تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځیګر چې درې ورځې له بدنه بهر ساتل شوی و په بریالي ډول پیوند شوی
ډاکټرانو ویلي د یوه ځانګړي ماشین په مرسته یې په بریالي ډول داسې عملیات کړی چې د انسان بدن ته یې د یوه بل کس جیګر چې درې ورځې له بدنه بهر تود او ژوندی ساتل شوی و، پیوند کړی دی.
له یوې طبي لارې چې نورموترمېک پرفیوژن ورته ویل کېږي د بدن غړي ته په پرله پسې ډول وینه ورکول کېږي او تود یې ساتي چې د کارپوهانو په اند واوره کې یې له ساتلو غوره لار ده.
د سویس طبي ډلې چې دا عملیات یې کړی وايي کېدلی شي د بدن غړي له دې لارې د انسان له بدنه آن تر لسو ورځو ژوندي او روغ وساتل شي.
هغه ناروغ چې تود ځیګر ورته پیوند شوی و، یو کال وروسته ښه حالت کې دی.
کارپوهان هیله لري چې دا پرمختګ به مرسته وکړي چې د انسانانو د بدن غړي چې نورو ته د پیوند لپاره مرسته شوي، په بشپړ ډول روغ وساتل شي. اوس ډېر داسې غړي له پيوند وړاندې له کاره لوېږي ځکه چې ساړه یا په کم درجه حرارت کې ساتل شوې وي او له امله یې حجرو ته تاوان اوښتی وي.
د انسان د بدن ځيګر چې په ساړه حالت کې ساتل شوی وي د انسان له بدنه بهر یوازې ۱۲ ساعته روغ ساتل کېدای شي.
دغه نوی پرمختګ چې پر مټ یې ځیګر تر اوږد مهاله د انسان له بدنه بهر ساتل کېدای شي دې کې به مرسته وکړي چې د پیوند لپاره عملیات څه وخت وشي.
نوی ماشین کولی شي چې له بدنه بهر ساتل شوي غړي ته وینه او نور مواد ورکړي چې په روغ حالت کې یې وساتي.
هغه کس چې نوی ځیګر ورته پیوند شوی، پخوانی یې د سرطان له امله له کاره لوېدلی و.
ځیګر د یوې ۲۹ کلنې ښځې له بدنه ایستل شوی و او څلور ورځې وروسته بل کس ته پیوند شو او له عملیات ۱۲ ورځې وروسته کور ته ولېږدول شو.
ډاکټران وايي چې دې برخه کې لا نورې څېړنې ته اړتیا ده خو تر اوسه تر لاسه شوې پایلې هیله بښونکې او مثبتې دي.