دوبۍ ولې د شتمنو روسانو لپاره پر خوندي ځای بدله شوې؟

د خپرېدو وخت

دوبۍ اوس هغو شتمنو روسانو ته خوندي ځای جوړ شوی چې د اوکرایین جګړې له کبله پر روسیې د لویدیځ له لګول شویو بندیزونو په تېښته دي.

دوبۍ کې د سوداګرۍ مشرانو بي بي سي ته ویلي، په بې ساري کچه روسي میلیاردران او لوی کاروباریان متحده عرب اماراتو ته ورغلي دي.

رپوټ کې راغلي، د روسیې له خوا په دوبۍ کې د ملکیتونو پېر د ۲۰۲۲ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۶۷ سلنه لوړ شوی.

متحده عرب اماراتو د نورو هېوادونو په توپیر، تر دې دمه پر روسیې بندیزونه نه دي لګولې او نه یې هم د اوکرایین پر برید نیوکه کړې ده.

سره له دې چې کره شمېرې نه دي مالومې خو ویل کېږي چې، تېرو دوو میاشتو کې سلګونه زره خلک له روسیې وتلي دي.

یوه روسي اقتصاد پوه ویلي، د جګړې د پیل په لومړیو لسو ورځو کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ روسان له دغه هېواده نورو ته وتلي.

وېرټوزن، چې شرکتونو سره د خدماتو په تنظیم کې مرسته کوي وايي، په روسي پېرودونکو کې بې ساری زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې د رییس په ټکو"د جګړې له پیل راهیسې له موږ د روسانو د خدماتو د غوښتنې کچه پنځه برابره زیاته شوې"

نوموړي همدا راز ویلي "شتمن روسان اقتصادي کړکېچ ته اندېښمن دي، دوی ځکه دلته راځي چې خپله شتمني خوندي کړي."

دوبۍ ته د روسانو ورتګ دغه هېواد کې کورونه ګران کړي دي، ځکه چې روسان هڅه کوي هلته خپلو ځانونو ته کورونه واخلي.

د دوبۍ د املاکو ادارې د معلوماتو له مخې، د روسانو د ورتګ له دې څپې سره هلته د کورونو پېر د پخوا پرتله درې برابره لوړ شوی دی.

له جګړې وروسته ډېری روسي شرکتونه خپل برخلیک ته اندېښمن دي او هڅه کوي خپلې شتمنۍ او کاروبار خوندي ځای ته ولېږدوي

د (وي وای) شرکت بنسټ ايښودونکی روسی فواد فاتولیف وايي، ځکه یې متحده عرب اماراتو ته د وتلو لار غوره کړې چې دغه هېواد د سوداګرۍ لپاره خوندي چاپیریال لري.

هغه همدا راز زیاته کړې، روسي شرکتونه له خپل هېواده د وتلو په حال کې دي، ځکه چې د بندیزونو له امله ورته کار کول ستونزمن او له ننګونې سره مخ شوی. ډېریو لویدیځ شرکتونو روسي هغو سره اړیکې پرې کړې وې.

پر روسیې د بندیزونو له لګولو وروسته د دغه هېواد مرکزي بانک ته اجازه نه ورکول کېږي چې په بهرنیو بانکونو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پرتو شتمنتیو ته لاسرسی ومومي.

د روسیې دولت د خپلو زېرمو د خوندیتوب لپاره د خپلو خلکو پر شتمنیو بندیزونه لګولي او اجازه نه ورکوي چې له ۱۰ زره ډالرو زیات بهرنۍ پیسې له دغه هېواده وباسي.