مسکو: د وکرایین خلاف د تمام عیارې جګړې د اعلان هوډ نه لرو

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې هغه ګنګوسې "بې معنا" بللې او په کلکه رد کړې چې وايي دغه هېواد به راتلونکو ورځو کې د اوکرایین خلاف تمام عیاره جګړه اعلان کړي.
د ولادیمیر پوتین حکومت تر اوسه پر اوکرایین یرغل ته د جګړې نوم له ورکولو انکار کوي او "ځانګړي پوځي عملیات" یې بولي.
لوېدیځو چارواکو اټکل کړی چې پوتین ښايي د مې نهمې د بریا پرېټ پر مهال اوکرایین کې د پوځي ګامونو د پیاوړتیا اعلان وکړي.
روسیه هر کال د مې نهمه دویمه نړیواله جګړه کې د نازیانو خلاف د بریا په یاد پر سترو او پرتمینو پوځي مراسمو لمانځي.
د بریتانیا دفاع وزیر بېن والېس هم تېره اوونۍ وویل چې مسکو کې دغه پوځي پرېټ ښايي د لا ډېرو ځواکونو چمتو کولو او اوکرایین کې د جګړې ملاتړ لپاره وکارول شي.
د کرملېن ماڼۍ ویاند دېمیتري پېسکوف ویلي په دې تړاو خپرې شوې ګنګوسې له سره رښتیا نه دي.
مسکو وايي د اوکرایین عملیات یې د دغه هېواد د ناپوځي کولو او له نازیانو پاکولو لپاره پیل کړي.
خو مسکو تورن دی چې د دغو مصطلحاتو په کارولو سره غواړي خپل یرغل توجیه کړي.
رپوټونه وايي روسیې سږ کال پر مسکو سربېره د اوکرایین سویلي ماریوپول ښار کې هم دغه پوځي پرېټ ته چمتووالی نیولی.
د ماریوپول له یوې صنعتي تراړې پرته چې د اوکراییني ځواکونو وروستی مورچل دی، نور ټول ښار روسي ځواکونو نیولی دی.
تازه رپوټونه وايي چې روسي ځواکونو د ملکي خلکو تر وتلو وروسته د پولادو پر ازوفسټال کارخانې بېرته بریدونه پیل کړي او هلته له وروستیو کلابندو اوکراییني ځواکونو سره اړېکه پرې شوې ده.
روسیې ځواکونو لخوا د څو اونیو کلابندۍ او درنې بمبارۍ له کبله ماریوپول ته ډېر زیان اوښتی او ډېرې سیمې یې په کنډوالو اوښتې دي.
اوکرایینۍ سیاستوالې الیونا شکروم بي بي سي ته ویلي چې ګومان کوي د مې د نهمې په را رسېدو سره به اوکرایین کې وضعیت نور هم کړکېچن شي.
هغه پر ماریوپول سربېره په پلازمېنه کیېف، اوډېسا او نورو ښارونو باندې هم د سخت وخت د راتګ وړاندوېنه کړې ده.




















