تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قزاقستان ناکرارۍ: ولې هلته بغاوتونه شوي اوخلک وژل شوي؟
د قزاقستان امنیتي ځواکونه وايي د الماتې په ښارکې یې د پراخوبغاوتونو د مخنیوي په خاطر په لسګونو اعتراض کوونکي وژلي دي.
د ناکراریو په ترڅ کې نژدې ۱۸ امنیتي مامورین وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.
قزاقستان څه ډول هېواد دی؟
قزاقستان یو ستر هېواد دی چې مرکزي اسیا کې پروت دی او د روسیې او چین سره پولې لري.
ډېری خاوره یې غرونه او دښتې دي، او ۱۹ میلیونه وګړي په کې ژوند کوي.
د شوروي اتحاد له سقوط وروسته یې په ۱۹۹۱ کې يې خپلواکي ترلاسه کړه.
قزاقستان د نړۍ ځینې تر ټولو سترې د تیلو زېرمې لري. په ورځ کې ۱،۶ میلیونه بېرله تیل تولیدوي او په میلیاردونو ډالره بهرنۍ پانګونه یې راجلب کړې ده.
خو، دا شتمني عامو خلکو ته نه ده رسېدلې،چې د سړي سر کلنی منځنی عاید یې له ۲،۵۰۰ پونډو يا ۳۴۰۰ ډالرو لږ دی.
د ۱۸ کلونو لپاره، قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربایف لخوا اداره کېده- د پخواني کمونست ګوند د سیاسي بېرو غړی وو چې د روسیې ولسمشر ولاد یمیر پوتین سره یې پیاوړې اړیکې لرلې.
په هېواد کې د ښاغلي نظربایف مجسمې جوړې شوې وې او هغه یوه نوې پلازمېنه، استانه، جوړه کړې وه چې وروسته د ده په وياړ د نورسلطان په نومامه ونومول شوه.
په ۲۰۱۹ کال کې هغه استعفا وکړه او اوسني ولسمشر قاسم جومارت توکایف ته یې لاره پرانیسته.
قزاقستان کې د حکومت له اجازې پرته عمومي اعتراضونه غیرقانوني بلل کېږي، او په تېر وخت کې شوي اعتصابونه او لاریونونه په شدت سره ځپل شوي وو.
قزاقستان کې څه پېښ شول؟
د جنورۍ پر ۲مه د ژناوزېن په ښار کې مظاهرې پیل شوې، هغه ښار چې د تیلو د تولید مرکز دی او تقریبا ۱۰کاله پخوا پکې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ سختې مرګونې نښتې شوې وې.
اعتراضونه له دې ښاره د هېواد نورو برخو ته خپاره شول.
امنیتي ځواکونه وايي د نظم او امنیت دساتلو په خاطر یې په الماتې کې بغاوت کوونکې ووژل.
پولیس وايي اعتراض کوونکو غوښتل دښار د پولیسو د مرکز کنټرول ترلاسه کړي.
راپورونه وايی چې په ټول هېواد کې تقریبا ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي،۴۰۰کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او په لسګونو د بېړني څارنې په څانګو کې تر روغتیايي پالنې لاندې دي.
ولسمشر قاسم جومارت توکایف وویل: ۲۰،۰۰۰ تنو غلو پرالماتې برید کړی وو او ده امنیتي ځواکونو ته وویل چې له خبرداري پرته ډزې وکړي.
ولې بغاوتونه پیل شول؟
اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې حکومت د مایع غازو بیو پر لوړېدو باندې بندیز لیرې کړ.
د قزاقستان زیاترو خلکو خپلو موټرو کې له مایع غازو څخه کار اخیسته ځکه چې د نورو سون توکو پرتله ارزانه وو.
خو، حکومت وویل نور یې نشوای کولای د مایع غازو بیې ټیټې وساتي او کله چې یې پر لوړو بیو لګول شوی بندیز ليرې کړ، بيې دوه ځله لوړې شوې.
خو، داسې ښکاري چې بغاوت کوونکي نور شکایتونه هم لري. ځینو د ښاغلي نظربایف نوم یادوه او هڅه یې کوله چې د هغه یوه له برونزو جوړه مجسمه ماته کړي.
ښاغلي نظربایف له خپلې استعفا وروسته په حکومت کې بیا هم یو پیاوړی مقام درلود او د قزاقستان د امنیتي شورا د مشر په توګه یې کار کاوه. او د ځینو څارونکو له نظره داسې ښکارېده چې خپله لور، داریګا، د راتلونکي مشرتابه لپاره چمتو کوي.
د اعتراض کوونکو د تسلۍ په خاطر، ښاغلی نظربایف له خپل مقامه لیرې کړی شو.
روسیه څنګه په دې لانجه کې ورګډه شوه؟
د قزاقستان ولسمشر د غوښتنې له امله روسي کومانډو ځواکونه دغه هېواد ته ولېږل شول چې د حالاتو له ثبات سره مرسته وکړي.
دا ځواکونه د ګډ امنیتي تړون سازمان د واک پر بنسټ هلته ولېږل شول.
په دې سازمان یا ټلواله کې روسیه، قزاقستان، بېلاروس، تاجکستان، قرغزستان او ارمينيا شامل دي. دا ټلواله د شوروي اتحاد له سقوط وروسته جوړه شوه.
اوسمهال ارمينيا د ګډ امنیتي تړون سازمان مشرتوب کوي. دغه سازمان د الماتې په ښار کې د ستونزو پړه د دوي په خبره د هغو غلو پر ډلو اچوي چې دوی وايي له بهره روزل شوي دي.
روسي پوځیان له پخوا په قزاقستان کې شته دي او اوس روسیه غواړي دا شمېره زیاته کړي چې د غازو نل لیکې، د روسیې پوځي اډې او د بایکا نور فضايي مرکز خوندي وساتي.
نور به څه پېښ شي؟
د قزاقستان حکومت امتیازات ورکوي.
د مایع غازو د بیو پر زیاتوالي یې لیرې کړی بندیز ځنډولی - امر یې کړی چې د ټولو موټرو د تیلو بیې دې د شپږو میاشتو لپاره منظمې کړی شي.
ځینو وزیرانو هم استعفا کړې. ولسمشر قاسم جومارت توکایف وویل، حکومت په خپله یوه اصلي دنده کې چې د بیو د لوړوالي مخنیوی دی پاتې راغلی.
ولسمشر، علیخان سماییلوف د سرپرست لومړي وزیر په توګه ټاکلی.
د امریکا متحدو ایالتونو د قزاقستان له چارواکو غوښتنه کړې چې له زغم کارواخلي او وايی چې اعتراض کوونکي باید وکولی شي په سوله ییزه توګه خپلې غوښتنې وړاندې کړي.
سپينې ماڼۍ ويلي چې دوی به د بشري حقونو د هر ډول سرغړونو څارنه کوي.