تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډاکټرانو خبرداری: چاغښت د ځیګر ناروغۍ ډېروي
د نوي څېړنو له مخې په برتانیا کې د اته کسانو له ډلې یو تن د وزن د ډيروالي له امله د ځیګر یا ینې د ناروغیو له ګواښونو سره مخامخ دي.
د برتانیا په یوې نوي څیړنیزې طرحه کې د ځیګر له معایناتو وروسته ښودل شوي چې د ۱۲ سلنه خلکو ځیګرونه غوړ او مکروبي شوي دي.
د برتانيا د ځیګر د ناروغۍ ټولنه وايي دغه پایلې باید د خطر زنګ وګڼو ځکه دغه ستونزې د مرګ لامل کیږي.
د دغه ناروغۍ نښې تر هغه چې بدن ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي، نه ښکاريږي، خو پر خپل وخت یې درمنله شونې ده.
عادي ژوند ته ګرځېدل
اوه کاله وړاندې د اکسفورډ ۵۲ کلنې اوسیدونکي فرانسیس کارول ته ډاکټرانو وویل چې ځیګر یې غوړ نیولي او هغه مهال یې وزن هم ۱۱۶ کیلو ګرامه و.
نوموړې خپل وزن ۴۴ کیلوګرامه کم کړ.
فرانسیس وايي:" کله چې ډاکټر راته وویل د ډېر وزن له امله د ځیګر ناروغي لرم، نو هوډ مې وکړ چې یو کار وکړم. خپلو خوړو ته مې بدلون ورکړ او تر څنګ مې سپورت هم پیل کړ او موده وروسته مې ځیګر عادي حالت ته راغی."
اوس هغه د اندام جوړونې ښوونکې ده او نورو ته د خوړو لپاره لارښوونه کوي:
"اوه کاله وړاندې مې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د اندام جوړونې ښوونکې شم. هغه مهال به مې چې لنډ مزل هم وکړ ستړی به شوم، ساه به مې سوځېده، خو اوس له غرونو په مڼده تېرېږم. "
د ام ار ای معاینات ښيې چې اوس د هغې ځیګر هیڅ ستونزه نه لري.
د ام ار ای دغه وسیله د اکسفورډ په پوهنتون کې جوړه شوې او د لومړي ځل لپاره د پاریس د ځیګر په نړیوال کنفراس کې وپيژندل شوه.
په دغه وسیله کې یو ډول سافټویر د "لیور مولټي سکین" (LiverMultiScan) په نامه ځای پر ځای شوي چې په مرسته یې د ځیګر د ناروغۍ کچه معلوموېږي.
د دغه شرکت مشر داکټر راجارشي باندرجي وايي: " لیورمولټي سکین د ټکنالوژۍ په برخه کې لویه لاس ته راوړنه ده چې د برتانیا په کلینکونو کې کشف او جوړه شوې ده."
له ځیګر څخه په ستنه ستنې په واسطه نمونې د ځیګر د ناروغیو د تشخیص غوره لاره ده خو کله وار بیا دغه لار دردناکه او د ناروغ صحت ته ګواښوونکې تمامېږي.
دغه سافټور د ام ار ای په هرې وسیلې کې کارولې شو.
د ساود همپټن پوهنتون د راډیولوژۍ استاد ډیويډ برین وايي، دغه وسیله به د ستنې له لارې د ځیګر نمونه اخیستل له منځه یوسي.
" د دغې وسیلې پر مټ د معایناتو پر مهال د ځیګر ټولې برخې لیدلی شو، خو د ستنې د معایناتو پر مهال یوازې د ځیګر یوه برخه راته معلومیږي.
له دې هر څه سربېره ناروغان کولی شي د دغو معایناتو څه موده وروسته بیا معاینات وکړي چې ډاډه شي ځیګر یې مخ په ښه کېدو دی. "
په ناتینګام کې د ځیګر د ناروغیو یو متخصص اسټیو رایډر وايي: " زموږ د دغې څيړنې پایلې زموږ له کتنو سره یو ډول دي. ډیری هغه کسان چې د ځیګر له ناروغیو سره لاس او ګریوان دي هغوی د ډېر وزن خاوندان دي."
د ځيګر نوي سلنه ناروغۍ د تشخیص او درملنې وړ دي.
د برتانیا د ځیګر د ناروغیو د موسسې اجرایه مدیر جوډي رایس وايي:
" لکه څنګه چې ځینې خلک پوهیږي، چې د الکول څخه لږ ګټه اخیستنه ډېره اړینه ده همغسې د غوړ ځیګر د ناروغیو د مخنیوي لپاره سپورټ او خوراکي رژیم هم ډېر مهم دی."