تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۲ کال ژمنۍ اولمپیک لوبې رسماً پیل شوې
د ژمنیو اولمپیک لوبو مراسم تېره شپه 'فبروري څلورمه ' د چین په بیجینګ کې د دې لوبو ځانګړي مشال له بلولو سره رسماً پیل شوې.
په دې سیالیو کې د ۹۱ هېوادونو لوبغاړي برخه لري.
له افغانستان او تاجکستانه هېڅ یوه لوبغاړي دې سیالیو کې ګډون نه دی کړی، او د ایران دوه لوبغاړي په دې سیالیو کې برخه لري.
د پاکستان یو ایتلیټ او ورسره درې مسوولین بیا د لوبو په پرانیستغونډه کې ولیدل شول.
د بشري حقونو برخه کې د چینايي چارواکو ماضي ته په کتنې سره د اولمپیک پر نړیواله کومېټه له دې کبله نیوکې هم شوې، چې ولې یې په چین کې د اولمپیک ژمنیو سیالیو تر سره کولو پرېکړه کړې.
پر دې سیالیو د دیپلوماتیک تاوتریخوالي سیوری تر دې بریده غوړېدلی چې د امریکا، اسټرالیا، کاناډا، بریتانیا، هند او جاپان په ګډون یو شمېر هېوادونو د اعتراض په بڼه د دې سیالیو پرانیستغونډې ته هېڅ یو لوړ پوړی چارواکی نه دی استولی.
د ولادیمیر پوتین، عمران خان، محمد بن سلمان او عبدالفتاح السیسي بیا هغه مشران دي چې دې مراسمو کې د ګډون لپاره بیجینګ ته تللي.
بل لور یو شمېر اروپايي هېوادونو د کورونا وبا خپرېدو مخنیوي په توګه سیالیو مراسمو ته د چارواکو له استولو ډډه کړې.
د اولمپیک نړیوالې کومېټې مشر توماس باخت د سیالیو پرانیستغونډه کې د ''نړۍ له سیاسي مشرتابه '' غوښتنه وکړه، چې ''سولې ته فرصت ورکړي. ''
نوموړي زیاته کړه:
''زموږ په نړۍ کې چې تاوتریخوالی، اختلافونه، بې باوري په ډېرېدو دي، موږ نړیوالو ته ښیو چې: هو، کېدای شي له سختو مخالفانو سره مخامخ شو، خو په ورته مهال په ارامۍ او درناوي سره د یوه بل تر څنګ ژوند وکړو. ''
د کورونا وبا مخنیوي احتیاطي تدبیر په توګه د پرانیستغونډې مراسمو کې ولس ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او په لوبغالي کې یوازې لوبغاړو او وروسره اړوند چارواکي لیدل کېدل.
د لوبو سمبول مشال په هغو کنګلیزو ټوټو کې ټومبل شوی و، چې د ګډونوالو هېوادونو نومونه پرې کښل شوي او په داسې اورغالي بدلېږي او د سیالیو تر پایه به بلېږي.
د کورونا وبا خپرېدو احتیاطي تدبیر په توګه به د ټولو ګډونوالو لوبغاړو او ورسره مسوولینو هره ورځ (پي سي ار) معاینات کېږي او په یوه محدوده ساحه کې به ګرځي.
دغه راز به د خوړو، لوبې تر سره کولو، تمرین پر مهال او دغه راز له ارام خونو پرته په هر ځای کې ماسک کاروول جبري وي.