تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۴۰۰۰ ګران بیه موټرو لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوه
هغه کارګو بېړۍ چې زرګونه ښکلي موټر پکې بار وو او نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پورتګال ازورېس ټاپوګانو ته نږدې پکې اورلګېدلی و، ډوه شوه.
د 'فېلسیټي اېس' په نوم دې سترې بېړۍ د پورشې او بېنټلي په څېر ۴۰۰۰ زره ښکلي او عصري موټر لېږدول.
دا کارګو بېړۍ د جرمني له 'اېمډن' بندره د امریکا متحدو ایالتونو کې 'روډ اېنلډ' ته په لاره وه چې اور پکې ولګېد.
بېړۍ کې دا اور د تېرې فبرورۍ پر ۱۶مه لګېدلی و خو د بېړۍ د عملې ټول غړي ژوندي ایستل شوي وو.
فایال ټاپو کې د پېښې ځای ته تر ټولو د نږدې بندر یوه کپتان ژویو مېنډېس کابېکاس رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه له دې سترې بېړۍ سمندر ته د تیلو بهېدو راپور نه دی ترلاسه شوی، خو د نوموړي په وینا دا اندېښنه شته چې ښايي شاوخوا ۳۵۰۰ متره لاندې د اتلانتیک سمندر تل ته په رسېدو سره یې ټانکر سوری شي.
د پورتګال سمندري ځواکونو ویلي د بېړۍ اورلګېدنه کې د عملې هېڅ غړي ته زیان نه دی اوښتی او ټول روغ رمټ یوه نږدې هوټل ته لېږدول شوي دي.
دا کسان سیمې ته نږدې د څلورو سوداګریزو بېړیو او د پورتګال د هوايي ځواکونو لخوا لېږدول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د فولکس واګون کمپنۍ په حواله لیکلي چې بېړۍ کې ټول بار موټرونه بیمه دي او ښايي ۱۵۵ میلیونه ډالر لګښت پرې راشي.
بېنټلي کمپنۍ منلې چې دې بېړۍ کې یې ۱۸۹ موټرونه بار وو. پورشې هم وايي چې فلېسیټي اېس بېړۍ یې ۱۱۰۰ موټر لېږدول.
له دې سره یوه پېرېدونکي هم پر خپل ټویټر لیکلي چې ډوبې شوې بېړۍ د ده موټر هم لېږداوه.
بل بیا لیکلي چې د ده لپاره د بل موټر سپارښتنه شوې ده.