د افغانستان خبریالانو مرکز: نژدې نيمايي خصوصي رسنۍ تړل شوې دي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریال ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې له نيمايي ډېرې خصوصي رسنۍ تړل شوې یا یې خپرونې محدودې کړې دي.

د کب د ۲۷ په مناسبت د دغه مرکز په راپور کې راغلي چې له خبریالانو سره تاوتريخوالی هم ډېر شوی او د رسنیو ګڼ شمېر کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمهوري دولت له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کال د خبریال د جایزې څلور ګټونکي هم اعلان کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا څلوېښت سلنه هغه خصوصي رسنۍ تړل شوې چې په مالي مرستو چلېدې او لږ تر لږه دېرش سلنه نورو یې خپرونې محدودې کړې.

په دغو رسنیو کې تلویزیونونه، رادیوګانې او چاپي خپرنۍ شاملې دي.

د دغو رسنیو ځینو يې په تېره بیا په ولایتونو کې خپلې خپرونې یوازې څو ساعتونو ته راکمې کړې.

د رسنیو له تړل کېدو سره یې ټول کارکوونکي هم بېکاره شوي.

ځینو خبریالانو يې ځانونه په نورو کارونو کې بوخت کړي او ځینو یې له ناچارۍ هېواد پرې اېښی.

د دغه مرکز یوه مشر شاه محمود شینواري بي بي سي ته وویل چې د دوی ارزونې ښيي چې د طالبانو په دوره کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی هم ډېر شوی.

"له خبریالانو سره تاوتریخوالی د تېر کال پر تله زیات شوی. خو د خبریالانو د وژل کېدو په برخه کې د اسلامي امارت له راتګ سره دا کچه ټيټه وه."

په تېر یوه کال کې د تاوتریخوالي د ټولې شمېرې ۳۵ پېښې يې د جمهوریت پر مهال او پاتې ۸۲ يې د طالبانو پر مهال ثبت شوې.

په دغه تاوتریخوالي کې څو ساعته نیول کېدل او ربړول هم راځي.

دا وېره هم شته چې دغه شمېرې به ډېرې وي او خبریالانو به له وېرې او امنيتي اندېښنې شکایت نه وي کړی.

طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي. خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې د جمهوریت د مهال د رسنیو قانون د اجرا وړ دی او ژمنه يې کړې وه چې د رسنیو ګډه کمېټه به فعالوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هر کال د خبریال د ورځې په مناسبت سیالي او جایزې هم اعلانوي. سږ کال له لسګونو نوماندانو څلورو نارینه خبریالانو ته په ګډه د کال د غوره خبریال جایزه ورکړل شوې.

د پژواک خبریال قطب الدین کوهي، د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ، د هشت صبح خبریال حسیب الله بهش او د فرانسې خبري اژانس خبریال عارف کریمي په دغو خبریالانو کې شامل دي.

دغه مرکز وايي، دوی هغه راپور د دغې جایزې وړ ګڼلی و چې د خلکو پر ژوند يې ډېر اغېز لرلی.