د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې روانډا ته د پناه غوښتونکو استولو پروګرام دفاع کړې

پریټي پټېل او د روانډا بهرنیو چارو وزیر وینسینټ بیروتا وايي، د دوی شریک پروګرام 'نوښتګر' دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پریټي پټېل او د روانډا بهرنیو چارو وزیر وینسینټ بیروتا وايي، د دوی شریک پروګرام 'نوښتګر' دی.
د خپرېدو وخت

د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل هغو کسانو څرګندونو ته غبرګون څرګند کړی، چې روانډا ته د پناه غوښتونکو استولو پر پرېکړه نیوکې کوي.

اغلې پټیل وايي، دغه کسان نه دي توانېدلي بدیل وړاندې کړي. په ټایمز ورځپاڼه کې د روانډا له بهرنیو چارو وزیر سره یوه شریکه لیکنه کې اغلې پټیل وايي، د انساني قاچاقبرو 'خونړۍ سوداګرۍ ' مخنیوي لپاره یې نوښتګر پرواګرام وړاندې کړی دی.

نوموړې وايي 'هیڅ یو بشر دوست هېواد ' د خلکو د داسې کړاو دوام اجازه نه شي ورکولای.

دا په داسې حال کې ده، چې د بریتانیا کنټربري سیمې مذهبي مشر وايي، د دې پروګرام په هکله 'جدي اخلاقي پوښتنې شته. '

اغلې پټېل او د روانډا بهرنیو چارو وزیر وینسینټ بیروتا بیا وايي، د بشري بحرانونو او انساني قاچاق له کبله په نړیواله کچه د پناه اخیستو نظام 'ماتېږي '.

دوی وايي، د بریتانیا هغه پروګرام چې له مخې به یې ځینې پناه غوښتونکي روانډا ته استول کېږي او هلته به د مېشت کېدو غوښتنلیک وړاندې کولای شي، هغو کسانو ته به خوندیتوب ورپه برخه کړي، چې ژوند یې په خطر کې دی.

دوی دغه راز وايي، په روانډا کې د همدې پروګرام لپاره د بریتانیا لومړنۍ ۱۲۰ میلیونه پاونډه پانګونه به د اقتصادي لاملونو له کبله د کډوالۍ مخه ونیسي.

ویل کېږي له روانډا سره د دې هوکړې له مخې به یو شمېر پناه غوښتونکي بریتانیا ته استول کېږي.

بل لور د بریتانیا حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دوی به د 'یو شمېر زیاتو زیانمنونکو کډوالو ځای پر ځای کولو چاره کې له روانډا سره مرسته وکړي. '

د پروګرام له مخې به لومړی هغه مجرد نارینه پناه غوښتونکي روانډا ته استول کېږي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې تر غور لاندې وي.

هغه کسان به بیا وکولای شي په دې هېواد کې پاتې شي، چې غوښتنلیک یې ومنل شي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په ګډون مدني فعالانو پر دې پروګرام نیوکې کړې او وايي، د بریتانیا هغه پلان چې غواړي یو شمېر پناه غوښتونکي روانډا ته واستوي، له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د یو این ایچ سي ار مسوولینو په خبره د کډوالو له حیثیته د مسوولیت لېږدولو هڅه د منلو نه ده.