ساینسپوهان وايي، چین خپلې اتومي وسلې زیاتوي

چین

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

امریکايي ساینسپوهان وايي، چین د اتومي توغندیو زېرمه کولو او توغولو وړتیا ډېروي. د امریکايي ساینسپوهانو فدراسیون 'ایف اې ایس ' مسوولین وايي، په سټیلایټ تصویرونو کې ښکاري چې په شینجیانګ ایالت کې د اتومي توغندیو زېرمې لپاره یوه ساحه کې کار روان دی.

د امریکا دفاعي چارواکو د چین اتومي ودانیزو چارو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوو میاشتو موده کې دا د چین په لویدېځ کې د اتومي وسلو لپاره چمتو کېدونکی دویم زېرمتون بلل کېږي.

دغه ځای کې ۱۱۰ داسې زېرمتونونه رغول کېږي چې اتومي توغندي پکې ساتل کېدای شي او هم ترې توغول کېږي.

تېره میاشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي وو، د ګینژو ایالت په یومین نومي سارا کې د دغه ډول ۱۲۰ زېرمتونونو نښې نښانې لیدل شوې دي.

د ایف اې ایس تازه رپوټ چې د دوشنبې پر ورځ خپور شو وايي، له یومین سیمې ۳۸۰ کیلومتره لېرې هامي نومي ځای کې د نویو زېرمتونونو ودانیزې چارې په لومړنیو پړاوونو کې دي.

۲۰۲۰ کال کې د امریکا دفاع وزارت وویل، چین د خپلو اتومي وسلو وار هېډز (سرګلولو) شمېر دوه برابره کوي.

د اتومي وسلو کمولو خبرې

دا خبرونه داسې مهال خپاره شوي، چې واشنګټن او مسکو د اتومي وسلو کنټرول خبرو لپاره چمتوالي کوي.

د امریکا دفاع وزیر مرستیالې وینډې شېرمان او د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف تر منځ مذاکراتو ته د اتومي وسلو کمولو په ټپه ولاړو خبرو د بیا پیل په نظر کتل کېږي.

خو چین تر اوسه د اتومي وسلو کمولو په خبرو کې برخه نه ده اخیستې.

د شینجیانګ زېرمتونونو تصویرونه له سوداګریز سټیلایټ تر لاسه شوي دي، خو وروسته د پلانټ په نامه یوه شرکت خورا څرګند تصویرونه وړاندې کړل.

چین۲۰۲۰ کال کې نژدې ۲۰۰ اتومې وسلې درلودې، چې د پنټاګون په وینا چینايي چارواکي یې د دوه برابره کولو هوډ لري.

بل لور ته شنونکي وايي، د اټکل له مخه امریکا متحده ایالتونه ۳۸۰۰ اتومي وارهېډز یا سر ګلولې لري.