د بریتانیا لومړی وزیر هند ته ځي؛ نوي ډيلي سره د دفاعي اړیکو پیاوړتیا غواړي

د خپرېدو وخت

ټاکلې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن روانه اوونۍ هند ته ولاړ شي. د هغه دا سفر پخوا پلان شوی خو د کورونا وبا له کبله وځنډېد.

ټاکلې هغه د جمعې پر ورځ نوي ډیلي کې له خپل هندي همپوړي 'نرېندرا مودي' سره وګوري او د خپلمنځي دفاعي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا وسره وغږېږي.‌

دا د بریتانیا لومړي وزیر په توګه هند ته د ښاغلي جانسن لومړنی سفر دی.‌

بریتانیا پر اوکرایین د روسیې یرغل ته په کتو هڅه کوي‌ هند قانع کړي چې پر مسکو تکیه کمه کړي.‌

د بریتانیا بهرینو چارو وزیره لیز ټروس هم د همدغو هڅو لړ کې تېره میاشت نوي ډيلي ته تللې وه.‌

هغې غوښتل چې هند پر روسیې بندیزونه ولګوي‌ او له بریتانیا سره د سوداګرۍ،‌ دفاع،‌ انرژۍ او د خوړو د امنیت برخو کې همکاري پراخه کړي‌.‌

د هند حکومت تر دې دمه د اوکرایین د جګړې له کبله پر مسکو نیغ په نیغه نیوکه نه ده کړې.‌

دغه هېواد ان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې هم خپله رایه د روسیې د یرغل د غندلو لپاره ونه کاروله.‌

ټاکلې ښاغلی جانسن ددغه سفر په لړ کې د پنجشنبې پر ورځ ګوجرات ایالت ته ولاړ شي او د ساینس، روغتیا او ټکنالوجۍ په ګډون ځینو برخو کې پانګونه اعلان کړي.

ګجرات د هند پنځم ستر ایالت دی.‌

ستراتیژیک ملګری

د بریتانیا لومړي وزیر د خپل دغه سفر په درشل کې هند ستراتیژیک ملګری بللی دی.‌

هغه ویلي: "په داسې حال کې چې زموږ سوله او سوکالي د زورواکو دولتونو لخوا له خطر سره مخ ده،‌ نو دا اړینه ده چې دېموکراسۍ او ملګري سره نږدې پاتې شي."

ښاغلي جانس هند ستر اقتصادي‌ ځواک او د نړۍ تر ټولو ستره دېموکراسي بللې او ویلي یې دي‌ چې دغه هېواد د بریتانیا لپاره ارزښتمن ستراتیژیک ملګری دی.‌

نوموړي ویلي دغه سفر کې یې داسې مسایل رانغاړل کېږي چې د دواړو هېوادونو خلکو ته د کارموندنې،‌ اقتصادي ودې،‌ د انرژۍ امنیت او دفاع لپاره اهمیت لري.‌

هند ته د بریتانیا د لومړي وزیر دا سفر د تېر کال همدا میاشت پلان شوی و خو تر هغې وروسته وځنډېد چې د هند نوم د کورونا وېروس وبا له کبله د بریتانیا سور لېست ته ولوېد.‌

د دغه لېست له مخې د هند بریتانیا ته تلونکي کسان باید ۱۰ ورځې هوټل کې قرنتین شوي وای.‌

د هغه ددغه سفر د ځنډېدو یو بل لامل دا وی چې بریتانیا کې هم د کورونا وبا بندیزونه اعلان شوي‌ وو.‌