تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کشمیری بېلتونپال مشر یاسین ملک پر عمري بند محکوم شو؛ پاکستان دا د هند ډيموکراسۍ لپاره توره ورځ بللې
د هند پلازمېنې نوي ډيلي په تهاړ زندان کې له څو کلونو راهیسې بندي کشمیري بېلتونپال مشر محمد یاسین ملک ته یوې ځانګړې محکمې د عمري بند سزا اورولې ده. هغه ته دا سزا له ترهګرو سره د مالي مرستې په قضیه کې اورول شوې ده.
محکمې یاسین ملک ته دوه ځلې د عمري بند او ورسره د یو میلیون نغدي جریمې سزا اورولې.
د تېرې چهارشنبې په سهار د پټیاله په محکمه کې هغه ته د مرګ سزا په اړه دلایل وړاندې شول خو پرېکړه تر مازدېګره ځنډول شوې وه.
د محکمې د پرېکړې له کبله د هند تر واک لاندې کشمیر په سرینګر سیمه کې سخت امنیتي بندیزونه لګول شوي او هلته د سوداګریز مرکز لال چوک په ګډون د دغه ښار د ګڼو سیمو د تړل کېدو له کبله کاروزګار درېدلی دی.
د هندي کشمیر خوا ته د یاسین ملک کور ته څېرمه مظاهره شوې چې پکې ګډونکوونکو ښځو د خپلواکۍ شعارونه ورکړي دي.
د انډيا ټوډې رسنۍ د خبر له مخې، یاسین ملک محکمې ته ویلي چې، "ما جګړییزې مبارزې نه وروسته د ګاندهي پر اصولو مزل پیل کړی دی چې د نه تاوتریخوالي لار ده".
خو ده ویلي، "زه محکمې ته سوال او زارۍ نه کوم، څه سزا چې مناسبه ورته ښکاري ما ته دې راکړي، خو زما پوښتنو ته دې هم ځواب راکړي".
د مالوماتو له مخې یاسین ملک ته د پوښتنو کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
یاسین ملک پر خپل جرم اعتراف کړی او که نه؟
له کلونو راهیسې د نوي ډيلي په تهاړ زندان کې بندي دغه کشمیري بیلتون غوښتونکي مشر محمد یاسین ملک د مئ میاشتې پر ۱۹ نېټه یوې ځانګړې محکمې د بغاوت، وطن دښمنۍ او د ترهګرۍ په تور مجرم وباله.
خو قانون پوهانو ویلي چې پر ده د لګول شویو تورونو له مخې هغه ته د مرګ سزا پر ځای یوازې د عمري بند سزا ورکول کېدای شي.
هغه مخکې د یوه ویډيويي کنفرانس له لارې د ترسره کېدونکې محکمې پر مهال د وکیل له درلودلو انکار کړی و او ویلي یې وو چې دی به پخپله شاهدان وړاندې کوي.
ښاغلي ملک ته د مئ میاشتې پر لسمه نېټه په ۲۰۱۷ کې د ترهګریزو کړنو، د دې لپاره د شتمنۍ پر راغونډولو، د ترهګریزو بریدونو طرح کولو، جرمي دسیسو جوړولو او هېواد دښمنه فکر لرلو په څېر جرمونو باندې یې تورن کړی و چې د هند خبري اژانس پرېس ټرسټ اف انډیا له مخې، هغه پر "جرم اعتراف" هم کړی و.
خو د یاسین ملک مېرمنې مشعل ملک بي بي سي سره د خبرو پر مهال ویلي وو چې، "دا د دروغو قضیه ده. یاسین صاحب د هېڅ ډول ترهګریزې کړنې او یا یې د دې لپاره د مالي مرستو پر راټولو اعتراف نه دی کړی. بلکې پر دې خبرې یې اعتراف کړی چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي چې بهګت سنګ او مهاتما ګاندي هم دغه مبارزه کړې ده".
شهباز شریف: نن د هند ډيموکراسۍ لپاره توره ورځ ده
پر دغه ۵۸ کلن یاسین ملک په ۱۹۸۹ کې د مفتي محمد سعید د لور تښتولو تور ولګېد. ښاغلی سعید د کشمیر پخوانی وزیر اعلی پاتې شوی او هغه مهال د هند د کورنیو چارو وزیر و. په ۱۹۹۰ کې د هند د هوايي ځواک د څلورو افسرانو د وژلو تور پرې ولګېد. خو په اوسنۍ قضیه کې د دغو تورونو یادونه نه ده شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر یاسین ملک لګول شوي تورونه خیالي بللي دي او د اعتراض په ډول یې هندی سفیر احضار کړی دی.
د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پرخپله ټوېټر پاڼه په دې اړه توند غبرګون ښکاره کړی.
ښاغلي شریف ویلي، "نن د هند ډيموکراسۍ او د هغه هېواد د قضايي نظام لپاره توره ورځ ده. هند په فزیکي ډول یاسین ملک زنداني کولای شي خو د خپلواکۍ لپاره د ده رامنځ ته کړې مفکوره نشي بندي کولای".
شهباز شریف همدا راز ویلی چې یاسین ملک ته د عمري بند سزا ورکولو پرېکړه به د کشمیر د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوونکو جنګیالیو ته د خپلواکۍ تازه انګېزه ورکړي.
یاسین ملک څوک دی؟
یاسین ملک په تانده ځوانۍ کې د کشميري بیلتونپالو په ډله کې ورګډ شوی و او په ۱۹۸۰ کې هلته د زده کوونکو تحریک "اسلامک سټوډنټس لیګ" مشر ټاکل شوی و. په ۱۹۸۶ کې یې په سرینګر کې د هند او وایسټ انډيز تر منځ د کرېکېټ نړېوال جام سیالیو پر مهال د هند پر ضد شعارونه ورکړي وو. پر ده دا تور هم لګېدلی و چې هغه مهال یې لوبغالي ته کاڼي ورګوزار کړي وو او د لوبې تر منځ د دمې پر مهال لوبغالي ته ورننوتی و چې له خپلو څو ملګرو سره په ګډه ونېول شو.
په ۱۹۸۷ کې د بیلتونپالو په سیاسي اتحاد "مسلم متحده محاذ" کې ورګډ شو. په ۱۹۸۸ کې په ناقانونه ډول له هندي کشمیر د پاکستان تر واک لاندې کشمېر ته اوښتی و چې هلته یې د وسله والې مبارزې په برخه کې روزنه ترلاسه کړې وه او وروسته د جمو او کمشیر لیبرېشن فرنټ په نوم د توندلارې ډلې کلیدي مشر شو.
یو کال وروسته یاني په ۱۹۸۹ کې د لېبرېشن فنټ غړو د یاسین ملک په مشرۍ د خپلو بندي غړو د خوشې کېدو لپاره د هغه وخت د هند د کورنیو چارو وزیر مفتي محمد سید لور روبیه سید وتښتوله. څو ورځنیو خبرو نه وروسته د دغه تنظیم د وسله والو د خوشې کېدو په بدل کې روبیه سید هم خوشې کړای شوه.
د لېبرېشن فرنډ وسله والو په ۱۹۹۰ کې د هند هوايي ځواک څلور چارواکي هغه مهال په ډزو ووژل چې د سبزۍ په یوه منډیۍ کې یې سودا کوله. د هند حکومت د دغه برید پړه هم په ښکاره پر یاسین ملک وراچولې وه.
تر څو کلنې وسله والې مبارزې وروسته ښاغلی ملک په ۱۹۹۴ کې د هندي ځواکونو په خلاف یو اړخیز اوربند وکړ او په جمو او کشمیر کې یې لېبرېشن فرنټ د یوه سیاسي ګوند په توګه اعلان کړ. هماغلته یاسین ملک ژمنه وکړه چې د کشمیر کشالې د حل لپاره به نور د نه تاوتریخوالي لار غوره کوي. په همدغه کال د بېلتون غوښتونکو ډله رامنځ ته شوه چې دی یې هم له مهمو غړو و.
د تېرې لسیزې په منځ کې یاسین ملک د کشمیر کشالې د حلولو په موخه د "خپلواکۍ د سفر" په نوم د لاسلیکونو راټولولو بهیر وچلاوه. ښاغلي ملک غوښتنه کوله چې د کشمیر په اړه دې د پاکستان او هند تر منځ خبرو کې کشمیریانو ته کلیدي رول ورکړل شي او ده د همدې لپاره د هغه مهال له هندي لومړي وزیر منموهن سنګ سره هم کتلي وو.