د کورونا وېروس "اومېکرون بڼه" ګڼو اروپايي هېوادونو کې موندل شوې

د خپرېدو وخت

د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون چې پخوا په (B.1.1.529) نامه پېژندل کېده او لومړی ځل په جنوبي افريقا کې پېژندل شوې وه اوس يې پېښې د بريتانيا او بلجيم تر څنګ د اروپا په نورو هېوادونو کې هم موندل شوې دي.

تر دې وړاندې په بوټسوانا، هانګ کانګ او اسرائيلو کې هم د کورونا وېروس پر دې بڼې اخته ناروغان ثبت شوې وو.

بريتانیا کې چې د کورونا وېروس د نوې بڼې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې د دغه هېواد لومړي وزير بورېس جانسن د مبارزې په موخه نوې اقدامات او بنديزونه اعلان کړي دي.

اوس ټول هغه کسان چې بريتانيا ته ننوځي بايدله داخلېدو سره د کورونا ازموينه وکړي او تر هغو چې پايله يې منفي نه وي راوتلې ځان له نورو ګوښی کړي. ټول هغه کسان چې د کورونا وېروس د اومېکرون بڼې له ناروغ سره په اړيکه کې شوی وي، پرته له دې چې واکسين يې کړي وي که نه، قرنطين شي.

همدا ډول له راتلونکې اوونۍ څخه په ټولو دوکانونو او عامه ټرانسپورټ کې د ماسک کارول اجباري کېږي.

د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن وويل، "زموږ ساينس پوهان په چټکۍ سره په دې اړه څېړنې کوي او داسې ښکاري چې اومېکرون په تېزۍ خپرېږي، حتی د هغو کسانو تر منځ هم چې دوه ځله واکسين شوي وي".

بريتانيا د کورونا وېروس سره لېست ته لس هېوادونه وراضافه کړي چې په هغو کې جنوبي افريقا، نميبيا، زمبابوې، بوټسوانا، لېشوټو، اېسواټني، انګولا، موزمبيق، ملاوي او زمبيا شامل دي. دا په دې معنی چې بريتانيا ته له دغو هېوادونو تلونکي کسان به په هوټل کې د لسو ورځو لپاره ځانونه قرنطين کوي.

د ښاغلي جانس په وينا "دغه نوي ګامونه به په راتلونکو دريو اوونيو کې له سره وڅېړل شي او تر هغه وخته به د واکسينو د اغېزمنتيا په اړه ښه معلومات ولرو".

وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' د کورونا وېروس نوې بڼه 'د اندېښنې وړ ' بللې او دا وېروس یې د اومېکرون په نامه یاد کړی دی.

ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د وېروس په دې بڼه کې خورا ډېر بدلون راغلی او لومړنۍ نښې - نښانې یې پرې د بیا اخته کېدو ډېر احتمال ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي: ''په دې نوې بڼه کې ګڼ بدلونونه راغلي او ځینې یې د اندېښنې وړ دي. ''

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ساینسپوهان به څو راتلونکو اونیو کې معلومه کړي چې دا څومره ژر انتقالېږي او اغېز یې څنګه دی.