د روغتیا نړیوال سازمان; د کورونا اومېکرون بڼه په بې سارې کچه نړۍ کې خپرېږي

د عکس سرچینه، AFP
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون په بې سارې کچه په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده.
اوس د نړۍ ۷۷ هېوادونو کې د اومېکرون بڼې موندل شوې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګېبروېسوس وویل ښايي ګڼو نورو هېوادونو کې هم د کورونا اومېکرون بڼه وموندل شي.
ډاکټر ټېډروس زیاته کړه چې د اومېکرون بڼې پرضد د ناکافي اقداماتو له امله اندېښمن دی.
''یقیناً چې تراوسه پورې موږ د دې وېروس خطر کم بولو، خو ان که اومېکرون لږه روغتیايي پیچلتیا هم رامنځ ته کوي، پرې د اخته کېدونکو کسانو شمېر ښايي یو ځل بیا دومره ډېر شي چې روغتیايي سیستمونه به ورته چمتوالی ونه لري. ''
د کورونا اومېکرون بڼه لومړی په سویلي افریقا کې د نومبر په میاشت کې وموندل شوه او اوس په دغه هېواد کې د دې بڼې پېښې ډېرې شوې دي.
د سویلي افریقا ولسمشر هم په کوېډ-۱۹ اخته شوی او اوس مهال قرنطین کې دی.
یو شمېر هېوادونو د اومېکرون بڼې د مخنیوي په موخه له سویلي افریقا نه پر وتلونکو کسانو د سفر بندیز لګولی خو له دې سره سره په نړۍ کې د اومېکرون بڼې پېښې په چټکۍ په ډېرېدو دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه خبرې ناسته کې ډاکټر ټېدروس یو خل بیا د واکسین د وېش په برخه کې پر ناانډولۍ اندېښنه څرګنده کړه ځکه چې یو شمېر هېوادونو خپلو وکړو ته د دریم واکسین د کولو لړۍ چټکه کړې ده.
یوې وروستې څیړنې ښولې چې فایز بایو این ټېک واکسین د اصلي کورونا وېروس پرتله د اومېکرون پرضد لږه انټي باډي جوړوي خو دغه تشه د دریم واکسین سره پوره کېدای شي.
ډاکټر ټېډروس هم وايي ''دریم واکسین د کوېډ-۱۹ په مخنیوي کې مهم رول لوبولی شي '' خو پوښتنه اوس د لومړیتوب ده.
نوموړي وايي ''هغو کسانو ته چې ډېر خطر او مړیني سره مخامخ نه وي د دریم واکسین کول د هغو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي چې له ډېر خطر سره مخامخ دي او تراوسه پورې یې خپل لومړني واکسینونه هم د واکسینونو د نشتوالي له امله نه دي کړي. ''
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د کورونا ضد واکسین د وېش پروګرام کواکس له لارې د واکسینونو وېش ډېر شوی و.
خو د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي ویره لري چې ښايي هغسې چې د روان کال په نیمايي کې هند نورو هېوادونو ته د واکسین صادرول ځنډولو بیا ځیني هېوادونه په ورته چارې لاس پورې کړي.
په ځینو بې وزلو هېوادونو کې یو شمېر وګړو ته تراوسه د کورونا ضد لومړی واکسین هم نه دی شوی.
له افغانستان سره د امریکا د واکسین مرسته

د عکس سرچینه، U.S. Special Representative Thomas West/twitter
د امریکا متحده ایالاتو د کورونا ضد واکسین د ویش پروګرام کواکس له لارې د افغانستان خلکو ته د یو میلیون ډوزو اضافي واکسین د ورکړې ویلي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې له دې یو میلیون ډوز واکسین سره به د امریکا لخوا د مرسته شویو کورونا ضد واکسینو شمېر څلور اعشاریه دریو میلیونو ته لوړ شي.
ښاغلي وېسټ زیاته کړې چې سږکال له افغانستان سره د امریکا لخوا د بشري مرستو کچه هم ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي ''موږ له افغانانو سره ولاړ یو. ''






















