تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان؛ شهباز شریف ته د امریکا مبارکي، عمران خان 'د ټاکنو تر مهاله' د مظاهرو ګواښ وکړ
د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان نوي لومړي وزیر محمد شهباز شریف ته د مبارکۍ پیغام استولی.
د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له لوري ښاغلي شریف ته په یوه استول شوي پیغام کې ویل شوي:
''نژدې ۷۵ کاله کېږي چې د ګڼ شمېر دوه اړخیزو مسایلو لړ کې پاکستان د امریکا ملګری هېواد دی او موږ د دې تړاو درناوی کوو، امریکا نوي لومړي وزیر ته مبارکي وايي او موږ له پاکستان سره اوږدمهاله همکارۍ ته هیله من یو. ''
د بهرنیو چارو زارت ویاند نیډ پرایس په یوه ټویټر پیغام کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي: ''امریکا یو پیاوړی، اسوده او ولسواک پاکستان د دواړو هېوادونو په ګټه بولي. ''
بل لور د پاکستان له واک لېرې کړل شوي لومړي وزیر عمران خان په پېښور کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال یو ځل بیا د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګارکړی او ګوتڅنډنه یې وکړه تر هغه چې د ټاکنو اعلان نه وي شوی دوی به سړکونو ته راوځي، مظاهرې او لاریونونه به کوي.
ښاغلی خان چې درې ورځې وړاندې د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د نه باور رایې په ترڅ کې له واکه لېرې کړل شو په خپله لومړنۍ ویناکې وویل: "اوس د دې وخت را رسېدلی چې پرېکړه وکړو ایا موږ غلامې غواړو که ازادي".
عمران خان د شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت او د ده له واکه لېرې کېدل یو ځل بیا 'بهرنۍ توطیه ' یاده کړه.
نوموړي په ځانګړې توګه دامریکا نوم واخیست چې د ده په وینا "غله" یې پر پاکستان مسلط کړي دي.
خو امریکا دا ادعاوې رد کړې دي.
ښاغلي خان د پاکستان له عدلیې هم ګیله وکړه او زیاته یې کړه: "ما څه جرم کړی و چې تاسو د شپې ۱۲ بجې محکمې پرانیستلې، ما هېڅکله خلک دعدلیې او ادارو پر ضد نه دي پارولي."
عمران خان دا نیوکې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان فدرالي تحقیقي ادارې 'ایف ای اې ' د سې شنبې پر ورځ یو شمېر کسان نیولي چې په وینا یې د پاکستان پوځ او عدلیې پر ضد یې د خواله رسنیو له لارې کمپاین کاوه.
د دې ادارې یوه چارواکي په وینا له پېښور، کراچۍ، لاهور او ملتانه داسې یو شمېر کسان نیول شوي، او د خواله رسنیو داسې دوه زره حسابونه معلوم شوي، چې د پاکستان پوځ او د پوځ مشر پر ضد یې تبلیغاتي کمپاین کاوه.
له لاهوره نیول شوی کس د یوه سیاسي ګوند اړوند بلل شوی.
عمران خان بیا دې موضوع ته په اشارې سره د پېښور غونډه کې وویل: ''شهباز شریف ته چې د خواله رسنیو کاروونکو پر ضد عملیات کوې، که زه وغواړم د پټېدو ځای به پیدا نه کړې. ''
د تحریک انصاف د پېښور غونډې ته په اشارې چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود عمران خان وویل، ''په غور سره واورئ! دا د اویایمې لسیزې پاکستان نه دی، دا د نن ورځې نوی پاکستان دی، د هوښيارو خلکو او د خواله رسنیو پاکستان دی. ''
عمران خان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د نورو جلسو او احتجاجونو اعلان هم وکړ.