تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپایي هېوادونو د کورونا اومېکرون بڼې له کبله یو ځل بیا محدودیتونه ولګول
ګڼو اروپایي مشرانو خپلو هېوادونو کې د کورونا وېروس اومېکرون بڼې چټکې خپرېدا وروسته هلته یو ځل بیا د کورونا مخنیوي لپاره محدودیتونه اعلان کړي دي.
جرمني او پورتګال اعلان کړی چې له کرسمس وروسته به محدودیتونه پلي کېږي او خلک به یو ځل بیا اړ وي چې خپلو منځو کې ټولنیز واټن وساتي.
د محدودیتونو دا اعلان داسې حال کې کېږي چې اومېکرون دا مهال په اروپا کې د کورونا وېروس تر ټولو ډېره خوره شوې بڼه ده.
په اسپانیا کې د ورځینیو مثبتو پېښو رېکارډ مات شوی او فرانسې هم خبرداری ورکړی چې ښایي ډېر ژر د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر تر یو لک کسانو واوړي.
فرانسه کې دا مهال هره ورځ شاوخوا اویا زره کسان په کورونا اخته کېږي، او د دې هېواد د عامې روغتیا وزیر اولېور وېران ویلي، اومېکرون بڼه د کورونا مثبتو پېښو کې د زیاتوالي لامل دی
بل لور ته د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، د مثبتو پېښو ډېروالی به اروپایي هېوادونو کې روغتیایي سیستم تر جدي فشار لاندې راولي.
هانس کلوګ ویلي، د کورونا یوه نوې څپه را روانه ده او اروپایي هېوادونه باید مثبتو پېښو کې زیاتوالي ته ځانونه چمتو کړي.
د شمېر له مخې د کورونا وېروس وبا له پیله په اروپا کې څه باندې ۸۹ میلیونه کسان پرې اخته شوي دي او شاوخوا یو نیم میلیون کسان له دې وېروس مړه شوي دي.
د مخنیوي لپاره څه تدابیر نیول شوي؟
فرانسې د چارشنبې پر ورځ د ۵ او ۱۱ کالو ترمنځ ماشومانو ته هم د کورونا ضو واکسین لګولو بهیر پیل کړ، خو لا یې زلمو ته د دریم ډوز لګول نه دي پیل کړي
جرمني اعلان کړی دی چې د دسمبر له ۲۸مې نېټې به په شخصي مجلسونو کې له لسو ډېر کسان د راټولېدو اجازه ونلري.
دې هېواد همدا راز د نایټ کلبونو بندولو اعلان کړی او د فوټبال لوبې به هم تشو لوبغالو کې د مینه والو له شتون پرته ترسره کېږي.
د جرمني صدر اعظم اولف شولز ویلي: "کورونا وېروس د کرسمس رخصتي نه اخلي. بله څپه را روانه ده او موږ باید پرې سترګې پټې نه کړو ".
پورتګال هم اعلان کړی دی چې د دسمبر له ۲۶مې نېټې به شرابخانې او کلبونه بند وي او خلک به دفتري کارونه له کوره کوي. دې هېواد کې هم په مجلسونو کې د تر لسو ډېرو کسانو په راټولېدو بندیز اعلان شوی دی.
فنلڼد کې هم د ورځینو مثبتو پېښو نوی ریکارډ جوړ شوی او حکومت اعلان کړی چې رستورانونه او شرابخانې به وختي بندېږي. دې هېواد ته ورتلونکي کسان هم باید د کورونا معاینې منفي پایله وښیي.
په بریتانیا کې هم د کورونا وېروس اومېکردون بڼه په چټکۍ خپرېږي، خو حکومت د اوس لپاره د بندیزونو اعلان نه دی کړی.
خو لومړي وزیر بورېس جانسن خبرداری ورکړی چې د نویو محدودیتونو لاګو کېدل له امکانه لېرې هم نه دي او وضعیت ته په کتو به پرېکړه کوي.
په هالنډ کې وار د مخه نوي محدودیتونه د تېرې دوشنبې له ورځې اعلان شوي دي، او د سویډن حکومت هم خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې له کورونو کار وکړي.