بايډن: که چين پر تايوان بريد وکړي، پوځي مداخله کوو

US President and Japan Prime Minister press conference, in Tokyo

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن چین ته خبرداری ورکړی چې تایوان کې له خطر سره لوبې کوي. ده هوډ وښود که چېرته پر تایوان برید وشي نو د دغې جزیرې د خوندیتوب لپاره به پوځي مداخله کوي.

جاپان کې رسنیو سره د خبرو پر مهال ښاغلي بایډن د تایوان مسله پر اوکرایین د روسیې یرغل سره پرتله کړه چې له امله یې بیجېنګ قهرجن غبرګون وښود.

جو بایډن د ولسمشر په ډول اسیا ته په خپل لومړي رسمي سفر تللی او هلته به د امریکا په ملګرو هېوادونو وګرځي.

چین تایوان خپل یو جلا شوی ایالت بولي او باور لري چې بېرته یې باید هېواد سره یو ځای شي.

بایدڼ د تایوان په اړه څه وویل او ولې مهم دي؟

ښاغلي بایډن جاپان کې د هغه هېواد له لومړي وزیر فیومیو کېشیدا سره یو ځای رسنیو سره خبرې کولې چې یوه خبریال د تایوان د دفاع او ساتنې په اړه وپوښت.

د امریکا ولسمشر یې ځواب کې مخامخ د تایوان حالت پر اوکریین د روسیې یرغل سره پرتله کړ او ویې ویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین غواړي د "اوکرایین هویت له منځه یوسي".

ښاغلي بایډن وویل: "چین دا اوس هم له خطر سره لوبې کوي ځکه د تایوان هوايي کرښې ته نژدې نظامي الوتکې الوځوي."

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم تمه یې دا ده چې "چین به پر تایوان د یرغل هڅه ونه کړي" خو په وینا یې دا پر دې پورې تړاو لري چې "نوره نړۍ چین ته د داسې یو کار ناوړه پایلو په اړه څومره جدي خبرداری ورکوي".

له ده وروسته پوښتنه وشوه چې ایا د یرغل په حالت کې به امریکا مخامخ د تایون دفاع وکړي؟

جو بایډن وویل: "هو، موږ همدا ډول هوډ لرو. دا نظر چې تایوان په زور نیول کېدای شي سم نه دی. دا ډول یو کار به ټوله سیمه بې ثباته کړي او اوکرایین ته ورته یو حالت به رامنځته کړي."

خو ښاغلي بایډن د خپلو خبرو پر مهال دا یادونه هم وکړه چې د تایوان په اړه د امریکا پخوانۍ تګلاره نه ده بدله شوې.

دا په وروستیو میاشتو کې دویم ځل دی چې د امریکا ولسمشر په ښکاره دا وايي که چین پر تایوان یرغل وکړي نو امریکا به یې دفاع کوي او د ډېرو شنونکو په اند دا د امریکا په دریځ کې یو څه بدلون ښيي.

امریکا له پخوا راهیسې د چین او تایوان پر مسله یو ډول ناروښانه ستراتېژي لرلې.

امریکا تایوان سره رسمي دېپلوماتیکي اړیکي نه لري خو دغه هېواد سره د یوه تړون له مخې پرې وسلې پلوري چې وتوانېږي خپله دفاع وکړای شي.

A Xian H-6U in-flight refuelling tanker (C) flies in formation with a pair of Chengdu J-10 multirole fighter

د عکس سرچینه، Getty Images

ورته وخت کې امریکا چین سره رسمي او دېپلوماتیکې اړیکي پالي او د چین هغه دریځ مني چې د "یو چین تګلارې" په نوم پېژندل کېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن وویل: "تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده او په دې تړاو د هېڅ ډول جوړجاړي ځای نشته. "

ده زیاته کړه: "د تایوان او اوکرایین مسلې سره جلا دي. د دواړو پرتله کول ناسم کار دی. موږ یو وار بیا له امریکا غواړو چې د یو چین تګلاره وپالي."

چین او تایوان

د چین او تایوان اړیکي ولې خرابې دي؟ ۱۹۴۰مو کلونو کې د کورنۍ جګړې پر مهال چین او تایوان سره بېل شوي وو خو بیجېنګ تل دا خبره کوي چې تایوان به یو وخت بېرته چین سره یو ځای کېږی ان که په زور هم وي.

تایوان کې څه ډول حکومتولي ده؟ دغه هېواد خپل اساسي قانون لري، مشران یې د یوه دیموکراتیک بهیر له لارې ټاکل کېږي او نژدې ۳۰ زره پوځي ځواک لری.

څوک تایوان په رسمیت پېژني؟ د ګوتو په شمېر هېوادونه تایوان په رسمیت پېژني. ډېر نور بیا د چین حکومت د تایوان حکومت په توګه پېژني. امریکا تایوان سره رسمي اړیکي نه لري خو یو قانون لري چې له مخې یې باید تایوان سره مرسته وکړي چې وکولی شي د خپل ځان دفاع وکړي.