طالبانو کابل کې یو شمېر ''نیول شوي بلوڅ کډوال خوشي کړي دي''

د عکس سرچینه، MOIAFGHANISTAN
کابل کې مېشت بلوڅ کډوال وايي، طالبانو یو شمېر نیول شوي بلوڅان پرې ایښي دي، خو په وینا یې دوی غواړي چې طالبان باید ټول بلوڅ کډوال ازاد کړي.
په کابل کې د بلوڅو کډوالو یوه مشر حاجي بابو مري د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي ته وویل، طالبانو پرون له نیول شویو کډوالو ۱۳ تنه سپین ږیري خوشي کړي، خو په وینا یې نور نیول شوي کسان لا هم د طالبانو په بند کې دي.
ښاغلی مري وايي:
''لس - پنځلس کاله کېږي، چې دا کسان دلته کډوالو په توګه ژوند کوي، موږ د طالبانو له مشرانو هیله کوو، چې دا نیول شوي کډوال راخوشي کړي. ''
د فري بلوچ موومنټ یوه غړي شورش بلوڅ دا نیونې د کډوالۍ د نړیوالو اصولو خلاف کړنه بللې.
نوموړی وايي، ''دا ټول کډوال د ملګرو ملتونو له کډوالۍ ادارې یو این ایچ سي ار سره ثبت دي او د ټولو نومونه او معلومات شته. ''
هڅه مو وکړه له طالبانو معلومه کړو، چې دا کسان ولې نیول شوي، او څه به ورسره کېږي، خو هېڅ طالب ویاند د دې پوښتنو ځواب ته چمتو نه شو.
په تېر کې پاکستاني چارواکو ویلي و، طالبانو حکومت ډاډ ورکړی د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو فعالیتونو ته به په افغانستان کې دننه اجازه نه ورکوي او دا چې افغان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارول کېږي.
بلوڅ کډوال بیا وايي، دوی افغانستان کې هیڅ ډول سیاسي او جګړه ییز فعالیتونه نه لري.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر: له طالبانو سره مو اړیکي ښه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي له طالبانو سره د اسلام آباد اړیکي ډېر ښه دي او د کورنیو چارو وزارت په ګډون د پاکستان پوځې ادارې له طالبانو سره ډېرې غونډې کړي دي.
په ورته وخت کې د کړکېچ نړیواله ډله وايي، پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې له سختو انتخابونو سره مخ دی.
ددغې ډلې په وینا اسلام اباد، چې کورنۍ او بهرنۍ امنیتي اندېښنې لري، باید له خپل اوږد مهاله متحد، طالبانو، سره محتاط واوسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون په راولپنډۍ کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د یوه ښه ګاونډي په توګه د پاکستان تر څنګ ژوند وکړي، ځکه چې په وینا یې د دواړو پرمختګ له یو بل سره تړلی دی.
نوموړي وویل:
''شل کاله، څلویښت کاله طالبانو جګړه کړې او خپل هېواد یې ازاد کړی دی، زموږ خواخوږي له مسلمانانو سره ده، له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ډېرې ښې دي، پاکستان، په ځانګړي توګه زما وزارت او نورو پوځي ادارو له طالبانو سره ډېر ځله غونډې کړې دي. زموږ هیله دا ده چې د یوه ښه ګاونډي په توګه څنګ په څنګ راتلونکې کې ژوند وکړو، د افغانستان پرمختیا د پاکستان پرمختیا ده، د طالبانو بریالیتوب د مسلمانانو بریالیتوب دی. تر هغه ځایه چې د مذاکراتو خبره ده، پر دې موضوع اوس خبرې نه کوم، طالبانو مینځګړیتوب کړی، خو هغه پېښې چې په تېره یوه اونۍ کې شوي، لا ډېرېدای شي، ډېروالی په کې راتلی شي. ''





















