تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینه ماڼۍ: روسیه ښايي په اوکرایین کې د کیمیاوي وسلو بریدونه وکړي
سپینه ماڼۍ وايي، روسیه ښايي په اوکرایین کې د کیمیاوي یا بایولوژیکل وسلو برید وکړي. د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتو څانګې سکرتره جین څاکي وايي، په اوکرایین کې د امریکا لخوا د کیمیاوي او بایولوژیکل وسلو چمتو کولو په تړاو د روسیې ادعا نامعقوله ده.
نوموړې وايي دا ښکاره جعلي ادعا په اوکرایین کې د روسیې نورو بې دلیله بریدونو لپاره د توجیه موندلو هڅه ده.
اغلې څاکي وویل: ''موږ باید ټول عیني شاهدان واوسو چې روسیه ښايي په اوکرایین کې کیمیاوي یا بایولوژیکل وسلې وکاروي، چې جعلي عملیاتو ته زمینه برابره کړي، دا یو څرګنده طرح ښکاري. ''
د اغلې څاکې دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې یو شمېر اروپايي چارواکو د تازه بریدونو په هکله ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.
دوی وايي، د جګړې پراخېدو او د روسیې لخوا د ممنوع وسلو کارولو په هکله ''خوار اندېښمن '' دي.
دا په ټول کې کیمیاوي وسلو ته اشاره کوي، خو تکتیکل اتومي وسلې 'په کمه کچه ' بیالوژیکل وسلې او خوشه يي بمونه هم په همدې کې حسابېږي.
یوه لوېدیځوال چارواکي وویل: ''موږ د اندېښنې لپاره قوي دلیل لرو. ''
دوی وايي، په نورو سیمو کې چې روسیه په کې ښکېل وه، تجربو ته په کتو سره دا اندېښنه لري، په ځانګړې توګه دې لړ کې د سوریې یادونه کېږي، چې د روسیې متحدینو پکې دغه ډول وسلې کارولې وې.
له دې مخکې پر چهارشنبه د بریتانیا دفاع وزارت په یوه ټویټر پیغام کې وویل، روسي ځواکونو په اوکرایین کې تهرموباریک راکټونه کارولي دي.
دا راکټونه ویکیوم بمونه هم بلل کېږي، ځکه دا له کارول کېدو وروسته له شاوخوا سیمې اکسیجن ونغاړي چې د تودوخې درجه ورسره خورا لوړه شي او درنه چاودنه رامنځته کړي.
دا بمونه د دودیزونو چاودنو پرتله خورا ډېره وراني، ویجاړي رامنځته کوي او د چاودنې په شاوخوا کې پر انسانانو خورا ناوړه اغېز کولای شي.
په یوه ورپسې تازه ټویټر پیغام کې وزارت زیاته کړه، دا ښايي ''تجربه کارو شخصي ملېشو '' کارولي وي چې د کریمیلین اړوند بلل کېږي او په اوکرایین کې ځای پر ځای کېږي.
په پیغام کې ویل شوي، پر دې روسي ملېشو د لیبیا، سوریې او مرکزي افریقا جمهوریت په ګډون په افریقا او منځني ختیځ کې له بشري حقونو د سر غړوونې تورونه لګېدلي دي.