اسلامي کنفرانس کې د خوګ غوښه؛ پر جرمني نیوکه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د تېرې اونۍ لومړیو کې د برلین په یوه اسلامي کنفرانس کې د خوګ د ساسچ له وړاندې کولو بښنه غوښتې ده.

جرمن چارواکو ویلي، په کنفرانس کې وړاندې شوي خواړه د کنفرانس د بېلابېلو دینونو د ګډونوالو له کبله وړاندې شوي،‌ خو دا چې د ځینو کسانو "مذهبي احساسات راپارېدلي"،‌ نو دوی بښنه غواړي.

د جرمني اسلامي کنفرانس برلین ښار کې جوړ شوی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورسټ سیهوفر ددغه پروګرام کوربه و. په تېره مارچ میاشت کې د هغه دې خبرې چې "اسلام پر جرمني پورې تړاو نه لري"، ګڼ‌ غبرګونونه راپارولي وو او ډېرې نیوکې پرې وشوې.

لکه څرنګه چې د جرمني رسنیو رپوټ ورکړی، د کنفرانس ډېری ګډونوال مسلمانان وو.

د اسلامي شریعت او قانون له مخې د خوګ غوښه خوړل حرام دي.

جرمن ورځپاڼه لیکونکي تونکای اودامار لیکلي: "د کورنیو چارو وزیر سیهورف غواړي څه پیغام ورسوي؟ هغو مسلمانانو ته چې د خوګ غوښه نه خوري، یوڅه درناوی پکار دی."

د کورنیو چارو وزیر په کنفرانس کې ویلي وو،‌ د "جرمني اسلام" بڼې خپلول غواړي.

تونکای اودامار ویلي وو، ښاغلی سیهورف په "یوه چینايي پلورنځي کې د فیل کړو وړو ته" ورته عمل سره "په جرمني کې د اکثریت مسلمانانو ملاتړ نه شي خپلولی".

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د نیوکو په غبرګون کې ویلي، په اسلامي کنفرانس کې ۱۳ ډوله خواړه،‌ چې حلال خواړه هم پکې وو، وړاندې شوي، سبزي خورو او غوښې خوړونکو ته د خپلې خوښې خواړه وروړل شوي او پر ټولو خوړو ښکاره لیکل شوي وو.

په وروستیو کلونو کې جرمني کې ښي لاسي سخت دریخي واک ته ورسېدل او پر اسلام نیوکه یې د سیاسي خبرو یوه برخه وګرځېده.

ځینو جرمني رسنیو ویلي، د ۲۰۱۶ کال جرمني کې د اسلامي کنفرانس پرمهال هم په لومړي ځل د خوګ غوښه په همبرګر کې ځای پرځای شوې وه.