د هندي پوځ د 'قوماندې ګډ مرکز' څه دی او هوایي پوځ یې په اړه ولې اندېښمن دی؟

    • Author, راګویندر راو
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په هند کې یو ځل بیا د ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونو د ( ګډې قومندانۍ مرکز) رامنځته کولو موضوع د خبري سرلیکونو توده مسله ګرځېدلې او پر دې موضوع د پوځي مشرتابه څرګندونو نوره هم ګرمه کړې.

ویل کېږي چې د هند هوايي ځواک د دغه ډول قومندانۍ لپاره ډېره لېوالتیا نه ښيي او د هندي پوځ مشر جنرال بپن راوت له څرګندونو وروسته خبره نوره پېچلې شوې ده.

جنرال راوت دا وروستیو کې د هېواد هوايي ځواک په ټول کې د هندي پوځ 'یوه مرستیاله ' څانګه وبلله او توپخانې او انجینرۍ څانګو ته یې ورته نوم ورکړ.

د جنرال راوت په وینا، د هند هوايي ځواک له لارښود سره سم د فعالیت پر مهال دغه ځواک د هېواد له ځمکني پوځ سره مرستندوی رول لوبوي.

نوموړي دا څرګندونې په یوه خبري غونډه کې هغې پوښتنې ته ځواب کې وکړې، چې ولې د هند هوايي پوځ د ګډې قومندانۍ مرکز ته لېوالتیا نه ښيي.

د هند هوايي ځواک مشر ایرچیف مارشال ار کي ایس بهدوریا بیا د جنرال راوت څرګندونو په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، د هوايي ځواک رول یوازې 'مرستندوی ' یا د 'یوې ضمني څانګې ' نه دی، بلکې په وینا یې په لویو جګړو کې د هوايي ځواک رول 'خورا مهم دی. '

نوموړي وویل، دوی د مربوطې قومندانۍ مرکز رامنځته کېدو ته هوډمن دي، خو په وینا یې دا (چاره باید سمه ترسره شي.

بحث کله پیل شوی؟

د ۱۹۹۹ کال اوږدو کې د کارګل سیمې په لوړو کې د هند او پاکستان تر منځ له نښتو وروسته د دې موضوع په هکله د ګومارل شوې کمېټې په ګډون یو شمېر ورته کمېټو د دغه ډول پوځي قومندانۍ رامنځته کېدو او دغه راز د دفاعي ځواکونو د لوی درستیز ګومارلو وړاندیزونه وکړل.

د ۲۰۱۹ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د هند خپلواکۍ جشن مراسمو ته وینا کې لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د خپل هېواد پوځي وسایلو او نظام کې د ودې او پرمختګ خبره کړې وه.

ښاغلي مودي هغه مهال وویل، د هند ځکمنی، هوايي او سمندري ځواک وده او پرمختګ کوي، همغږي هم پکې شته، خو په وینا هغسې چې د جګړو بڼه بدلېږي، د تکنالوژۍ رول پکې زیاتېږي، په وینا یې په جلا - جلا توګه فکر کول ګټور نه ښکاري او د هېواد ټول دفاعي ځواکونه باید پر شریکه لاره پرمختګ وکړي.

ښاغلي مودي وویل: ''داسې نه کېږي، چې د پوځ له دریو برخو یو مخکې اوسي، بل دوه ګامه شاته پاتې وي او دریم درې ګامه شاته واوسي، ټول درې سره ځواکونه باید پر یوه مهال مخکې لاړ شي ''

ښاغلي مودي له دې سره د دفاعي مشرتابه لپاره د (سي ډي اېس) په نوم د یوه مقام اعلان وکړ، چې په وینا یې دې سره به ټول دفاعي ځواک یو ګټور مشر ومومي.

ماهران وايي، له وسایلو سمه ګټه اخیستنه به د دې ډول قومندانۍ رامنځته کېدو تر ټولو لویه ګټه وي.

دوی د بېلګې په توګه د هوايي دفاع ځواک مسوولیت یادوي، چې د هوايي ځوک په واک کې دی، خو ټول درې سره ځواکونه د توغندیو په څېر وسایل لري او د کارپوهانو په اند، که د قومندې مشترک مرکز رامنځته کېږي، د بحران په حالت کې به د وخت له ضایع کېدو پرته له دې ټولو وسایلو او تجهیزاتو ګټه اخیستل کېدای شي.

بل لور ته داسې هم ویل کېږي، چې د هند هوايي ځواک د دې وړاندیز په هکله ډېر خوښ نه ښکاري او د هند هوايي ځواک مشر جنرال بهدوریا څرګندونې یې ثبوت بلل کېږي.

د شنونکو په وینا، د هند هوايي ځواک چارواکي فکر کوي چې د قومندانۍ داسې مرکز له رامنځته کېدو سره به دغه ځواک پر خپلو وسایلو واک او کنټرول له لاسه ورکړي.

ویل کېږي له هوايی ځواک سره اندېښنه ده، چې د قومندانۍ نوی مرکز به د دوی تجهیزات په ډېرو ځایونو وویشي.

د دې تر څنګ دا هم معلومه نه ده، چې د ګډې قومندانۍ مرکز کې به څوک چا ته حساب ورکوي او د تجهیزاتو او ځواک عملیات به د پوځ مشر اداره کوي او که به دا کنټرول د قومندانۍ له مشر سره وي.

بل لور ته په جون میاشت کې د دې اختلاف ختمولو لپاره د ټولو دریو ځواکونو د مشرتابه مرستیالانو یوه مشترکه کمېټه رامنځته شوې ده.

هندي ځواکونه اوسمهال د قومندې ۱۷ مرکزونه لري، چې د هوايي ځواک او ځمکني ځواک اووه - اووه او د سمندري ځواک درې مرکزونه پکې شامل دي.

د قومندانۍ درې مرکزونه بیا درې اړخیز دي، چې مشري یې د درې سره ځواکونو افسران کوي.

هند د ستراتيژیک دفاعي ځواک په نامه هم د قومندانۍ یو مرکز لري، چې د دغه هېواد د اتومي وسلو او تجهیزاتو ساتنه کوي.

دا ورستیو کې د هندي پوځ مشر جنرال بپن راوت له انډیا ټوډې ورځپاڼې سره مرکه کې وویل، د نویو اصلاحاتو پر وړاندې یو شمېر خنډونه هم شته، خو په خبره یې د پوځ مشرتابه د مربوطې قومندانۍ پر رامنځته کېدو یوه خوله دي.

نوموړی په مخکې پراته خنډونه مهم بولي او په وینا یې دا ښيي چې باید پر دې موضوع نور بحث وشي.

کارپوهان څه وايي؟

د ستراتیژیکو چارو شنونکی او د هند هوايي ځواک یو متقاعد افسر پرشانت دکشت وايي، د ګډې قومندانۍ مرکز وړاندیز ته باید د حساب ورکولو له نظر وکتل شي او په وینا یې باید د لګښت او ګټې په هکله یې مناسب غور وشي.

نوموړی زیاتوي: ''زموږ وسایل لږ دي او د دې وسایلو وېش او له هغه وروسته یې ځای پر ځای کول اسان کار نه دی. زه په خواشینۍ سره وایم، چې د قومندانۍ په مربوط مرکز کې د هندي هوايي ځواک فعالیت بې مانا چاره ده. ''

د نوموړي په خبره، د هوايي ځواک چټکه رسېدنه د دې ځواک یوازینۍ ځانګړنه ده.

د 'ګګن شکتي ' یا اسماني ځواک تمریناتو بېلګې له یادولو سره نوموړی وايي، ثابته شوه چې د هند هوايی ځواک الوتکې له لرې ځتیځه الوت کولای شي، له هند ټاپو وزمې تېرېدای شي او ټاکلي هدفونه په نښه کولای شي.

د هندي پوځ متقاعد مارشال پي کي باربورا وايي، چټک غبرګون، د یرغل وړتیا او هوايي دفاع د هوايي ځواک بنسټیز اصول دي.

نوموړی زیاتوي: ''هوايي ځواک د هېواد د هوايي حریم ساتنه کوي، پر همدې بنسټ هوايي ځواک بېلا بېلو قومندانیو ته د ورکړې لپاره وسایل نه لري. ناڅاپه هوايي ځواک د یوې او بلې قومندانۍ د هدفونو لپاره له یوې سیمې بلې ته نه شي لېږدیدی. د لوېدیځو هېوادونو ډېری مشرانو دا خبره کړې، چې د هوايي ځواک تجهیزات د وېشلو وړ نه دي. ''

نوموړی د ۱۹۴۸، ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ جګړو بېلګې یادوي او په وینا یې هندي هوايي ځواک د پوځ له نورو برخو سره په شریکه پام وړ وړتیا ښودلې ده.

د نوموړي په اند، دې لړ کې بیړه کېږي.

د هوايي ځواک متقاعد افسر ښاغلی دکشت وايي، دې بدلون ته اړتیا نشته.

د نوموړي په وینا ''موږ یوازې د دې لپاره باید اړتیا و نه لرو، ځکه چې امریکا کې همداسې شوي. ''

د ګډې قومندانۍ مرکز څه دی؟

دا د پوځ ټولو برخو یو ډول مشترکې یا ګډې قومنداني ته ویل کېږي، چې د خطر کچې د بڼې پر بنسټ د دفاعي ځواکونو ټولې څانګې له خپلو ټولو وسایلو په همغږۍ او په غوره توګه ګټه اخلي.

اوس داسې فکر کېږي چې ټول درې سره هندي ځواکونه پر خپل ځای غوره فعالیتونه لري، خو که نور همغږي شي، ګټورتیا به یې نوره هم ډېره شي.

هند کې له مخکې په دې هکله بحثونه روان وو، خو د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د لوی درستیز په توګه د جنرال راوت له ګومارل کېدو راهیسې په دې هکله بحثونه لا تاوده شول.

د جنرال راوت په مسوولیتونو کې د هندي پوځ د عملیاتو، اکمالاتو، روزنې، مرستندویه فعالیتونو، مخابراتو، له شته وسایلو د سمې ګټې اخیستنې او ترمیم چارو کې د لا پرمختګ لپاره لارې چارې موندل شامل دي.

ویل کېږي د نوي وړاندیز له مخې باید د قومندې څلور یا پنځه داسې مرکزونه رامنځته شي چې د ټولو درې سره ځواکونو وسایل به کارولی شي، یو درې ستوریز جنرال به یې مشري کوي او د مربوطې قومندانۍ مشر به د ټولو وسایلو کارولو حق لري.

د وړاندیز له مخې به په لومړي سر کې هوايی او سمندري دفاعي مرکزونه رامنځته کېږي.

د دې قومندانیو مسوولیت به له هوايی بریدونو د پوځي تجهیزاتو او تاسیساتو ساتنه او دغه راز له هغو خطرونو د هېواد ساتنه شامل وي، چې د سمندر له لارې رامنځته کېدای شي.

له دې وروسته به د هېواد په لوېدیځ، شمال او ختیځو سیمو کې د دفاع لپاره د مربوطې قومندانۍ درې نور مرکزونه هم رامنځته شي.