تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې ځینې هندیان د نورو پرتله کم عمرۍ کې مري
- Author, ساوتېک بېسواس
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
هند کې د یوه وګړي اوسط عمر ۶۹ کاله دی. یو نوی زېږېدلی هندی ماشوم تمه لرلی شي، تر ۶۹ کالو به ژوند وکړي چې له نړیوالې کچې یوازې درې کاله کم دی.
خو د نویو څېړنو له مخې، د دغه هېواد د بېلا بېلو ټولنو او توکمونو تر منځ د عمر منځنۍ کچې او د ژوند کیفیت تر منځ نا انډولي په پراخېدو ده.
ادیواسیز یا بومي هندیان، مسلمانان او د دلېت ټبر وګړي د هغو هندیانو پرتله چې د ټولنې د لوړ پوړ وګړي ګڼل کېږي، ډېر له دې خطر سره مخ دي چې کم عمر کې مړه شي.
دا پایلې هغې څېړنه کې موندل شوي چې دریو هندیو څېړونکو سنګیتا ویاس، پایل هاتي او اشیش ګوپتا کړې دي.
دوی د هند په نهو ایالتونو کې د څه باندې ۲۰ میلیون وګړو رسمي روغتیايي مالومات څېړلي.
څېړنې په ډاګه کړې چې ادیواسیز او دلېت وګړي د هند د نورو ټبرونو وګړو پرتله له دریو تر څلورو کلونو کم ژوند کوي. د مسلمانانو ژوند بیا په منځنۍ کچې یو کال کم ښوول شوی.
راځئ چې د دغې څېړنې شمېرې له جنسيتي پلوه هم وګورو.
په هند کې د هغو ټولنو یا ټبرونو ښځې چې تر ډېره ګوښې او وروسته پاتې ګڼل کېږي - اوسط عمر یې په لاندې ډول ښوول شوی.
ادیواسي ښځې - ۶۲.۸ کاله، دلېت ښځې - ۶۳.۳ کاله، مسلمانې ښځې - ۶۵.۷ کاله… داسې حال کې چې د ټولنې د لوړ پوړ هندۍ ښځې په اوسط ډول ۶۶.۵ کاله ژوند کوي.
د سړو لپاره شمېرې په لاندې ډول دي.
ادیواسي - ۶۰ کاله، دلېت - ۶۱.۳ کاله، مسلمانان - ۶۳.۸ کاله… داسې حال کې چې د ټولنې د لوړ پوړ هندي سړي په منځنۍ کچې ۶۴.۹ کاله ژوند کوي.
د څېړونکو په اند د عمر منځنۍ کچې تر منځ دغه ډول نا انډولي امریکا کې د تورپوستو او سپین پوستو وګړو سره پرتله کېدلی شي.
هند په تېرو څو لسیزو کې روغتیايي برخه کې د پرمختګ او روغتیايي خدمتونو ته د پراخ لاسرسي له امله په دې برخه کې ډېرې لاستې راوړنې لرلي.
نیمه پېړۍ وړاندې هندي وګړي تر پنځوس کلنۍ هم ژوندي نه پاتې کېدل خو اوس دا دی په منځنۍ کچه نژدې ۲۰ کاله ډېر ژوند کوي.
بد خبر یې ښايي دا وي چې، که څه هم د ټولنې د هر پوړ وګړي لپاره د اوسط عمر کچه لوړه شوې خو ورسره د ټولنې د لوړو او ټیټو پوړونو وګړو تر منځ ناانډولي په پراخېدو ده.
هند په نړیواله کچه کې د بې وزلو، وروسته پاتې او ګوښه شویو ټولنو تر ټولو ډېر وګړي لري.
د څېړونکو په اند ۱۲۰ میلیونه ادیواسیز یا بومي هندیان د هندۍ ټولنې هغه لږکي دي چې د دغه هېواد په تر ټولو لرو پرتو سیمو او بدې بې وزلۍ کې ژوند کوي.
په سیاسي او ټولنیزه کچه له عامه پوهاوي سربېره هم ۲۳۰ مېلیونه دلېت وګړي په ورځنۍ کچه له توکمیز چلن سره مخېږي.
د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانان چې په نړیواله کچه په کوم هېواد کې د مسلمانانو درېیم تر ټولو لوی شمېر دی - بې وزلۍ کې ژوند کوي، د پرمختګ فرصتونه ورته کم دي او له مذهبي تاوتریخوالي سره مخ دي.
خو د دغو بېلا بېلو ټولنو د وګړو تر منځ د منځنۍ کچې عمر او ژوند کیفیت په برخه کې ناانډولي ولې ډېره ده؟
څېړونکي وايي، د اوسېدو سیمه او ځای، شتمني او ښه چاپېریال کې ژوند د ناانډولۍ ځینې لاملونه دي خو دا چې توکمیز چلن د عمر په کموالي څومره اغېز لرلی شي، په دې تړاو لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
ځینې شواهد شته چې په ښوونځیو، کاري ځایونو او ټولنه کې توکمیز چلن د خلکو پر فزیکي او رواني روغتیا ناوړه اغېز لري چې کېدلی شي د جدي رواني ناروغیو لامل شي.
د توکمیز چلن ښکار شوي هندیان تر ډېره دلېت، ادیواسیز یا مسلمانان دي چې د لوړ پوړ هندیانو پرتله روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی کم لري او د تعلیم کچه هم په کې ټیټه ده.
هند کې د معلوماتو د ثبت ناوړه سیستم هم یوه ستونزه ده.
هر کال نژدې ۱۰ میلیونو مړینو کې شاوخوا د ۷ میلیونه مړو شویو کسانو د مرګ لامل نه وي په ډاګه شوی او نژدې د درې میلیونه کسانو مرګ خو بېخي ثبتېږي نه.
د ټولنې د بېلا بېلو ټبرونو او پوړونو د خلکو تر منځ د ناانډولۍ ستونزه یوازې هند کې نه ده. د امریکا، اسټرالیا او بریتانیا په څېر هېوادونو کې هم دا ستونزه شته.
خو د کارپوهانو په اند هند لا ډېرو څېړنو ته اړتیا لري چې په ډاګه کړي، څه ډول توکمیز چلن او اسانتیاوو ته نه لاسرسی کم عمرۍ کې له مرګ سره تړلي دي.