ملګرو ملتونو په یمن کې پر زندان هوايي برید غندلی دی؛ سعودي وایي بريد دوی نه دی کړی

د ویډیو تشریح، ځايي خلک د ژوندي پاتې کسانو موندلو هڅې کوي.
د خپرېدو وخت

ملګرو ملتونو په یمن کې پر یوه زندان هوايي برید غندلی چې نژدې ۷۰ کسان پکې وژل شوي دي. دغه زندان په سعاده سیمه کې دی، چې د حوثي یاغیانو کلک مرکز بلل کېږي او د جمعې پر ورځ بمباري پرې شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په یوه اعلامیه کې ویلي 'تاوتریخوالی ' باید کم شي.

خو د سعودي په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو وياند ترکي المالکي ويلي، هغه راپورونه چې ګواکې د دوی ځواکونه په بريد کې لاس لري "ناسم" بللي دي.

د اتحاد مسوولین دغه راز وايي، بمبار شوی ځای په هغه لیست کې شامل نه و، چې له ملګرو ملتونو سره پرې هوکړه شوې او دغه راز یې سره صلیب هم په هکله څه نه دي ویلي.

د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریاله انافوسټر وايي، له برید څو ساعته وروسته هم مرستندویان د پېښې له ځایه د مړیو پر رایستلو بوخت وو.

په داسې حال کې چې د وژل شویو کسانو کره شمېر معلوم نه دی، د بې پولې ډاکترانو تنظیم مډېسنز سانز فرنټیرز (ایم ایس ایف) وايي، لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او کېدای شي دا شمېر وروسته زیات شي.

هغه ټلویزیون چې کنټرول یې د حوثیانو سره دی، مرستندویان ښيي چې په لاسونو د پېښې ځای کې خاورې، خځلې پلټي او د ژوندي پاتې کسانوموندلو هڅه کوي.

د ایم ایس ایف په وینا یوازې یوه ځايي روغتون ته د پېښې له ځایه ۲۰۰ کسان وروړل شوي دي.

The site of a detention centre following an air strike

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پېښه کې د ژوندي پاتې کسانو لپاره هیلې مړاوې شوې دي.

د یمن لپاره د دې تنظیم مشر احمد مهت له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې وویل: ''اوس هم ډېر مړي د پېښې ځای کې پاتې دي، دا شونې نه ده، چې معلومه شي، څومره کسان وژل شوي دي، داسې ښکاري چې دا د تاو تریخوالي یو خورا ناوړه پېښه ده. ''

د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کوي.

د دې جګړې له کبله د نژدې ۱۰ زره ماشومانو په ګډون لسګونه زره کسان وژل شوي دي. له دې سره سره سلګونه زره کسان بې ځایه شوي دي او د هېواد ډېری نفوس د قحطۍ له کبله له لوږې سره مخامخ دی.

د دوشنبې پر ورځ پر متحدو عربي اماراتو د حوثي یاغیانو له یوه ډرون برید وروسته د سعودي عرب په مشرۍ اییتلاف په یمن کې هوايي بریدونه زیات کړي دي. په متحدو عرب اماراتو کې د هغه برید پایله کې درې کسان ووژل شول.