د شري لنکا اقتصادي بحران؛ حکومت کروندګرو ته وايي د وریجو کرل ډېر کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
شري لنکا چارواکو په داسې حال کې له کروندګرو د لا زیاتو وریجو کرلو غوښتنه کړې، چې دا هېواد په تېرو ۷۰ کلونو کې تر ټولو ناوړه اقتصادي بحران ګالي.
د کرنې وزیر له دې غوښتنې سره هممهاله ویلي، په هېواد کې د خوړو بحران مخ پر خرابیدو دی. د خوراکي توکو په ګډون د اړتیا وړ توکو کموالی په دې هېواد کې د بیو ریکارډ کچې لوړېدو او انفلاسیون لامل شوی.
بل لور حکومت د سې شنبې د خوړو او تېلو په څېر توکو واردولو لپاره د پنجشنبې پر ورځ نويې مالیې وضع کړې دي. د ۲۲ میلیونو اوسېدونکو هېواد شري لنکا د کورونا وبا مخنیوي قرنطین او مالیو کموالي له کبله له خورا ناوړه اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی.
د بهرنیو اسعارو زېرمو کموالی په دې هېواد کې د ځايي پیسو ارزښت کموالي او دغه راز د دارو- درملو لږوالي لامل هم شوی. د کرنې ځا يي وزیر مهیندا اماراویرا خبریالانو ته وویل، "څرګنده خبره ده، چې د خوړو بحران ناوړه بڼه غوره کوي. موږ له ټولو کروندګرو غواړو چې تر راتلونکو پنځو یا لسو ورځو پورې کروندو ته لاړ شي، او شولې (وریجې) وکري. "
شري لنکا چارواکي د لومړي وزیر رانیل ویکرماسینګې له لوري له اګست میاشتې مخکې د خوړو بحران سخت کموالي رامنځته کېدو له اندېښنې څرګندولو وروسته د خوړو چمتو کولو لارې، چارې لټوي.
د فناینشل ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، شري لنکا د سویلي اسیا خوړو له یوه بانکه هم دې لړ کې مرسته غوښتې، چې له اړو هېوادونو سره د وریجو او ځینې نورو خوراکي توکو مرستې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور شري لنکا حکومت د پنجشنبې پر ورځ د ویلیو ایډ مالیې لړ کې له اتو تر ۱۲ سلنې زیاتوالی راوستی چې د چارواکو په وینا حکومتي عاید به ورسره تر ۶۵ میلیاردو شري لنکايي روپیو پورې زیات شي.
شري لنکا چارواکي وايي، د سږ کال مې میاشت کې د پروسږ کال همدې وخت پرتله د انفلاسیون کچه څه باندې ۳۹ سلنه زیاته شوې ده.
د شري لنکا اقتصاد پخواني وزیر علي صبري د روان کال په لومړیو کې بي بي سي ته ویلي و هېواد یې د مالیو لوړولو ته اړتیا لري.
نوموړي هغه مهال ویلي و، شري لنکا د اړتیا وړ توکو واردولو لپاره لږ تر لږه د څلور میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري چې باید په اتو میاشتو کې یې پرې کړي.



















