تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوې جوړې له ۶۰ کلونو ګډ ژوند وروسته شاوخوا ۹۰ کلنۍ کې واده وکړ
۹۱ کلن الېکس او ۸۹ کلنې جېن همېلټن لومړی ځل په ۱۹۵۶ کال کې د انګلستان برمېنګهم ښار کې یو بل ولیدل.
هغه مهال الېکس له بلې ښځې سره واده کړی و او جېن هم پلان لاره چې څو اوونیو کې له یو بل کس سره واده وکړي.
خو دوی ونه شوی کړی چې له یوه بله جلا ژوند وکړي له ۶ کلونو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د الیکس په ښار اېډنبرا کې خپل نوی ګډ ژوند پیل کړي.
دوی له هغه وخت راهیسې د یوې جوړې په توګه ژوند کوي او د پنځو لويو اولادونو مور او پلار دي خو په دې وروستیو کې یې پرېکړه وکړه چې خپل ګډ ژوند"رسمي کړي".
ښاغلي او اغلې همېلټن د شنبې په ورځ کلیسا کې واده وکړ.
د یادې ۶۰ کلنې جوړې په واده کې د دوی دوه لوڼې، زامن او ۱۱ لمسیانو ګډون کړی وو.
یاده جوړه وايي، دوی ډېر ښه واده درلود او راتلونکې میاشت به هنیمون یا د عسل میاشتې لپاره ځي.
اغلې همېلټن د بي بي سي رادیو سکاټلنډ برخې ته وویل: "زه ډېر ښه احساس لرم. موږ یوه په زړه پورې اوونۍ پای ته ور رسوله، یو په زړه پورې واده وه. "
"زموږ ټول اولادونه او لمسیان راغلل، زما مشره لمسۍ او د الېکس زوی زموږ سره وو."
مېرمن همېلټن وویل: "موږ کوژده نه ده کړې، خو یوازې څو اوونۍ وړاندې الېکس د تخت په څنډه ناست و او ويې ويل، موږ باید واده وکړو او همداسې وشول. "
"موږ ښې اړیکي لرو. موږ هم د ډېرو خلکو په څېر خپل منځ کې ډېرې ښکته پورته خبرې لرو خو هېڅ وخت مو په یو بل شک نه دی کړی."
'له ژونده خوند واخلئ'
نوي زوم الېکس وايي: "کله چې ما په لومړي ځل جېن سره ولیدل، ما هغې ته وکتل او فکر مې وکړ، دا هغه ښځه ده چې ما ټول عمر لټوله."
"موږ یو یا دوه ځله د واده کولو په اړه خبرې وکړې، خو موږ په کار کې ډېر بوخت وو او دا خورا مصروفه وه. "
ښاغلی الېکس وايي:"واده ډېر ښه و. موږ یوه په زړه پورې کورنۍ لرو چې ټول په ښه توګه سره را ټول شول. "
"موږ باید له ژونده ښه خوند واخلو او هره ورځ ښه ژوند تېر کړو."
جېن بیا وايي: "ما هېڅ شک نه درلود چې مونږ به پاتې ژوند هم يو ځای تېراوه هغه که د واده ګوتمۍ مې په لاس وي او که نه وي. "
نوموړې وویل: "کله چې ما د لومړي ځل لپاره له الېکس سره ولیدل، ما د هغه خوندوره موسکا ولیده."
"خو هغه واده کړی و او زما شپږ اوونۍ وروسته واده وو نو موږ فکر کاوه چې دا به شونی نشي."
آغلې جېن زیاتوي:"په پای کې موږ نشو کولی له یوه بله لېرې واوسو او په ۱۹۶۲ کال کې موږ سره یوځای شو."