قزاقستان کې د تېلو بیو لوړېدو پر ضد له احتجاجونو وروسته بېړنیز حالت اعلان شوی

د ویډیو تشریح، الماتا کې زرګونه کسانو احتجاج کې برخه درلوده
د خپرېدو وخت

له هغه وروسته چې قزاقستان کې د تېلو بیو زیاتېدو خلاف احتجاجونه تاوتریخجن شول، د دې هېواد ولسمشر په ځینې سیمو کې د دوو اونیو لپاره بېړنیز حالت اعلان کړی.

د قزاقستان په ډېری سیمو کې د پراخو مظاهرو رپوټونه ورکړل شوي دي.

تر ټولو لوی ښار الماتا کې پولیسو پر هغو مظاهرینو د اوښلن ګاز کارولی، چې ګاډو ته یې اور ورته کړی و.

د ولسمشر قاسم جمرت توکایوف لخوا یوه صادر شوي امر کې ویل شوي، چې نوموړي د نا ارامۍ له دې پېښو وروسته د حکومت استعفا منلې ده.

په امر کې ویل شوي، په موقت ډول علي خان اسماعیلوف د لومړي وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

د سې شنبې پر ورځ یوه ویډیويي پیغام کې ولسمشر وویل، د احتجاجیانو له لوري پر دولتي ادارو بریدونه ''په غوڅ ډول غیر قانوني دي. '' نوموړي په الماتا او یوه لویدیځ ولایت مانګیستاو کې بېړنیز حالت اعلان کړ.

د الماتا پر سړکونو د پراخو مظاهرو پر مهال بلوا ضد پولیس ګومارل شوي وو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د الماتا پر سړکونو د پراخو مظاهرو پر مهال بلوا ضد پولیس ګومارل شوي وو

په رسمي اسنادو کې چې رویټرز خبري اژانس لیدلي د شپې مهاله ګرځبندیز او خلکو ګڼې ګوڼې یو ځای کېدو مخنیوي یادونه هم شوې.

د نفتو له پلوه دې شتمن هېواد کې د نفتو بیې هغه مهال لوړې شوې، چې چارواکو پر مایع ګاز د بیو لوړېدو بندیز لېرې کړ، چې په ګاډو کې د تېلو په توګه کاروول کېږي.

په الماتا کې د سې شنبې پر شپه زرګونه احتجاج کوونکي یو ځای شوي وو، چې د اې ایف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې له بلو ضد پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د هېواد لر او بر کې انټرنېټ شبکه غیر فعاله وه.

په قراقستان کې چې ۱۹۹۱ کال کې یې د شوروي اتحاد له منځه تلو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه، مظاهرې او پراخ احتجاجونه ډېره مخینه نه لري.