راتلونکې جګړې به څه ډول وي؟ چې همدا اوس یې نښې شته

د عکس سرچینه، Giancarlo Casem/US Air Force
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
په ۲۰۲۱کال کې د بریتانیا په دفاعي او امنیتي تګلارو کې بنسټیزبدلون راغی. د ډیجیټل تکنالوجي، مصنوعي ذکاوت اوسایبر تکنالوجي بودیجه زیاته شوه. د دودیزه وسلو او عسکرو د شمېر لپاره بودیجه کمه شوه. دا ټول پداسې وخت کې کېږي چې روسي ځواکونه د اوکراین په پولوکې راټولېږي،مسکو د ناټوله ځینوغړوهېوادو څخه د ناټوځواکونو د وتلو غوښتنې کړي، او چین د تایوان د بیا نیولو په اړه - که اړتیاوي د زور له لارې - خپل غږ لا اوچت کړی.
کوچنۍ، سیمه ییزې شخړې هم د نړۍ په ځینوبرخو کې شته دي. اتیوپیا کې کورنۍ جګړه ده، له ۲۰۱۴راهیسې د اوکراین په بېلتون پاله نښته کې څه باندې ۱۴۰۰۰ خلک وژل شوي، سوریه کې بغاوتونه روان دي او د اسلامي دولت نومې ډله د افریقا په ځینو برخو کې بریدونه کوي.
خو د سترو ځواکونو ترمنځ راتلونکې جګړې به څه ډول وي او ایا لوېدیځ به د راتلونکو ننګونو ځواب وویلای شي؟
د راتلونکو جګړو نښې نښانې همدا اوس شته دي. د لوېدیځ او مثلا روسیې یا چین تر منځ د راتلونکو سترو جګړو زیاترو اړخونوپه اړه همدا اوس کار او تمرین کېږي اوځواکونه ګومارل کېږي.
د نومبر پر۱۶مه، روسیې په فضا کې یو توغوندی وازمایه، خپله یوه مصنوعي سپوږمکۍ یې له منځه یوړله.
په اوړي کې چین خپل سوپر سونیک پرمختللي توغوندي وازمایل، چې د غږله چټکتیا څوځله ګړندي الوزي. تعرضي سایبري(انټرنېټي) بریدونه،ویجاړوونکي یا تېری کوونکي، هره ورځ پېښېږي، دا هغه څه دي چې بشپړه جګړه نه حسابېږي خو روان دي.
د ولمشرانو کلېنټن او اوباما په وخت کې میشل فلورنوی د امریکا په دفاع وزارت کې د ستراتېژي د څانګې مشره وه. هغه باور لري چې په تېرو دوو لسیزوکې چې د لوېدیځ ټول پام منځني ختیځ باندې متمرکز وو، رقیبانو له پوځي پلوه ډېر پرمختګونه وکړل.
هغه وايي: ''موږ د ستراتیژیک بدلون پداسې یو پړاو کې یو چې- موږ یعنې د امریکا متحده ایالتونه، بریتانیا او زموږ متحدین - تردې وړاندې شل کاله د ترهګرۍ اوبغاوتونو پر ضد مبارزې، د عراق او افغانستان جګړې باندې بوخت وو، او اوس پوهېږو چې د سترو ځواکونو یوې جدي سیالۍ سره مخ یو.
البته چې هغه روسیې او چین ته اشاره کوي، او دبریتانیا دحکومت په یوه بیاکتنه کې هم د شدید ګواښ اود لوېدیځ اوږد مهاله ستراتیژیکو سیالانو یادونه شوې.
میشل وايي: ''پداسې حال کې چې موږ خپل پام منځني ختیځ ته اړولی وو، دغوهېوادونو پر یو لړ نویو تکنالوجیو باندې پراخې پانګونې وکړې.

د عکس سرچینه، Personnel with the 175th Cyberspace Operations Gro
زیاتره دا پانګونې د سایبري فعالیتونو - ویجاړوونکو بریدونو په اړه وې، چې هدف یې د لوېدیځ ټولنې کمزوري کول، پرټاکنو اغیزک ول، او د حساسومعلوماتو غلاکول دي. دا ټول د جګړې له کچې ښکته فعالیتونه دي، په جګړه کې نه حسابېږي اوله ډېرې برخې یې انکار کېدایشي.
خو که د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر اوسنۍ ترینګلتیا، یا د تایوان پرسر د امریکا او چین ترمنځ ترینګلتیا ناڅاپه په جګړې بدله شي څه به کېږي؟ اوڅه ډول به وي؟
د ستراتیژیکوڅېړنونړیوال مرکز یومشر څېړونکی میا نووېنز چې د پوځي ګټې لپاره د اطلاعاتوکارولو په اړه د چین د هڅو په هکله څېړنې کوي، وايي: ''فکرکوم دا به په یو ډېر چټک چاپېریال کې تر سره شی چې د اطلاعاتوپر ډګر متکي دی. ''
هغه وايی: ''د چین پوځ یوه نوې اداره جوړه کړې چې د ستراتیژیک ملاتړ ځواک نومېږي چې دبهرنۍ فضا، الکترونیکي جګړې او سایبري وړتیاوو په اړه فعالیت کوي. ''
دا په عمل کې څه معنا لري؟ لومړی شی چې په هر ډول جګړې کې به پېښېږي دا وي چې دواړې خواوې به یو پر بل باندې پراخ سایبري بریدونه کوي. هڅه به کېږي چې د مخابراتو او مصنوعي سپوږمیو په ویجاړولو، او ان ترسمندر لاندې د انټرنېټ د حیاتي مزو په پرې کولوسره خپل رقیب ړوند کړي.
د ستراتیژیکو څېړنو نړیوال مرکز یوبل کارکوونکي، فرانز ستېفان ګادي، څخه مو وپوښتل چې دا به زموږ لپاره په څه معناوي؟ زموږ تېلېفونونه به ناڅاپه له کاره لوېږي، د تیلو ټانکونه به خالي کېږي اود خوراکي توکولېږد او وېش به ګډوډېږي؟
هغه وايی: ''ډېرامکان لري چې همداسې به وي، هو! ځکه چې سترځواکونه د تعرضي سایبري وړتیاوو، او الکترونیکي جګړو په برخه کې پانګونې کوي چې وکولای شي د مصنوعي سپوږمکیو مخابرات ګډوډ کړي. نو، په راتلونکو جګړو کې به نه یواځې پوځونه بلکې ټولنې اوهر څه د بریدونو اصلي هدفونه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دلته ترټولو ستر پوځي خطر په ناپلان شوی توګه د جګړې شدت موندل دي. که ستاسو د مصنوعي سپوږمکۍ مخابرات فعال نه وی اوستاسو پلان جوړوونکي قوماندانان د قوماندې ترځمکې لاندې پناه ځایونوکې ناست وي او نه پوهېږی چې بهرڅه تېرېږي، نو دوی ته به ډېره سخته وي چې خپل راتلونکی ګام وسنجوي.
میا نووینز باورلري چې له دې امله به دا پلان جوړوونکي یواځې دوه انتخابه ولري: ''دوښمن ته یا نرم اویا شدید ځواب ورکړي، چې دا به ذاتا د لانجې د لا پراختیا خطر ولري. ''
یو عامل چې کېدایشي په راتلونکو جګړو کې ستر رول ولوبوي مصنوعي ذکاوت دی.
دا کولای شي د ځواب ورکولو موده لنډه اود قوماندانانو پرېکړې خورا ګړندۍ کړي، هغوی به کولای شي اطلاعات په خورا چټکتیا سره پروسس کړي.
په دې برخه کې د امریکا متحده ایالتونه د خپلو بالقوه رقیبانو پرتله یوه کیفي برتري لري اومیشل فلور نوی باور لري چې دا برتري به د چین د پوځیانو د لوړ شمېر پر وړاندې د لوېدیځ دعسکرو د شمېر د کمښت ستونزه جبیره کړي.
هغه وايی: ''د کمي برتري ترلاسه کولویوه لاره چې د رقیبانو دفاعي یا تعرضي پلانونه کمزوري کولای شي داده چې انسانان او ماشینونه په ګډه کاروکړي. هغه وايی که تاسو داسې یو پلټفورم ولرئ چې یو سړی پکې کار کوي او سل هغه پلټفورمونه کنټرولای شي چې انسان پکې نه وي، نو تاسو د شمېر له پلوه کمي برتري یوه برخه ترلاسه کوئ. ''
خو یوه ساحه شته چې لوېدیځ پکې په خطرناکه توګه له روسیې او چین څخه ترشا پاتې دی.
دا د هایپرسونیک توغوندیو ساحه ده - دا توغوندي کولای شي د غږ له چټکتیا له پنځو نیولې ان تر ۲۷ ځلو پورې ګړندي والوزي او عادي یا اټومي وسلې انتقال کړي.
روسیې ویلي چې په بریالي ډول یې خپل زېرک هایپرسونیک کروز توغوندي ازمویلي، او وايي چې د نړۍ په هره برخه کې هر ډول دفاعي سیستمونه ماتولای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین ډانګ فېنګ ۱۷ توغوندي لومړی په ۲۰۱۹ کې څرګند شول، یوه هایپر سونیک وسیله هم انتقالوي چې کولای شي په اتموسفېر کې داسې ډول حرکت وکړي چې تګ لوری یې د وړاندوینې وړ نه وي، او د دښمن لپاره یې کشفول سخت وي.
خود امریکا د متحدو ایالتونو د سیستمونو وروستۍ ازموینې چندان بریالۍ نه وې. د چین ددغو نویو وسلو په راتلو سره به اوس واشنګټن اندېښمن وي چې که چین وغواړي پرتایوان برید وکړي څرنګه به له تایوانه دفاع وکړي.

د عکس سرچینه، Giancarlo Casem/US Air Force
خو اوس د ۲۰۲۲ په پیل کې روسي ځواکونه د اوکراین پولې ته نژدې راټول شوي، یقین دی چې د تعرضي سایبري او الکترونیکي جګړې وړتیاوې به هم ولري، خوتر ډېره دا ځواکونه په دودیزه وسلوسمبال دي لکه ټانکونه، زغره وال وسایل اوعسکر- دا هغه ډول وسایل دي چې د مثال په توګه که مسکو وغواړي د بالتیک دولتونو د بېا ترولکې لاندې راوستلو لپاره به یې وکاروي.
بریتانیا پرېکړه کړې چې خپل دودیزه معمولي ځواکونه کم کړي اوپه نوې تکنالوجي کې پانګونه وکړي. د راتلونکو جګړو کارپوه فرانز ستېفان ګادي باورلري چې دابه یقینا ۲۰ کاله وروسته ځینې ګټې ولري خو له هغې نه مخکې به د اندېښنې وړ یوه تشه موجوده وي.
هغه وايی: ''فکر کوم چې راتلونکو ۵-۱۰ کلونوکې به موږ یوخطرناک پړاو په مخکې ولرو چې پدې موده کې به د ځواکونو د کمښت بهیرروان وي. خو په دې وخت کې به نوې تکنالوجیکي وړتیاوې په کافي اندازه نه وي چمتو شوې چې په ریښتیا یوعملیاتي اغېز ولري.
اوپه دې راتلونکو ۵-۱۰ کلونو کې ښايي د لوېدیځ امنیت له ځینو خطرناکو ننګونو سره مخ شي.
خومیشل فلورنوی چې کلونه کلونه یې د امریکا دفاعي تګلارې باندې کارکړی باورلري چې د حل دوه لارې موجودې دي- متحدینوسره نژدې سلا مشورې او همکاري اوپه سمو ځایونوکې پانګه اچونه.
هغه وايي: ''که موږ په ګډه کاروکړو او په سمو تکنالجیو کې پانګونه وکړو، سمې تګلارې ولرو، او په چټکتیا او پراخې کچې یې پرمخ بوزو، باید وکولای شو چې د سترو ځواکونو د جګړې مخه ونیسو. باید وکولای شو خپل هدفونه ترلاسه کړو او د مثال په توګه په راتلونکي کې د هند او ارام سمندر سیمه ازاده، پرانیستې،بسیا اوشتمنه وساتو.




















