کوویډ: د بندیزونو له کبله سلګونه الوتنې لغوه شوې

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې وګړي کرسمس لمانځي د کورونا بندیزونو له کبله د میلیونونو کسانو هوایي او ځمکني سفرونه ځنډېدلي دي.

د الوتنو معلوماتي وېبپاڼې فلایټ ایویر په رپوټ کې ویل شوي د نژدې ۴۰۰۰ الوتنو څلورمه برخه لغوه شوې دي.

امریکا کې هم د نړۍ ځینې نورو هېوادونو په څېر د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون په خورا چټکۍ سره خپرېږي.

له هغو وروستیو موندنو سره سره چې وايي، اومېکرون د کورونا نورو بڼو پرتله نرمه ده، ساینسپوهان د دې بڼې چټکې خپریدا اندېښمن کړي دي.

د رپوټونو له مخې امریکا کې یوازې د جمعې پر ورځ 'د کرسمس پر شپه ' سلګونه کورني او بهرني پروازونه ځنډېدلي دي.

د 'یونایټډ ایرلاینز' اعلان کړی دی چې د کرسمس په شپه یې ګڼ شمېر پېلوټان او نوره عمله په کورونا اخته شوي او ځانونه یې قرنطین کړي دي.‌

یاد هوایي شرکت ویلي، له همدې کبله یې الوتنې ځنډېدلې دي او د ګڼو کسانو سفرونه ګډوډ شوي. د دې شرکت چارواکي وایي، ګڼ شمېر مساپرو ته یې خبر ورکړی چې هوایي ډګرونو ته دې نه ورځي.

خو په ورته مهال سپینې ماڼۍ منلې ده چې د دسمبر میاشتې پر ۳۱مه نېټه به پر اتو افریقایي هېوادونو سفري بندیزونه لېرې کوي.

د امریکا حکومت د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له وېرې له دغو افریقایي هېوادنو پر ورتلونکو کسانو د سفر بندیز لګولی و.‌

په ایټالیا، اسپانیا او یونان کې یو ځل بیا په پرانیستو ځایونو کې د ماسک کارول اجباري شوي دي. په هالنډ کې دا مهال عمومي قرنطین دی او د اسپانیې شمالي کټلونیا سیمه کې هم د شپې لخوا ګرځبندیز لګول شوی.

که څه هم تازه څېړنو ښودلې چې د کورونا اومېکرون بڼه تر پخوانیو هغو کمه خطرناکه ده، خو روغتیاپالان بیا هم اندېښمن دي چې د کورونا مثبتې پېښې په بېسارې کچه زیاتېږي.

د پنجشنبې پر ورځ په بریتانیا،‌ فرانسه او ایټالیا کې د ورځنیو مثبتو پېښو رېکارډونه یو ځل بیا مات شول.

په امریکا کې هم د کورونا وېروس اومېکرون بڼه په چټکۍ خورېږي او ټول هېواد کې روغتونونه په ډکېدو دي.

هلته روغتیاپالان وایي،‌ وېره شته چې د کرسمس ورځو کې د سفر او د خلکو د یو ځای کېدو له کبله مثبتې پېښې نورې هم زیاتې شي.

دوی وېره لري چې د کورونا وېروس اومېکرون بڼه هغو خلکو ته هم زیان رسولی شي چې وار د مخه یې د کورونا ضد دوه واکسینه کړي دي.

له اسټرالیا نه هم رپوټونه وایي چې د جمعې پر ورځ یوازې له سیډني او مېلبورن ښاره سلګونه کورني پروازونه ځنډېدلي دي.

خو هلته ګڼ شمېر کسان له دې کبله هم خوښ دي چې په تېرو دوه کالو کې لومړی ځل د کرسمس ورځو کولی شي چې له یو ایالت نه بل ته سفر وکړي.

د امریکا جان هاپکن پوهنتون مسوولین وايي، په ټوله نړۍ کې د کوویډ - ۱۹ له کبله تر اوسه پنځه اعشاریه درې میلیونه کسان مړه شوي دي او تر اوسه د ۲۷۹ میلیونو داسې کسانو نومونه ثبت شوي، چې پر دې وېروس اخته شوي دي.