بلوچستان کې څاه ته د لوېدلي ماشوم پلار وايي، طالبانو د مرستې وړاندیز کړی و

بلوچستان

د عکس سرچینه، Zainullah Kakar

    • Author, محمد زبیر خان
    • دنده, خبریال
  • د خپرېدو وخت

د بلوچستان په قلعه سیف الله سیمه کې د هغه ماشوم پلار چې په نوي جوړ شوي څاه کې د لوېدو له کبله مړ شو وايي، په تدریجي ډول د مرګ کومي ته د زوی لوېدلو پېښې یې زړه مات کړی.

د ماشوم طماس خان معلول پلار عبدالهادي وايي، د سیمې خلکو اتلس ساعته هڅې کولې، چې ماشوم له څاه راوباسي، خو په وینا یې د هغه مړی هم په ډېره سختۍ راوایستل شو.

بلوچستان کې د طبیعي پېښو پر مهال د مرستو ځايي اداره بیا وايي، دا په سیمه کې لومړنۍ پېښه نه ده، بلکې له دې مخکې په نژدې پشین سیمه کې هم ورته پېښه شوې او یو ماشوم څاه ته له لوېدو وروسته مړ شوی دی.

چارواکي مني چې په سیمه کې داسې نورې پېښې هم شوې.

ځايي خبریال زین الله کاکړ وايي، تېرو دریو میاشتو کې داسې څلور یا پنځه پېښې شوې دي.

څاه ته د لوېدلي ماشوم پلار عبدالهادي د دې پېښې په هکله وايي:

''په کرونده کې مو د څاه لپاره کېندنه کېده، طماس خان راسره و، ما ورته ویلي هم و، چې د چاه په شاوخوا کې احتیاط کوه، خو یوې شېبې ته مې پام بل لور شو، چې طماس خان رانه تری تم شو. ''

دی وايي، لومړی یې د ماشوم غږ اورېد، وروسته خلک راټول شول، چارواکي هم د پېښې ځای ته ورغلل، خو په وینا یې داسې الات مو نه درلودل، چې له ۳۰۰ فوټه ژورې څاه ماشوم روغ رمټ راوباسي.

بلوچستان

د عکس سرچینه، Zainullah Kakar

د عکس تشریح، د ماشوم پلار عبدالهادي

عبدالهادي وايي، نژدې ۱۷ ساعته یې ماشوم زوی په څاه کې ژوندی و.

عبدالهادي وايي، له ځايي چارواکو سره له پړیو پرته نور هېڅ ټول وسایل نه وو.

نوموړی زیاتوي، پر خواله رسنیو د دې پېښې له ویډیويي کلیپونو لیدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ورسره اړیکه ونیوه او د مرستې وړاندیز یې ورته کړی.

عبدالهادي وايي، طالبانو ورته وویل، تر سپین بولدک پورې به خپل ټیم ورسوي، او ''تاسې یې له هغه ځایه خپلې سیمې ته ورسوئ. ''

عبدالهادي وايي: ''دوی ویل، که زموږ ټیم هلته ورسېږي، په څو دقیقو کې به ماشوم راوباسي، خو کله چې مې چارواکو ته وویل، دوی هېڅ غبرګون څرګند نه کړ. ''

په بلوچستان کې د طبیعي پېښو پر مهال د مرستندویه ادارې مشر نصیر احمد ناصر بیا وايي، دوی خپله ټوله هڅه وکړه، چې ماشومام طماس خان وژغوري.

بلوچستان

د عکس سرچینه، Maqbool Jafri

نوموړی وايي:

''له موږ سره مشینونه هم وو، له کوټې مو ټیم قلعه سیف ته ورسېد، او هغه ټول وسایل مو وکارول، چې درلودل مو. ''

یادې ادارې اوس د بلوچستان صوبې ټولو کمشنرانو ته په یوه لیک کې ویلي، هر څوک چې ژورې څاه ګانې کاږي، باید رسمي اجازه لیک تر لاسه کړي.

په لیک کې ویل شوي، دوی ته معلومه شوې، چې دا وروستیو کې د څاه ګانو کېندلو لړ کې غفلت او بې پروايي کېږي، چې له کبله یې یو شمېر ماشومان دې څاه ګانو ته لوېدلي او غمجنې پېښې رامنځتنه شوې دي.

په لیک کې ویل شوي، هر څوک باید نه یوازې رسمي اجازه تر لاسه کړي، بلکې د انجینرۍ له مېتودونو سره سم یې کېندنه وکړي او د کېندنې پر مهال او وروسته تل باید د څاه ګانو سرونه پټ وساتل شي.