د سعودي عرب په مشرۍ اییتلاف د یمن پر پلازمېنه صنعا هوايي بریدونه کړي

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اییتلاف د یمن پر پلازمېنه صنعا هوايي بریدونه کړي، چې د رپوټونو له مخې یو شمېر کسانو ته پکې مرکژوبله اوښتې.
دا بریدونه د متحدو عربي امارتو پر ابوظبي ښار د یمن حوثي یاغیانو له توغندیز او ډرون بریدونو یوه ورځ وروسته کېږي.
د صنعا یو شمېر اوسېدونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د حوثي یاغیانو پر ضد تازه بریدونو کې د یوه پخواني پوځي چارواکي په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.
بل لور حوثي یاغیان چې د یمن پلازمېنې کنټرول یې په واک کې دی، ادعا کوي چې دې بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د سعودي په مشرۍ اییتلاف چې یمن کې د عبدالمنصور ربه هادي په مشرۍ حکومت ملاتړ کوي، د سې شنبې پر ورځ وویل، پلازمېنه کې یې د حوثي وسله والو روزنیز مرکزونه په نښه کړي او د دې ډلې د اته ډرون بریدونو مخنیوی یې کړی دی.
پر ابوظبي د حوثیانو دوشنبې ورځې برید کې درې کسان ووژل شول.
د دې ډلې یوه ویاند ویلي، وروستي بریدونه د پنځو اوږد واټنه توغندیو او یو شمېر ډرون په مرسته شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
حوثي یاغیان چې د ایران ملاتړ ورسره دی، ادعا کوي چې کولای شي په متحدو عربي اماراتو کې نور هدفونه هم په نښه کړي.
سعودي عرب او امریکا متحدو ایالتونو دا بریدونه غندلی دي.
د یادونې ده، چې متحده عربي امارات د هغه پوځي اییتلاف غړی هېواد دی چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کوي.
دې اییتلاف له تېرو څو کلونو راهیسې حوثي یاغیان محاصره کړي او د یمن هوايي، ځکمنی او سمندري تګ راتګ کنټرولوي.
د اییتلاف هوايي ځواکونو په بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په ځواب کې حوثي یاغیانو پر سعودي عرب څو ځله توغندیز یا ډرون بریدونه کړي دي.



















