کورونا؛ برازیل کې یوه شپه ورځ کې ۳ زره ۸ سوه کسان مړه شول

برازیل

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

برازیل کې روغتیايي چارواکي وايي، تېرو څلرویشتو ګړیو کې د کورونا له امله درې زره اته سوه کسان مړه شوي دي.

دا په برازیل کې د کورنا وېروس له پیلېدو راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېره مړینه ده.

دې نوې شمېرې سره برازیل کې له کورونا د مړو شمېر تر درې لکو ۱۴ زرو پورته شو.

د برازیل سیاسي ډلې له کورونا سره مقابله کې د ښي لاسي توندلاري ولسمشر ژایر بولسونارو پر چلن سختې نیوکې کوي.

ښاغلي بولسونارو بیا بیا د کورونا سره د مقابلې لپاره محدودیت او ماسک کارول تر پوښتې لاندې را وستلي دي او په دا مهال دغه هېواد له تمې ډېر کم واکسین برابر کړ.

پرون د برازیل د پوځ او سمندري او هوايي ځواکونو مشرانو استعفا هم وکړه چې له امله یې ولسمشر خپله واکمني کې له تر ټولو لوی کړکېچ سره مخ دی.

جرمني اسټرازېنېکا واکسین کارول محدود کړل

استرازنکا

د عکس سرچینه، Reuters

له بلې خوا جرمني د وینې پرنډېدو یا لخته کېدو له امله له ۶۰ کلونو کم عمره کسانو ته د کووېډ-۱۹ پرضد د اسټرازېنېکا واکسین وځنډاوه.

د جرمني د درملتوکو څار اداره وايي، هغو ۲.۷ میلیون کسانو کې یې د وینې پرنډېدو ۳۱ پېښې موندلې چې اسټرازېنېکا واکسین یې کړی و.

کاناډا کې هم له دې مخکې تر ۵۵ کلونو کمعمره کسانو ته د دې واکسین ور کول بند شوي دي.

خو استرازنکا وايي، په نړیواله کچه د درمل خوندیتوب څارونکو موندلې چې تر خطر د دې واکسین ګټې پام وړ دېرې دي.

دا شرکت زیاتوي د دې درک پلټلو لپاره خپلو شننو ته دوام ور کوي چې د وینې پرنډېدو دا ډېر نادر موارد تر واکسین شویو کسانو په طبیعي حالت کې له میلیوني وګړو ډېر دي یا نه:

"موږ جرمن چارواکو ته د دوی د ټولو پوښتنو ځوابولو کې همکاري ته دوام ور کوو. "

د اروپايي ټولنې او بریتانیا د درمل څارلو ادارو تر دې مخکې اروپا کې د اسټرازېنېکا احتیاطی ځنډېو سره د دې واکسین د کارولو سپارښت کړی و.

د اروپا درملتوکو ادارې او د بریتانیا د روغتیايي محصولاتو او درملتوکو ادارې ټینګار کړی چې د اسټرازېنېکا واکسین ګټې د هغه تر جانبي عوارضو ډېرې دي.

بریتانیا کې د حکومت یوه ویاند وویل: "اکسفورډ/اسټرازېنېکا واکسین خوندي او اغېزناک دی او دغه هېواد کې یې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی دی. څنګه چې بریتانیا کې خپلواکو څارونکو ادارو ویلي، کله چې د چا وار راغی، باید لاړ شي او واکسین وکړي. "

نوموړی زیاتوي چې تر دېرش میلیونو ډېرو کسانو د کورونا یو واکسین کړی، تر اپرېل ۱۵ وروسته موږ ټولو هغو کسانو ته چې عمرونه یې تر ۵۰ کلونو پورته وي او د جولای تر پای پورې ټولو بوډاګانو ته واکسین برابروو.

استرازنکا په لوېدیځ کې یو تر ټولو ډېر کارېدونکی واکسین دی او ټاکلې ده د خصوصي چوکاټ له مخې مخ پر وده هېوادونو ته ورسېږي.

اروپایي ټولنه د واکسین تولید او تحویل کې د ستونزو له امله د کورونا واکسین کولو ځنډ سره مخ وه او اوس جرمني هغو څو هېوادونو کې دی چې د دې وبا د دریمې څپې له پیلېدو اندېښمن دی.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي او مېرمن یې چې دواړه ۷۳ کلن دي د سې شنبې په ورځ د استرازنکا لومړنی واکسین وکړ چې په دې سره پر دغه واکسین خپل باور وښي.

د جرمني نوی سیاست

جرمن لومړۍ وزیره وايي، چې وار یې ورسېږي استرازنکا به وکړي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، جرمن لومړۍ وزیره وايي، چې وار یې ورسېږي استرازنکا به وکړي.

د جرمني روغتیا وزیر ینس اسپان او د ۱۶ ایالتونو روغتیايي ادارو مشرانو بېړنۍ ناسته کې تر ۶۰ کلونو کم عمره کسانو ته استرازنکا واکسین وځنډاوه.

د جرمن خبري اژانس در پوټ له مخې، تر ۶۰ کلونو کمعمره کسان دا واکسین د روغتیاپالو او د پوره معاینې او خطر له تحلیل وروسته کولی شي.

د جرمني واکسین کمېټه یا استیکو وايي، دا پرېکړه د واکسین د جانبي عوارضو له مخې وشوه.

دا اداره وايي، د اپرېل تر پای به د دې واکسین دویم یا ځواکمنتیا ډوز په هکله هغو ځوانانو ته سپارښتنه وشي چې د دې واکسین اول ډوز یې کړی دی.

فرانسې هم استرازنکا کارول تر ۵۵ کلونو ډېر عمره کسانو ته محدود کړي کړي.

د ویډیو تشریح، د کورونا معاینات څنګه کېږي؟