یوه کال کې سیلابونو او ځمکې ښویېدنې برازیل کې سلګونه کسان وژلي دي.
یوه څیړنه چې په ۲۰۱۷ کال کې شوې وه ښيي چې د اقلیم بدلون او د هوا تودوخه به برازیل کې د سختو سیلابونو او ځمک ښویېدنې لامل شي.





















