تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین خپلو پوځیانو ته امر کړی چې د ماریوپول ښار د پولادو کارخانې کلابندي سخته کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې د اوکرایین په کلابند ښار ماریوپول کې د پولادو پر هغې کارخانې یرغل و نه کړي، چې اوکراییني پوځیان پکې ایسار پاتې دي.
نوموړي ويلي دی غواړي چې دا کارخانه په خوندي ډول کلابنده وساتل شي.
ویل کېږي، په دې لویه کارخانه کې له نژدې ۱۰۰۰ ملکي کسانو سره یو ځای هغه اوکراییني پوځیان ځای پر ځای شوي، چې د ماریوپول ښار دفاع کوونکو وروستۍ ډله بلل کېږي.
پوتین دا امر د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره خبرو کې کړی، چې د روسیې رسنیو هم خپور کړی.
پوتین په دې لیدنه کې خپل دفاع وزیر ته له هغه وروسته (د ماریوپول ازادۍ) مبارکي ورکوي، چې ښاغلی شویګو د ماریو پول نیولو ادعا کوي.
شویګو له دې مخکې پوتین ته وویل، چې په کارخانه کې اوس هم تر ۲۰۰۰ پورې اوکراییني پوځیان شته، چې په وینا یې خورا ستر ځمکتل لري.
پوتین په دې لیدنه کې دفاع وزیر ته وايي، دا صنعتي سیمه باید مهرلاک شي، داسې چې یو مچ هم له هغه ځایه تېښته و نه کړي.
نوموړی وايي، دا به عملي نه وي چې پر یوه پراخ صنعتي ځای یرغل وشي، چې تر ۲۰۰۰ پورې اوکراییني پوځیان پکې دي او په وینا یې دا پرېکړه د روسي پوځیانو ژوند ژغورنې په پار شوې.
په دې کارخانه کې ځای پر ځای شوي پوځیان د ښي اړخه ازوف ډلګۍ اړوند دي، چې له اوکراییني سمندري ځواکونو سره هم تړاو لري.
اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي دا جنګیالي تر څو اونیو پورې د روسي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت له کبله ستایلي دي.