عمران خان ولې د لومړي وزیر ټوېټر اکاونټ شهباز شریف ته نه دی سپارلی؟

ټوېټر

د عکس سرچینه، Twitter

    • Author, عمر دراز ننګیانه
    • دنده, بي بي سي لاهور
  • د خپرېدو وخت

عمران خان د لومړي‌ وزیر له رسمي ټوېټر اکاونټ خپل وروستی پېغام د روانې اپرېل میاشتې پر نهمه نېټه خپور کړ. په همدې شپه ده د نه باور رایې تحریک کې ماتې وخوړه او نور لومړی وزیر پاتې نه شو.

پخپل وروستي ټویټ کې عمران خان د پاکستان پوځي ادارو ته په بریا سره د شاهین-درې توغندي د توغولو مبارکي وویله. پر دغه پېغام په څو ساعتونو کې تر ۱۶ زرو ډېرو خلکو د خوښې تڼۍ کېکاږله.

د لومړي وزیر دغه رسمي یا سرکاري ټوېټر اکاونټ په ۲۰۱۸ کې د پاکستان د دووېشتم لومړي وزیر په توګه د عمران خان دفتر فعال کړ چې شاوخوا درې نیم میلیون فالورز یا څارونکي یې وموندل.

خو د مخکېني لومړي وزیر له تګ سره سم دا رسمي ټوېټر اکاونټ هم تړل شوی او پکې خپرې شوې ټولې لیکنې ارشیف کړای شوې دي. مانا دا چې دغه اکاونټ اوس څوک نشي کارولی.

اوس د نوي لومړي‌ وزیر شهباز شریف لپاره نوی ټوېټر اکاونټ جوړ شوی چې په یوه ورځ کې یې د څارونکو یا فالورز شمېر تر یوولس زرو واوښت. ځینو اوس پر خواله رسنیو دغه پوښتنه راپورته کړې ده چې مخکېني واکمن ګوند ولې د لومړي وزیر رسمي ټوېټر نوي حکومت ته ورنکړ او بند یې کړ.

د انس ملک په نوم یوه خبریال لیکلي، 'دا ډيجيټل میراث او په اصل کې د حکومت ملکیت و. لکه چې لېږدولو ته یې لارې چارې نه وې برابرې شوې'.

د دغه کس په ځواب کې د سمیر په نوم یوه بل کاروونکي بله پوښتنه کړې،‌ چې د کوم قانون له مخې دا اکاونټ د پاکستان حکومت ملکیت و؟ 'که دا د حکومت ملکیت او د یوه قانون پر بنسټ جوړ شوی وي نو د تحریک انصاف (د عمران خان ګوند) ملکیت نشي کېدلی او بېرته ترې اخېستل کېدای شي'.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خواله رسنیو یوه بل کاروونکي د پاکستان د مسلم لیګ نوازشریف ګوند حکومت ته په اشارې سره ویلي‌ چې په تېر کې د هغه حکومت هم د خواله رسنیو اکاونټونه نوي حکومت ته نه وو تسلیم کړي او ارشیف کړي یې وو. 'کله چې فشار پرې زیات شو نو هغه اکاونټونه یې له منځه یوړل. زه یې ارشیف کولو سره جوړ یم خو دا د سیاسي ګوندونو نه بلکې باید د حکومت د ډيجيټل برخې ملکیت و اوسي'.

پر خواله رسنیو چې کومې پوښتنې شوې دي په اصل کې په پاکستان کې دننه قانون ته د ژمنتیا په برخه کې بنسټيزه مسئله ده. او دا پوښتنه راولاړوي چې په دغه هېواد کې داسې کوم قانون شته چې پرې ثابته شي د خواله رسنیو رسمي اکاونټونه د 'حکومت ډيجیټل میراث' دی؟ که د حکومت ملکیت نه وي نو د حکومت له بدلون سره نوي حکومت ته ورلېږدول کېدای شي؟

د لومړي وزیر ټوېټر اکاونټ ولې ارشیف کړای شو؟

د مخکېني واکمن ګوند (تحریک انصاف) د ډيجيټل رسنیو برخې عمومي مسول عمران غزالي بي بي سي ته وویل، 'د لومړي وزیر رسمي اکاونټ په نوره نړۍ کې شته مثالونو ته په کتو ارشیف کړای شوی دی'.

ښاغلي غزالي د امریکا مثال ورکولو سره وویل چې هلته هم د ولسمشر ټوېټر اکاونټ د نوي ولسمشر له راتګ سره ارشیف کېږي. د ولسمشر باراک اوباما او ډونالډ ټرمپ اکاونټونو سره همداسې وشول. ځکه خو اوس په پاکستان کې د نوي لومړي‌ وزیر راتګ سره هغه ته نوی اکاونټ جوړ کړای شوی او اوس فعال دی.

خو په امریکا کې ارشیف شوي اکاونټونه د دغه هېواد د ملي ارشیف ادارې ته سپارل کېږي او پر پخواني هغه ښکاره لیکل کېږي چې اوس یې رسمي دريځ بدل شوی دی.

خو په پاکستان کې داسې نه کېږي. که څه هم عمران غزالي وايي چې د مخکېني لومړي‌ وزیر له ټوېټر اکاونټ پرته پر نورو خواله رسنیو شته اکاونټونه یې نه دي‌ ارشیف شوي او نوي حکومت ته سپارل شوي‌ دي.

ښاغلی غزالي وايي، 'د پاکستان حکومت ټول ډيجيټل ملکیتونه لکه ټوېټر، فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب او لېنکډاېن-چې پخوا زموږ د ډيجيټل رسنیو برخې چلول- اوس د اطلاعاتو وزارت چارواکو ته سپارل شوي دي'.

شهباز شریف

د عکس سرچینه، Twitter/@PMLN

د لومړي وزیر میلیونونه څارونکي به څنګه شي؟

مخکېني لومړي وزیر عمران خان دوه ټوېټر اکاونټونه درلودل. یوه یې شخصي دی او بل یې د لومړي وزیر په توګه درلود. د لومړي وزیر پر رسمي ټوېټر اکاونټ یې شاوخوا درې نیم میلیون څارونکي یا فالورز درلودل او ټول اوس هم له دغه اکاونټ سره دي.

خو پر شخصي اکاونټ یې د څارونکو شمېر شپاړس میلیونو ته رسېږي. نو اوس امکان شته چې د ارشیف شوي رسمي اکاونټ څارونکي د نوي حکومت ټوېټر اکاونټ ته ولېږدول شي؟ د پنجاب د مخکیني مشر وزیر د خواله رسنیو سلاکار اظهر مشواڼی وايي، نوی حکومت له ټوېټر ادارې دا غوښتنه کولای شي. خو په خبره یې، دا د ټوېټر ادارې په واک کې ده چې څه پرېکړه کوي.

په پاکستان کې د ډيجيټل ملکیتونو په اړه کوم قانون شته او که نه؟

په پنجاب ایالت کې د مشر وزیر عثمان بزدار ټوېټر اکاونټ د هغه د ډیجيټل رسنیو برخې چلاوه. اظهر مشواڼی وايي، که څه هم عثمان بزدار له واکه لرې شوی و خو بیا هم د هغه اکاونټ د رسنیو برخې فعال ساتلی و ځکه چې دی د تحریک انصاف د مرکزي کمېټې غړی و'.

د پنجاب ایالت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیکرټر راجه جهانګیر بي بي‌ سي ته وویل چې په پاکستان کې دننه د ډيجيټل رسنیو اکاونټونو په اړه کوم قانون نشته. ځکه یې د فعالیت یا نه فعالیت په اړه ځينو شته روایتونو او مثالونو ته په کتو پرېکړه کېږي.

'د حکومت د بېلا بېلو ادارو د خواله رسنیو اکاونټونه رسمي وي نو ځکه د حکومتونو له بدلون سره له منځه نه ځي. خو که دغه اکاونټونه په یوه سیاسي کس پورې تړلي وي نو د هغه خپل ګوند یې د سمبالښت واک لري'.

راجه جهانګیر وايي چې په نړېواله کچه هم همدا دود دی او دا د دې ښکارندويي کوي چې هېڅکله باید شخصي اکاونټونه له حکومتي هغو سره ونه تړل شي او دواړه باید سره بېل وساتل شي.