د کاربن ټولول څه ته وايي؟ ایا دا کولای شي ځمکه وژغوري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ندال ابو مراد
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
ډېر ساینس پوهان په دې باور دي، چې که غواړو تر ۲۰۵۰ کال پورې یې کچه صفر ته ورسېږي، موږ داسې تکنالوژي ته اړتیا لرو چې کاربن لېرې او ټول کړي.
چاپېریال پوهان بیا خبرداری ورکوي چې دا کولی شي د خامو تېلو صنعت لا وهڅوي او هغه هم له دې ژمنې سره چې وروسته کاربن ډای اکسایډ لېرې کوو یا یې ټولو.
که نړۍ غواړي د اقلیم د بدلون د بدو اغېزو مخنیوی وکړي، د شین کوریزه ګازو کچه باید تر ۲۰۵۰ کاله پورې صفر ته ټیټه شي.
دا په دې معنی ده چې څومره ګاز مونږ هوا کې خوشي کوو، هغومره باید بېرته ترې ټول هم کړو.
د ملګرو ملتونو ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې دمګړۍ د ځمکې د تودوخې کچه له دوو درجو اوښتې ده.
دا تودوخه به د ځمکې په ډېرو برخو کې ژوند کول ستونزمن کړي.
دوی وايي، طبیعي حل لارې لکه د ونو کېنول، د ټېکنالوژي کارول، د کاربن ټولول او زېرمه کول به د اقلیم د بدلون ناورین کم کړي.
ځینې چاپېریال پوهان بیا دا سمه حل لاره نه ګڼي.
د کاربن ټولول او زېرمه کول څنګه ترسره کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځمکه کې د ونو کېنول د دې لامل کېږي چې کاربن راټول او خاوره کې خښ شي له دې سره هوا له کاربن ډای اکسایډه پاکېږي.
دا د هوا د پاکولو تر ټولو ساده، طبیعي او ارزانه چاره ده.
له ۱۹۷۰ کلونو راهيسې د ټېکنالوژۍ نوې چټکې لارې چې د کاربن د ذېرمه کولو ټېکنالوژي (CCS) په نوم یادېږي هم د رادبره کېدو په حال کې دي.
د انرژۍ نړیوال اژانس کې د کاربن د ټولولو او زېرمه کولو ټیم مشره سمنتا مککولوچ وايي: "بېلا بېل غورا وی شته، خو تر ټولو عام، د انرژي په صنعت کې د کاربن دای اکساید ټولول د تېلو له سرچینو څخه دي. دا بیا د نل لیکو او کښتیو له لارې لېږدول کېږي."
دې پروسه کې یو جذبونکی چې یو ډول مایع لري ګلخانه یي ګازونه ټولوي. دې پړاو کې کاربن ډای اکسایډ ټولېږي او نور ګازونه ازادېږي.
ساینس پوهان بیا د تودوخې پر مټ له اوبلن څخه کاربن ډای اکسایډ بېلوي. دا محلول بیا - بیا تصفیه کېږي او سوچه کاربن ډای اکسایډ جامد یا د تېږې په بڼه ځمکه کې زېرمه کیږي.
دا زیاتوي:"د CO2 د ټولولو بله لار دا ده چې په مستقیم ډول له فضا څخه ټول شي او کولی شئ د کاربن د تصفیې په مټ چې د ځمکې په تودوخه کې مرسته کوي د ځمکې په جوړښتونو کې ژور زېرمه کړئ."
د لا زیاتو تېلو د استخراج جواز

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ځینې چاپیریال پوهان شکمن دي. د دوی اندېښنه دا ده چې د کاربن ټولول به خلک دې ته وهڅوي چې د خامو تېلو اېستل لا ګړندي کړي د دې پرځای چې کم یې کړي.
د اقلیم نړیوال سازمان ګلوبل ویټنس ۲۰۲۱ کال کې یوه څېړنه وکړه چې دا معلومه کړي چې ایا تکنالوژي کولی شي هغې موخې ته رسېدو کې مرسته وکړي، کوم چې غواړو د نړیوالې تودوخې کچه له یوې نیمې درجې لاندې وساتو.
دې سازمان کې د مبارزه کوونکو مشر دومېنکي اېګلتون د خپل سازمان د ارزونو لنډېز په اړه وايي:"ّپه دې باندې تکیه نه شو کولی چې په خپل وخت کې به په استخراج کې کمی راوړي بلکې لا یې زیاتوي."
د ده په باور د مضرو ګازونو مخنیوي لپاره غوره لاره دا ده چې د خامو تېلو سوځول بند شي. ځینې ساینس پوهان بیا وايي، هغه پېسې چې د کاربن په ټولولو لګول کېږي د پاکې انرژۍ په تولید دې ولګولی شي.
د ناچارۍ حل لاره

د عکس سرچینه، Climeworks
ساینس پوهان وايي، تر هغه چې لوی بدلون راځي له ګازو پاکې نړۍ ته اوښتو لپاره د کاربن ټولولو حل لاره سي سي اېس اړینه ده.
دوی د IPCC وروستي وړانديز ته په اشارې سره وویل، د روانې اپریل میاشتې په لومړیو کې د لوموړي ځل لپاره IPCC د کاربن ډای اکسایډ لېرې کولو لپاره د ټېکنالوژي وړاندیز وکړ.
یو شمېر پوهان بیا وايي، د کاربن ډای اکسایډ لېرې کول یوه له حل لارو څخه ده چې مضر ګازونه ختم کړي په ځانګړې ډول لویو صنعتونو کې لکه د فولاد، سمنټو او کیمیاوي موادو په صنعت کې، چېرې چې یوازې د ټېکنالوژي په مټ دا موخه ترلاسه کېدلی شي.
دوی زیاتوي، زموږ دنده د یوې داسې پکې جوړول دي چې کاربن له هوا پاک کړي او د تل لپاره د ځمکې هوا پاکه وساتي.
برعکس د هغو اسانتیاو چې په مستقیم ډول له خامو تېلو سره تړاو لري دا نوې حل لارې د خپلو کارځایو شاوخوا هوا پاکوي.
دا ډله کار پوهان وايي، د کاربن ټولولو او زېرمه کول سي سي اېس یې د هغو کاربنونو مخه نیسي چې لا هوا ته نه دي ورګډ شوي، خو موږ هغه کاربونونه پاکوو چې وار له مخه په هوا کې دي.
په پرلپسې توګه د کاربن ټولولو حل لاره
لکه هره بله ټېکنالوژي تر هغه چې په لویه کچه و نه کارولی شي د ښې ګڼې او بد ګڼې په اړه یې په کره توګه څه نه ویل کېږي.
بلخوا د کاربن ټولولو په وړاندې لویه ننګونه د لګښت ده.دا لګښت یوازې په ټولولو نه راځي، بلکې په پلان جوړونې، لېږد او زېرمه کولو یې هم راځي. ساینس پوهان وايي، مونږ پرمختګ کړی خو لا هم په لومړنیو پړاونو کې یو.
غوره حل لاره

د عکس سرچینه، Getty Images
د سي سي اېس ملاتړي وايي، که چېرې موږ د مضر ګازو تولید تر ۲۰۳۰ او ۲۰۴۰ پورې کم هم کړو بیا هم په هوا کې پخواني کاربن ډای اکسایډ پاتې کېږي.
دا هغه څه دي چې کارپوهان ورته د تاریخي کاربون په توګه اشاره کوي او وايي چې باید وایستل شي. یو بحث د لومړیتوبونو په اړه هم دی.
ایا موږ د سیستمونو په نوي کولو تمرکز کوو او یا دا چې د کاربن په ټولولو لومړی تمرکز کوو؟ ځینې په دې باور دي چې دواړه چارې باید ترسره شي.
کارپوهان بیا وايي، د انرژۍ نړیوال اژانس د کاربن ټولول لومړیتوب کې را وړي.
دوی وايي، که موږ غواړ تر ۲۰۵۰ کاله مضر ګازونه صفر ته ورسو، نو دا په دې پورې اړه پیدا کوي چې موږ څنګه ترانسپورټ سسټم لرو؟ څنګه انرژي تولیدو؟ د همدې لپاره نړۍ د حل لارو پوره یوې ټولګې ته اړتیا لري.
دې حل لارو کې بیا تولید شوې انرژي یا نوې انرژي، ګټورې انرژي، په پراخه کچه د هایدروجن ټېکنالوژي ځای په ځای کول، او د کاربن ټولول شامل دي.



















