تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا: روسي ځواکونو په اوکرایین کې پاموړ پرمختګ کې پاتې راغلي
د بریتانیا دفاع وزارت کې د دفاعي استخباراتو څانګه (ای ډي) وايي، د اوکرایین ځوابي بریدونو له کبله روسي ځواکونه نه دي توانېدلي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکرایین جګړه کې پاموړ پرمختګ وکړي.
د دې اداري وروستي معلومات ښيي چې د روسیې هوايي او سمندري ځواکونه د اوکراییني هوايي او سمندري ځواکونو اغېز کمولو یا کنټرول کې باتې راغلي چې وړتیا یې کمه او پرمختګ وکړي.
بریتانوي استخبارات وايي، د روسیې له لوري د اوکرایین په سویل ختیځ کې د ماریو پول ښار نیولو له ادعا سره - سره هلته درنه جګړه روانه ده، چې د ښار نیولو لپاره یې د روسي پوځونو هڅې ټکنۍ کړې دي.
د مسوولینو په وینا دې سره د دنباس سیمه کې د دوی 'روسیانو ' له هیلې سره سم پرمختګ سوکه شوی دی.
د یادونې ده، چې روسیې روانه اونۍ په اوکرایین کې د خپلو 'ځانګړو پوځي عملیاتو دویم پړاو ' اعلان کړ او په وینا یې تمرکز به د دنباس سیمې پر کنټرول ورټول کړي.
روسیې دا اعلان د پلازمېنې کیېف په ګډون د اوکرایین په شمال ختیځ کې د مهمو ښارونو په نیولو کې له پاتې راتلو وروسته وکړ.
زېلینسکي: روسیه غواړي پر نورو هېوادونو یرغل وکړي
له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل یوازې پیل دی او روسیه غواړي پر نورو هېوادونو هم یرغل وکړي.
ښاغلي زېلینسکي د یوه روسي قومندان څرګندونو ته په اشارې سره دا څرګندونې کړې چې وايي، روسي پوځونه ځکه د اوکرایین پر لوېدیځ کنټرول ترلاسه کوي چې له دې لارې د مالدوا بېلتون پالې سیمې ته رسېدل غواړي.
د یادونې ده، چې د روسیې بوه لوړپوړي برید جنرال رستم مینیکایېف له دولتي رسنیو سره خبرو کې ویلي، روسیه د اوکرایین پر ټوله سویلي برخه او دنباس سیمه کنټرول ترلاسه کول غواړي.
د جنرال مینیکایېف له قوله ویل شوي چې دې سره به روسیه له کریمیا سیمې سره تړاو ومومي.
نوموړي دغه راز ویلي، دې سره به روسیه د مالدوا ترانزنیستریا سیمې بېلتونپالو ته هم لاسرسی ومومي. ترانزنیستریا یوه کوچنۍ سیمه ده، چې د اوکرایین له لوېدیځ سره پوله لري.
ښاغلي زېلینسکي په دې هکله برايي پخپله وینا کې وویل:
''ښه نو، دا یوازې هغه څه تاييدوي کوي چې ما څو ځله ویلي دي. پر اوکرایین د روسیې یرغل یوازې پیل و، روسیه غواړي نور هېوادونه هم ونیسي. ''
نوموړي زیاته کړه، ''بې له شکه موږ به د روسیې فدراسیون دې هیلې له منځه وړلو لپاره تر څو چې اړینه وي، له ځانه به دفاع وکړو، خو هغه هېوادونه چې زموږ په څېر پر مرګ د ژوند بری مهم بولي باید له موږ سره اوږه په اوږه دې جګړه کې برخه واخلي. دوی باید زموږ مرسته وکړي، ځکه موږ د دې لاري لومړني هغه یو، راتلونکی وار به د چا وی؟ هغه څوک چې نوبت یې له موږ وروسته دی، که غواړي چې بې پرې پاتې شي او فکر کوي چې داسې به څه نه بایلي، تاواني شرط لګوي، ځکه هر څه به له لاسه ورکړي. ''
د یادونې ده، چې مالدوا د برید جنرال رستم مینیکایېف دې څرګندونو په تړاو د روسیې سفیر احضار کړی دی.
ګوتېرش له پوتین سره مسکو کې او له زېلینسکي سره کیېف کې ویني
په پام کې ده، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش راتلونکي اونۍ د روسیې او اوکرایین له مشرانو سره جلا - جلا وویني.
ښاغلی ګوتېرش به پر سې شنبه له ولسمشر ولادیمر پوتین سره مسکو وویني او وروسته به د دې هېواد له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم د ډوډۍ پر مهال خبرې وکړي.
په همدې لړ کې به نوموړی پر پنجشنبه په کیېف کې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمر زېلینسکي او بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا سره وویني.
په دا وروستیو کې د ملګرو ملتونو پر عمومي منشي فشار ډېر شوی، چې په دې بحران کې د منځګړي رول په زیاته فعاله توګه ولوبوي.
د دواړو هېوادونو مشرانو ته په ملګرو ملتونو کې د دوی استازولیو له لارې لیکونو نوموړي ''په اوکرایین کې د سولې او هراړخیزتوب د راتلونکي په تړاو د سملاسي اقداماتو '' غوښتنه کړې ده.
دواړه روسیه او اوکرایین د ملګرو ملتونو له موسسو غړو هېوادونو دي.