کورونا اومېکرون: فرانسه له بريتانيا پر ورتلونکو مسافرو محدويتونه لګوي

د خپرېدو وخت

په بريتانيا کې د کورونا اومېکرون بڼې پراخې کچې خپرېدو سره فرانسې له دغه هېواد څخه د مسافر پر ورتلو کلک محدويتونه لګوي.

د فرانسې د لومړي وزير دفتر ويلي چې د شنبې (ډسمبر ۱۸) څخه بايد دې هېواد د ورتلو لپاره معتبر دليل موجود وي. دغه کسان بايد له سفر څخه ۲۴ ساعته وړاندې د کورونا منفي ازموينه ولري او تر دوو ورځو پورې ځانونه قرنطين کړي.

په بريتانيا کې د فرانسې پرتله د کورونا اومېکرون بڼې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې د اومېکرون د چټک خپرېدو له امله به دا وېروس د اروپا ډېرو برخو ته خپور شي.

په دې وروستيو کې يو شمېر اروپايي هېوادونو له ۱۲ کلونو د کم عمر ماشومانو ته هم د واکسين ورکول پيل کړي دي.

د اومېکرون د خپرېدو مخنيوي لپاره د نړۍ ډېری هېوادونو نوي محدويتونه لګولي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) هم د کورونا وېروس د دې نوې بڼې د بې ساري کچې خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

د دغه سازمان عمومي مشر ټيډروس ګبريسوس له هېوادونو وغوښتل چې د اومېکرون د خپروېدو مخنيوي لپاره روغتيايي پاملرنو ته پام وکړي.

کورونا اومېکرون بڼه چې تېره مياشت په جنوبي افريقا کې پېژندل شوې وه اوس په ۷۷ هېوادونو کې يې پېښې ثبت شوې دي.

په ايران کې بيا چارواکي وايي چې تراوسه په دې هېواد کې د کورونا اومېکرون بڼه نه ده ثبت شوې.

کارپوهان لا هم نه پوهېږي چې اومېکرون خپرېدل به پر روغتونونو څومره اغېز ولري خو که دا د ډېلټا بڼې نيمايي اغېز هم ولري نو ګڼ شمېر کسان به په روغتونونو کې بستر شي.