د امریکا پلازمېنې واشنګټن شورا نوروز 'جشن' په رسمیت وپېژاند

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا پلازمېنې واشنګټن ښاروالۍ چارو شورا د رایو په اکثریت د هجري شمسي کال لومړۍ ورځ 'نو روز ' د کلتوري او تاریخي ورځې په توګه تایید کړې ده.
په دې پرېکړه لیک کې چې د سې شنبې پر ورځ 'مارچ لومړۍ نېټه ' تصویب شو، نوروز مراسم یو داسې تاریخي جشن بلل شوی، چې لرغونتیا یې ۳۰۰۰ کالو ته رسېږي.
د واشنګټن شورا په پرېکړه لیک کې نوروز د ملګرو ملتونو سازمان له قوله نو روز یو داسې جشن بلل شوی، چې ''د افغانستان، ایران، تاجکستان او اذربایجان په ګډون یې بېلا بېلو هېوادونو کې نژدې ۳۰۰ میلیونه کسان لمانځي. ''
پر همدې بنسټ د مسلمانانو، مسیحیانو، زرتشتیانو، بهایانو او ان بې دینه کسانو لخوا هم دغه جشن لمانځل کېږي او له دیني یا توکمیز تړاو سره ځانګړی اړوند نه دی بلل شوی.
د امریکا پلازمېنې شورا په پرېکړه لیک کې ویل شوي:
''ګڼ شمېر افغان کډوال چې امریکا ته راغلي نوروز لمانځي چې ډېری یې د واشنګټن په شاوخوا کې مېشت دي. ''
خبریاله نګار مرتضوي چې د دې پرېکړه لیک له وړاندیز کوونکو یوه ده وايي، واشنګټن او شاوخوا سیمې یې د ګڼ شمېر ایرانیانو د اوسېدو او یو ځای کېدو ځایونه هم دي.
د واشنګټن کاتولیک پوهنتون استاده نیکي اخوان چې د دې پرېکړه لیک یوه بله وړاندیز کوونکې ده په دې هکله وايي:
''خوښ یو چې واشنګټن شورا له موږ سره همکاري وکړه او دا کلتوري او تاریخي جشن یې په رسمیت وپېژاند، هیله مو دا ده، چې د امریکا نور ایالتونه او ښارونه یې هم نوروز په رسمیت وپېژني. ''
د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو نوروز جشن د بشري کلتوري میراث په لیست کې شامل کړی دی.




















