تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي سیاستوال د جنسي تېري په هکله د څرګندونو له کبله بښنه وغوښته
د هندي سویلي کرناټک ایالت پارلمان کې د اپوزیسیون یوه غړي د جنسي تېري موضوع کې د خبرو پر مهال د یوه متل تېرولو له کبله بښنه وغوښته.
په ایالتي پارلمان کې د جنسي تېري پېښو ډېرېدو په هکله د پارلمان مشر ویشویشوار هګدي څرګندونو ته ځواب کې کانګرېس ګوند غړي وکیل کي ار رمېش کومار یو متل تېر کړ، چې وايي:
''که د جنسي تېري مخه نه شي نیول کېدای، څمله او خوند ترې واخله. ''
د ښاغلي کومار پر دې څرګندونو د پارلمان مشر او ځینې نورو غړو هغه مهال وخندل. خو وروسته له دې کبله لویه غوغا جوړه شوه او ښاغلي کومار بښنه وغوښته.
نوموړي د جمعې پر ورځ پارلمان ته وینا کې وویل، له هغو ټولو ''د زړه له تله بښنه '' غواړي چې په خبره یې ځورېدلي دي.
نوموړي وویل:
''ما ښځو ته د سپکاوي نیت نه درلود، نه مې د دې پارلمان سپکاوی هدف و، نه مې پرې ریشخند واهه، هېڅ پټه انګېزه مې نه درلوده. ''
د یادونې ده چې د پنجشنبې پر ورځ د کرناټک پارلمان مشر د وکیلانو په کنټرولولو کې له پاتې راتلو وروسته ښاغلي کومار ته ګیله وکړه، چې په ځواب کې یې رمېش کومار ناندریزې څرګندونې وکړې.
د ایالتي پارلمان مشر ښاغلي کاګیري ښاغلي کومار ته وویل:
''ښاغلی کومار! ته پوهېږې، زه اوس دې پایلې ته رسېدلی یم چې نور باید له دې وضعیته خوند واخلو. نور نه شم کولای، دا وضعیت کنټرول کړم، پرېکړه مې کړې، چې نور دوی پرېږدم، چې خبرې وکړي. ''
د واکمن بهارتیه جنتا ګوند او د ښاغلي کومار د هند کانګرېس ګوند ښځینه پارلمان غړو د نوموړي څرګندونې 'بې مسوولیته ' وبللې او د احتجاج ګواښ یې وکړ.
وروسته د جمعې پر ورځ پارلمان مشر پر همدې موضوع د ښځینه وکیلانو د وینا غوښتنې رد کړې، ځکه په وینا یې ښاغلي کومار بښنه غوښتې ده.