تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وسله والو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر پولیسو برید کړی
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکي وايي، وسله والو کسانو پر هغه ګاډي برید کړی، چې ځايي پولیس یې لېږدول او درې سرتېري یې وژلي دی.
د ځايي پولیسو په وینا دې پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا درې وسله والو سري نګر ښار ته نژدې د پولیسو یوه مرکز ته پر روان ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
لومړي وزیر نرېندرا مودي د دې پېښې په هکله خواشیني څرګنده کړې او د نورو معلوماتو ورکولو امر یې کړی دی. چارواکي وايي، سیمه کلابند شوې او تالاشي پیل شوې ده.
د چارواکو په وینا برید هغه مهال وشو، چې پولیس سرتېري له دندې کمپ ته ستنېدل او وسله وال د شپې په تیاره کې وتښتېدل.
په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي، چې ټپیان شوي پولیس افسران غلام حسین او شفیق علي له پېښې وروسته د دوشنبې پر شپه مړه شول او دریم کس رمیز احمد بابا د سې شنبې پر سهار ساه ورکړه.
د کشمیر پولیسو مشر وجې کومار وايي، دوی داسې ''باوري ثبوتونه '' موندلي چې دا برید د جېش محمد ډلې یوې څانګې کشمیر ټایګرز لخوا تر سره شوی دی.
جېش محمد چې مرکز یې پاکستان کې دی، د هند، ملګرو ملتونو، بریتانیا او امریکا لخوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله وسله واله ډله ده.
دې ډلې د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د کشمېر هغه ځانمرګي برید مسوولیت منلی و، چې ۴۶ هندي پوځیان پکې وژل شوي وو.
د کشمير پخواني اعلی وزیر عمر عبدالله په یوه ټویټر پیغام کې دا برید غندلی دی.
هند او پاکستان دواړه پر ټول کشمیر د ملکیت ادعا کوي، خو دواړه اتومي ځواکونه یې پر یوه برخه کنټرول لري.
هند له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي، چې د دې هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د بېلتون پالو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.
له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې په کشمیر کې د ډیلي پر ضد تاوتریخوالی ډېر شوی او د امنیتي ځواکونو رویې پر ضد پراخ احتجاجونه شوي دي.
د یادونې ده، چې ۲۰۱۹ کال کې د لومړي وزیر نرېندرا مودي حکومت د یوه ځانګړي قانون له مخې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته ورکړل شوی ځانګړی حیثیت ختم کړ.