تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: پاکستان کې د اومېکرون دويمه بڼه ثبت شوې
په پاکستان کې د روغتيا ملي انستیتوت له لوري ویل شوي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د اومېکرون دویمې بڼې لومړنۍ مثبت ناروغ ثبت شوی دی.
دغه انستیتوت یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی، چې د کورونا احتیاطي تدابیر مراعت کړي او د یادې ناروغۍ ضد واکسین دي ولګوي.
د پاکستان د روغتيا ملي انستیتوټ پر خپله ټویټر پاڼه دغه خبر ورکړی او هم يې وګړیو ته د ماسک کارولو او د کورونا ناروغۍ ضد واکسینو لګولو وړاندیز کړی، تر څو د دې انستیتوټ په خبره د کورونا دغه نوې بڼې ناروغان زیات نه شي.
د روغتيا پوهانو په خبره د اومېکرون دغې بڼې مثبتې پېښې د امریکا په شمول په دیارلسو نورو هېوادونو کې هم ثبت شوې دي، خو تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې يې په امریکا کې رپوټ شوې دي.
په پاکستان کې د اپرېل میاشتې له وروستیو راهیسې هره ورځ د کورونا تر سلو کمې مثبتې پېښې ثبتېږي، چې د کورونا وبا له پیله همدا تر ټولو لږ مثبتې پېښې یادېږي.
له دې سره چې په پاکستان او افغانستان کې د کورونا وبا له امله د نورې نړۍ په څېر زیات مرګونه رپوټ نه شول، خو د روغتيا پوهانو په خبره ښايي یو لامل يې په یادو هېوادونو کې د مړیو د شمېر نه ثبت کېدل وي