تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي پوځ په تېروتنه ۱۳ ولسي کسان وژلي دي
هندي چارواکي وایي، د دې هېواد پوځ د میانمار سره پر ګډه پوله په یو لړ پوځي عملیاتو کې په تېروتنه ۱۳ تنه ولسي کسان وژلي دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هندي پوځيانو پر هغو کان کیندونکو ډزې وکړې چې له کاره خپلو کورونو ته روان وو، او شپږ تنه یې پکې ووژل.
د هندي پوځ سرتېرو د ډپرو سکرو پر کان کيندونکو د دوی استوګنځی ته نژدې پر موټر ډزې کړې دي.
له پېښې وروسته د قهرېدلیو ځایي خلکو او پوځیانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو چې پایله کې یې ۷ نور ولسي وګړي او یو پوځي ووژل شول.
د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه ویلي، په دې پېښه سخت غوسه شوی او د پلټنو ژمنه یې کړې ده.
هندی پوځ له کلونو راهيسې په سيمه کې له بېلتون غوښتنونکو وسله والو سره جګړه کوي.
په ورته وخت کې هندي پوځ تر دې وړاندې هم په دې تورن شوی چې په تېروتنه يې په خپلو عملياتو کې بې ګنا خلک په نښه کړي.
يوه جګپوړي هندي چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې پېښه د شنبې په شپه هغه سيمه کې رامنځ ته شوې چې له ميانمار سره پر پوله پرته ده او وايي پوځيان د ياغيانو پر ضد د عملياتو په موخه روان وو.