تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې پر ماشومانو جنسي تېري
هند کې نن سبا درې بوږنوونکې پېښې د خبرونو سرټکي جوړوي، دا پر دريو نجونو د جنسي تېري او بيا یې د وژلو پېښې دي. د خلکو له پراخې غوسې او سختو سزاوو سره سره، دغه هېواد هر کال د جنسي تېريو ۴۰ زره پېښو ليدونکی وي.
يوه تر ټولو ناندره ييزه پېښه يې پر يوې اته کلنې کشميرۍ نجلۍ ډله ييز جنسي تېری دی.
هند کې تر ټولو لوړې محکمې نن پرېکړه وکړه، چې د ټولنو ترمنځ د ترينګلتياوو کمولو لپاره دې دا قضيه يو بل ايالت ته ولېږدول شي.
دې پېښه کې داسې حال کې چې قربانۍ مسلمانه نجلۍ ده، پرې د تېري شکمن کسان یې هندوان دي، او له تېرې جنورۍ راهيسې یې د ډېرو ځانګړی پام وراړولی دی.