تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په هند کې احتجاجونه
د خپرېدو وخت
د دې تېر دسمبر له لومړيو، هند د تابعيت نوي قانون پرسر د پراخو لاريونونو او احتجاجونو ليدونکی و. دغه قانون ته د مسلمانانو ضد او هم يې د هېواد له اساسي قانونه د سرغړونې په سترګه کتل کېږي. د پلازمېنې ډيلي مسلمان مېشتې شاهين باغ سيمه د احتجاجونو په يو مرکز اوښتې، چې زګونه ښځې په کې له څه د پاسه يوې مياشتې راهيسې شپه ورځ په احتجاجي پرلت ناستې دي، او د هند تابعيت بدلون قانون پر وړاندې د خپل مخالفت غږ پورته کوي. بي بي سي د يوې کورنۍ دريو نسلونو سره خبرې کړې، چې په منظم ډول دې پرلت کې برخه اخلي.