د دوبۍ واکمن د خپلې پخوانۍ مېرمنې پر ضد د لندن محکمه کې قضیه وبایلله

د خپرېدو وخت

د دوبۍ د واکمن مخکینۍ مېرمن ته د لندن عالي محکمې له هغه پرېکړې وروسته چې وايي، د مېړه له لوري له سپکاوي ډک چلن ورسره شوی، اوس په یوازې سر د ماشومانو د ښوونځيو او روغتیا پالنې مسوولیت سپارل شوی دی.

بریتانوي قاضي په خپله پرېکړه کې ویلي، شیخ محمد بن راشد المکتوم پرلپسې 'کنټرولونکې او اجباري ' رویه درلوده.

تمه کېږي چې دا پرېکړه به د ۷۲ کلن شیخ محمد او د هغه شپږمې مېرمن ۴۷ کلنې شهزادۍ حیا بنت الحسین تر منځ د قضیې لړ کې مهمه هغه وي.

شهزادۍ حیا چې د اردن پخواني پاچا ملک حسین لور ده، په ۲۰۱۹ کال کې بریتانیا ته وتښتېده او له هغه راهیسې په دې هېواد کې اوسي.

د محکمې په پرېکړه کې چې پر پنجشنبه خپره شوه، د انګلستان او ویلز عایلي محکمې یوه ډېر لوړ پوړي قاضي سر اندریو مک فرلانس د شیخ محمد لور ۱۴ کلنې جلیله او ۱۰ کلن زوی زاید پالنې لړ کې د شیخ محمد مسوولیتونه محدود کړي دي.

قاضي ویلي، له کم عمرۍ سره سره د دواړو ماشومانو نومونه یادېدلای شي.

قاضي په خپله پرېکړه کې وايي، مني چې شیخ محمد له خپلو ماشومانو سره مینه لري او هغوی هم ورسره مینه لري، خو په وینا یې د هغه د مخکینۍ مېرمنې په هکله د شیخ محمد په رویه کې د مسوولیت منل، پښېماني او د ده د رویې اغېز ته پام نه لیدل کېږي.

قاضي سر اندریو ته معلومه شوې، چې له مخکینۍ مېرمنې سره د شیخ محمد چلن ''د کورني تاوتریخوالي داسې کچه کې و، چې په بشپړه توګه د عایلي محکمې دې قضايي حوزې په قضیو کې د موندل شویو ډولونو له بېلګو بهر و. ''

درې کاله مخکې بریتانیا ته له تښتېدو وروسته شهزادۍ حیا له محکمې وغوښتل چې ماشومان یې په خپله سرپرستي کې واخلي او شیخ محمد په هکله یې د تحقیقاتو درخواست وکړ.

میلیاردر شیخ محمد چې د دوبې واکمن، د متحده عربي اماراتو لومړی وزیر او د سپورتي اسانو بانفوذه څښتن دی، لومړي سر کې غوښتنه کوله، چې ماشومان یې باید بېرته دبۍ ته واستول شو، خو وروسته یې ومنله چې انګلستان کې پاتې کېدای شي.

نوموړي په وروستیو کې دا هم منلې، چې له خپلو ماشومانو سره به مخامخ اړیکه نه نیسي.

محکمې ته ویل شوي، د دې مانا دا ده، چې نوموړی به له خپلو ماشومانو سره مخامخ نه ویني، خو د بېلګې په ډول د ټیلیفون له لارې ورسره غیر مستقیمه اړیکه نیولای شي.

د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې له عربي اماراتو بریتانیا ته له رسېدو وروسته شهزادۍ حیا ویلي و، له هغه وروسته چې ورته معلومه شوه، شیخ محمد خپلې دوې لوڼې شیخه لطیفه او شیخه شمسه د دوی د خوښې برعکس په زور بېرته دبۍ ته لېږدولې دي، خپل ژوند ته متوجه خطر ته اندېښمنه شوه.