تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړۍ کې د "حلالو" تولیداتو تقاضا ولې ډېره شوې؟
- Author, نغم قاسم
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
- د خپرېدو وخت
"له حلال پرته نور څه نه خورم او تر هغه نه ډاډمنېږم او د ارامۍ سا نه اخلم چې د حلال نښه پرې نه وي لیکل شوې" مروه د خپلو خوړو رانیولو لپاره پلورنځي ته له تګ مخکې خپل شرط په دې ټکو راته ووایه.
مروه بي بي سيته وویل: "زما پخلنځي کې هرڅه حلال دي، ان د ماشومانو خواږه، چاکلېټ، شیدې او پنیر هم، همدا زما خوښه ده چې خپل مېړه او خپلې ۱۲ کلنې لور ته پاخه کړم".
مروه ۱۵ کاله مخکې له مصر له خپلې کورنۍ سره هالنډ ته کډه شوې، دا له هغو سلګونه میلیونه کډوالو یوه ده چې د نړۍ په لر و بر کې پخپلو خوړو او څښاک کې پر حلالو تولیداتو تکیه کوي. په نړۍ کې د حلالو تولیداتو کاروبار اوس ډېره وده کړې ده.
مروه وايي، حلال تولیدات د هغې کور ته څېرمه په ټولو نژدې پلورنځيو کې موندل کېدای شي، همدارنګه د لویو ځنځیري پلورنځیو په کوچنیو پلورنځیو کې هم پیدا کېږي، په تېره هلته چې مسلمانان ډېر استوګن وي، دوی یو ځانګړی ځای حلالو خوړو ته پرېښی دی.
د مراکش او ترکانو دوکانونو کې هم حلال خواړه ډېر موندل کېږي.
"حلال سینګارتوکي او حلالې اوبه"
د دینار سټنډرډ مؤسسې- چې دفتر کې دبۍ کې دی- د ۲۰۲۰ کال د اسلامي نړۍ اقتصادي وضعیت د رپوټ له مخې، حلال اقتصاد د نړیوالې سوداګرۍ ټولټال ۳٫۷ سلنه جوړوي.
د یاد رپوټ له مخې،ددغو تولیداتو د بازار ارزښت چې د حلالو اطلاق پرې کېږي، په نړیواله کچه په ۲۰۱۹ کال کې ۲٫۲ ټریلیون ډالره وه. نړۍ کې د "حلالو" تولیداتو تقاضا ولې ډېره شوې؟
د حلالې سوداګرۍ چوکاټ کې حلالې غوښې، حلال چرګان، شیدې، پنیر او اوبه شاملې دي، همداشان خواږه خوراکي توکي چې حیواني ګیلاتین او ویټامین پکې نه وي او د خنځیر له غوړیو پاک وي.
اوس بازار کې د خوراکي توکو سربېره د سینګار حلال توکي هم ډېر دود شوي، چې په جوړښت کې یې د خنځیر غوړ او الکول نه ګډېږي.
حلال سیاحت کې بیا هغه ځایونه شاملېږي چې الکولي څښاک یا د خنځیر غوښه نه پکې خرڅېږي.
د حلالو خوړو او څښاک بازار د نورو حلالو تولیداتو پرتله ډېر مینه وال لري.
هر کال پر حلالو خوړو او څښاک په نړیواله کچه ۱٬۱۷ ټریلیون ډالر لګول کېږي، حال دا چې په نورو حلاتو تولیداتو تر یو ټریلیون لږ ډالر لګول کېږي.
مروه او کورنۍ یې ۸۰ تر ۹۰ یورو هره اونۍ حلال توکي اخلي، دا وايي د حلالو توکو بیې د ناحلالو هغو پرتله کابو یوشان دي.
د حلالو توکو په تړاو د یوه رپوټ له مخې، چې د ۲۰۱۷ کال اګسټ کې خپور شوی، په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو شمېر نژدې دوه میلیاردو کسانو ته رسېدلی و چې حلال توکي یې رانیولي وو.
خو دا پرتله چې د حلالو توکو لس لوی تولیدي هېوادونه (هند، برازیل، اتریش، امریکا، ارجنټاین، نیوزیلنډ، فرانسه، تایلنډ، فیلیپین او سنګاپور) نامسلمان هېوادونه دي.
ددغو هېوادونو د حلالو تولیداتو ټول ټال کچ په نړیواله کچه شاوخوا ۸۵ سلنه دی، حال دا چې د مسلمانو هېوادونو د حلالو تولیداتو د تولید او پلور کچ یووازې ۱۵ فیصده دی.
مالیزیا، اندونیزیا او ترکیه د هغو مسلمانو هېوادونو په سر کې راځي چې حلال اقتصاد کې ونډه لري او ترکیه پکې تر ټولو په دې مخکې ده چې هر کال یې د صادراتو کچه تر ۲۰ میلیارد ډالرو لوړه ده.
په ترکیه کې د خوړو د تولید شرکتونو کې د هغو حلالو ترکي تولیداتو د پلور شرکتونو کچه چې ځینو اروپايي هېوادونو ته تولیدت کوي، نژدې ۱۵ سلنه دي.
حلال کېک
پاریس کې د سوربون پوهنتون د اقتصاد استاد ډاکټر کمیل الساري وايي، د حلالو تولیداتو بازار په تېرو ۴۰ کلونو کې ډېره وده کړې ده، چې ترې مخکې د اروپا پلازمېنې د دغو تولیداتو د دودېدو شاهدانې نه وې.
ښاغلی الساري یې لامل "په وروستیو کلونو کې اروپا کې د مسلمانو وګړو زیاتېدل بولي، هغه که له جګړو له خپلو هېوادونو کډوال شوي یا د اقتصاد له کبله له خپلو هېوادونو وتلي او یا سبق ته تللي دي."
دی وايي، په ګڼو اروپايي هېوادونو کې په وروستیو کلونو کې د وهابي فکر خپرېدل ډېر شوي، حجاب او د حلالو خوړو لټول یو عادي کار ګرځېدلی او بې سابقې خلک پرې ورمات شوي.
همداشان، اقتصادي اړخ هم لري، هغه دا چې د خوړو لویو پلورنځيو د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د حلالو خوړو تولید ته مخه کړې، چې په دې سره د مسلمانو مشتریانو پام ځان ته ورواړوي او خپله ګټه لوړه کړي.
د بېلګې په توګه، وول مارټ او کارفور د حلالو تولیداتو لوی واردوونکي دي، همداشان نسلې هم د حلالو خوړو تولید کې خپل کار چټک کړی چې هدف یې د مسلمانو او نامسلمانو مشتریانو ځان ته جذبول دي.
د اسلامي او یهودي دینونو د لارښوونو له مخې، ذبح شوی حیوان باید له صحي اړخه سالم وي، د حلالېدو پرمهال یې باید وینه توی شي او تر ذبح کېدو مخکې نشه نه کړل شي، چې دا کار په ګڼو اروپايي هېوادونو کې کېږي.
"حلال خوندور وي"
د بریتانیا پلازمېنه لندن د خوړو لویو پلورنځیو کې د "حلال" نښه لرونکي خواړه ډېر موندل کېږي.
د لندن زړه یوه لوی پلورنځي کې مې د پلورنځي څښتن وموند، راته وویل د حلالو تولیداتو بازار یوازې پر مسلمانانو پورې محدود نه دی، "بهرنیان هم ډېر راځي او د حلالو خوړو پوښتنه کوي، غالباً دوی دغه ډول تولیدات خوښوي، حلاله غوښه د هغو مشتریانو له نظره چې له ما یې اخلي، ژر پخېږي او خوند یې تر ناحلالې غوښې ډېر وي".
ابو ابراهیم وايي، تر ډېره د اسلامي شریعت مطابق ذبح شوي چرګان راوړي، خو نورې حلالې غوښې بیا له هالنډ او نیوزیلنډ نه واردوي او ټینګار یې دا دی چې دا ۱۰۰ سلنه حلالې دي.
ډېری اروپايي هېوادونه د 'حیواناتو د حقونو د خوندیتوب' له کبله مالونه د اسلامي شریعت مطابق نه ذبح کوي، خو حلالې غوښې له نورو هېوادونو واردوي او ځینې وخت په ډېرو محدودو ذبح ځایونو کې د اسلامي شریعت مطابق د ذبح کولو اجازه ورکوي.
د اروپايي قانون له مخې، له ذبح کولو مخکې حیوان باید نشه کړای شي، خو ځینې مذهبي اسثناګانې پکې شته.
ایا د حلال نښه لرونکي رښتیا هم حلال دي؟
کمیل الساري وايي، داسې شکونه هم شته چې ګنې هغه تولیدات چې د حلال نښه پرې لیکل شوې وي، ایا رښتیا حلال دي او که نه. په اروپايي هېوادونو کې د خوړو د څار ټولنې د خوړو کیفیت څاري، پاکوالی یې ګوري چې ایا روغتیا او چاپېریال ته خو مضر نه دي، خو دغه ټولنې د اسلامي اصولو له مخې دغه تولیدات به ذبح او نورو چارو کې نه څاري.
په ځینو اروپايي ښارونو کې حلال خواړه د ناحلالو هغو پرتله یوڅه قېمته دي، د بېلګې په توګه، بریتانیا کې د حلالو تولیداتو بیه د نا حلالو پرتله لږ لوړه ده، خو هالنډ کې کابو یوشان دي، فرانسه کې بیا حلال تولیدات د ناحلالو پرتله لږ دي.
د اسلامي خبرونو نړیوال اژانس (اینا) د یوې نوې څېړنې له مخې، تمه دا ده چې په نړیواله کچه د حلالو تولیداتو د بازار وده تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۰ ټریلیون ډالرو ته لوړه شي.