جنرال باجوه: امریکا سره ښې اړیکې غواړو؛ افغان طالبانو سره دې مرسته وشي

جنرال باجوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، هېواد یې د چین تر څنګ له امریکا سره تاوده ستراتيژیک اړیکي لري او غواړي له دواړو هېوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکړي.

پلازمېنه اسلام اباد کې 'د امنیت مذاکرات ' په نامه غونډې پر دویمه ورځ جنرال باجوه وویل، پاکستان د یوه یا بل لوري په کمپ کې د پاتې کېدو پر سیاست باور نه لري.

د نوموړي په وینا هېواد یې له نورو هېوادونو سره اړیکي د یوه او بل متحد هېواد د اړیکو په بیه نه رامنځته کوي.

ښاغلی باجوه وايي، پاکستان له چین سره نژدې ستراتېژیک اړیکي لري، چې د پاکستان اقتصادي دهلېز 'سي پیک ' یې ښه بېلګه ده.

جنرال باجوه زیاته کړه:

''همداسې موږ له امریکا سره له اوږدې مودې راهیسې غوره ستراتيژیک اړیکي لرو او امریکا زموږ د صادراتو لپاره تر ټولو لوی بازار دی. ''

جنرال باجوه وايي، له هېڅ یوه هېواد سره اړیکي نه خرابوي، بلکې غواړي له دواړو هېوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکړي.

د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې پر ورځ پاکستانیانو ته وینا کې امریکا متحدو ایالتونو ته په اشارې سره وویل، یو ځواکمن هېواد غواړي دی له واکه لېرې کړي او په پارلمان کې د ده پر ضد د بې باورۍ تحریک اصلا یوه داسې دسیسه ده، چې د ده په وینا په بهر کې جرړې لري.

'له افغان حکومت سره باید مرستې روانې وساتل شي'

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، نړیواله ټولنه باید په اوکرایین کې روان بشري بحران ته د پام تر څنګ څلور کروړه افغانان هم هېر نه کړي.

جنرال باجوه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د امنیتي مذاکراتو په نامه غونډې ته وینا کې وویل:

''که له افغانستان سره مرسته و نه شي، نه یوازې دا چې د کډوالو ستونزه به راپیدا شي، بلکې ترهګرۍ ته به هم د ودې فرصت چمتو شي چې کېدای شي له کبله یې د سپتمبر ۱۱ مې (په څېر) بله پېښه رامنځته شي. ''

د جنرال باجوه په وینا د افغان حکومت (افغانستان کې د طالبانو حکومت) فعالیت ډېر ښه نه دی، خو بیا هم باید نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره مرسته روانه وساتي.

د نوموړي په وینا پر افغانستان لګېدلي بندیزونه هلته د ستونزو ډېرېدو لامل شوي.

جنرال باجوه وايي، پاکستان وار له مخه د ۴۰ لکه افغان کډوالو کوربتوب کوي او پاکستان غواړي له نړیوالې ټولنې سره په شریکه کار وکړي، چې افغانستان کې ثبات رامنځته شي او خلک وکولای شي، بېرته ستانه شي.

جنرال باجوه

د عکس سرچینه، Reuters

جنرال باجوه غونډې ته په وینا کې د اوکرایین جګړې یادونه هم وکړه او په وینا یې د روسیې له روا امنیتي اندېښنو سره سره پر یوه کمزوري هېواد یې د یرغل ملاتړ نه شي کېدای.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت ویلي، چې پاکستان د روسیې او اوکرایین په جګړه کې بې پرې دی.

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه قرارداد ته هم رایې ور نه کړه، چې پر اوکرایین د روسیې یرغل غندنې لپاره وړاندې شوی و.

دغه راز پر اوکرایین د روسیې یرغل یوه ورځ مخکې مسکو ته د لومړي وزیر عمران خان د سفر په هکله د نیوکو په ځواب کې چارواکو وویل، چې له مخکې پلان شوی سفر و او هدف یې د روسیې ملاتړ نه دی.

د یادونې ده، چې لومړي وزیر عمران خان پرون همدې غونډې ته وینا کې وویل چې د روسیې سفر له کبله یو ځواکمن هېواد ورته په غوسه شوی دی.

جنرال باجوه وايي، پاکستان د اوکرایین وضعیت ته اندېښمن دی. نوموړي زیاته کړه:

''د اوکرایین د خپلواکۍ له وخته ورسره غوره اقتصادي او دفاعي اړیکي لرو، له روسیې سره مو د بېلابېلو لاملونو له کبله تر اوږدې مودې اړیکي خړپړ و، خو دا وروستیو کې دې لړ کې مثبت پرمختګونه شوي. ''

جنرال باجوه پر اوکرایین د روسیې یرغل یوه داسې بدمرغي وبلله، چې له کبله یې زرګونه خلک وژل شوي او سلګونه زره کسان بې کوره شوي دي. د نوموړي په وینا دا یوه لویه غمیزه ده، چې باید سملاسي یې مخه ونیول شي.